شعـــــرونه

د مینې سوز او هیجان

حبيب الله تراب

نن مې پوره شولو ارمان د خوږې مینې
چې ښکاره شوم په جهان د خوږې مینې

د خـوږې مـینـې لـه فیض او بــرکـتـه
پـه مـا وشـولـو احسان د خـوږې مینې

چا پـه یو نوم چا په بـل نـوم نـومـولـه
خـو مـا ولیـد پـکـې ځان د خوږې مینې

بـلال ځکـه مــلامـت نـه وو مـیـن وو
چې هجران کړ پـه ګریان د خوږې مینې

مینه مینه وي مـنصـور تـر داره یوسي
هلته ژوند مومي عیـان د خـوږې مـینې

د نـمرود لـه اوره ځـکـه بـې پـروا وو
ابـراهیـم لیـده بـوستان د خـوږې مینې

پـه هـر څه کې ستا د مینې اثـرات دي
هـم پـه ځمکه او آسمان د خـوږې مینې

لـپـه ډکـه قــدمـونــه مـې اوچـت دي
چې روان شـوم پـه بیابان د خوږې مینې

ستا پـه مینه بـاندې پـایم او ژوندی یـم
چـې هیـڅ نـلري پـایـان د خـوږې مینې

مـا حبیب الله تـراب پـه میـنه ښاد کړې
چـې بـقـا تـه شـم روان د خـوږې مینې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x