ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (5) دهندسي شکلو پيژندنه

مفتي احسان الله

داچې ځمکه تقریباً دکرې په شکل جوړښت لری ،نو دځینو محاسبو دپاره دکروي فورمولونو او قاعدو نه کار اخیستل اړین دي، اوددقیقو نتیجو لپاره دکروي هندسې او یاکروي تريګونومتري (مثلثاتو ) نو استعمال لازمي دی.

دستورو، سپږمۍ او لمر دځای ځايګی، سمت قبله او دلمنځو دوختو په پېژندنه کې دهندسې دځينو شکلو داستعمال له امله ددغو شکلو پېزندنه هم ضروري دی، په لاندي کرښو کي ځيني اهم هندسي شکلونه درپېژنو.

نقطه (Point):

نقطه هغه مادي شي ته وايې، چې نه ابعاد، نه مساحه او نه هم جسم لري.

په اسانه الفاظو کې: نقطه یو داسي مادي شی دی، چې نه اوژدوالی، نه ژوروالی او نه هم پلنوالی قبلوي.

خط (Line):

خط دنقطو یو داسي ټولۍ ته وایې، چې اوژدوالی لري، خو پلنوالی او ژوروالی نه لري، یعني دریو له ابعادو له جملې نه یوازي یو بعد لري، دخط بېلابېلي نوعي دي، له هغو نه يې یو هم خط مستقیم دی، دا هغه خط دی، چې ددو نقطو په منځ کې تر ټولو پر لنډه مسافه کش کړل شي. متوازي خطونه هغو خطو ته ویل کیږي، چې څومره يې سره کش (اوژده) کړي، بیا هم یو دبله سره نه لګیږي. او متقاطع خط بیا په نقطه سره بیل کیږي. ددو متقاطع خطو جلاوالی یوازي په یوه نقطه سره راځي.

سطح (Plane):

سطحه دیو څو خطو یو داسي مجوعې ته ویل کیږي، چې اوژدوالی (طول) او پلنوالی (عرض) لري، خو اوژوروالی (عمق) نه لري، یعني له دریو ابعادو نه یوازي دوه بعده قبلوي.

یا په اسان الفاظو: دیو څو خطو یو داسي مجموعه، چې یوازي په اوژدوالي او سروروالي (عرض) تقسیم قبلوي.
سطحه هم پر دیرې قسمه دی:

(1) سطح مستوي، دا هغه سطحه دی، چې پر هر طرف يې متوازي خطونه را تلای شی.

(2) سطح غیر مستوي: دا بیا ډیر قسمونه لري، چې حصر يې غیر ممکن دی.

(3) متقاطع سطح: دا هغه سطحي ته وايې، چې په منځ کې جلاوالی په خط سره راځي.

(4) متوازي سطحې: هغه سطحي ته وايې، چې څومره يې سره اوژده کړي، بیا هم نه سره لګیږي.

فایده:

ثلاثي الأبعاد (Three Dimensional) :

اوژدوالي (طول) پلنوالي (عرض) او ژوروالي (عمق) ته ابعاد ثلاثه وايې.

جسم (Body):

هغه شي ته ویل کیږي، چې درې سره ابعاد لري. لکه: اوژدوالی، پلنوالی او ژوروالی.

دجسم پايي (انتها) سطحه وي، دسطحي پايي خط، او دخط پايي بیا نقطه وي. جسم شپږ طرفه لري، سطح څلور او خط بیا دوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x