نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۷) – اسلام یا جهادي بلنه

دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

اسلام یا جهادي بلنه:

د اسلام له صفاتو نه یو دا دی چې هغه د قیامت تر ورځي پوري د باطل په خلاف او د حق د حاکمیت په لاره کې جهادي بلنه ده. الله تعالی جل جلاله فرمايي:

و قاتلو هم حتى لا تکون فتنه و يکون الدين کله لله. [سورة الانفال:۳۹]

( تاسي له هغوی سره جنګیږئ تر هغې پوری چې فتنه پاتي نشي او ټول دین د الله تعالی لپاره شي.)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

[أمرت أن أقاتل الناس حتی لیشهدوا أن لا إلاه إلا الله، و أني رسول الله، فإذا قالوها عصموا مني دماءهم و أموالهم ، بحقها و حسابهم علی الله] ( د بخاري او مسلم روایت)

( مأمور شوی یم له خلکو سره تر هغه جګړه وکړم تر څو چې شاهدي وایي چې: بیله الله نه بل د عبادت وړ څوک نشته او زه ( محمد) د خدای رسول یم، که هغوی دا شاهدي وویله نو خپلي ویني او مالونه یې له مانه وساتل مګر په حق سره یعني په مال او ځان به یې څوک غرض نه کوي خو هغه وخت چې اسلام حکم وکړي او نور یې حساب په الله تعالی دی.)

د اسلام طبیعت دا دی چې له جاهلیت سره باید هیڅ ډول سازش او ګډ ژوند و نه شی او نه هم ورته تنازل و منل شي.

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ [سورة الحجر: ۹۴]

(څه چې تاته حکم کیږي هغه په ډاګه ورته اعلان کړه او د مشرکینو پروا مه کوه)

وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ [سورة الشعراء :۲۱۴]

( او نږدې خپل خپلوانو ته دې ویره وکړه)

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3) وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (4) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6) [سورة الکافرون]

( ووایه چې اې کافرانو! زه د هغوی عبادت نه کوم چې تاسي یې عبادت کوئ او نه تاسی د هغه عبادت کوونکي یاست چې زه یې عبادت کوم او نه زه د هغوی عبادت کوونکی یم چې تاسي یې عبادت کړیدی، او نه تاسي د هغه عبادت کوونکي یاست چې زه یې عبادت کوم، ستاسي لپاره ستاسي دین دی او زما لپاره زما دین.)

او اسلامي طبیعت ټولي غیر اسلامي وړاندي شوي حل لاري مشکلات شمیري، نه د حل لاري، د اسلام له اسلامي منهج نه پرته نه بل منهج مني او نه دین او نه بل قانون.

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا [سورة المائده: ۳]

( نن ما ستاسي دین ستاسي لپاره بشپړ کړیدی او خپل نعمت مې پر تاسی پوره کړیدی او ستاسي لپاره مې اسلام د دین په توګه منظور کړی دی.)

إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ [سورة آل عمران: ۱۹]

( د الله په وړاندي همدا اسلام دین دی)

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ [سورة آل عمران: ۸۵]

( دې دین نه پرته چې هر څوک کومه بله لاره غوره کول وغواړي د هغه، هغه طریقه به هیڅکله قبوله نکړی شي او په اخرت کې به هغه ناکام او زیانمن وي.)

اهل کتابو چې کومي مختلفي لاري غوړه کړې، د هغو ددې چار چلند له دې پرته بل هیڅ دلیل نه ؤ چې هغو له عمل ورکول کیدو نه وروسته په خپلو منیځو کې یو پر بل باندي د تیري کولو په خاطر داسی وکړل او هغه څوک چې د الله د حکمونو او لارښونو د اطاعت نه منکر شي الله تعالی به له هغوی سره بې له څه ځنډه حساب وکړي.

اسلام د تشریع( قانون جوړولو) حق یوازي الله تعالی ته ورکوي او د الله تعالی له شریعت نه پرته د بل چا حکم او حاکمیت نه مني او لهمدې امله ده چې اسلام ټول وضعي قوانین او شریعتونه؛ بهرني وي او که عربي، شرقي دي که غربي له سر نه تر پایه ردوي.

وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ [سورة المائده:۴۹]

( نو اې محمده! ته د الله تعالی د نازل کړی قانون سره سمه ددې خلکو د چارو فیصله وکړه او د هغو د خواهشاتو پیروي مکوه، پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي، یوه زره قدري دي هم له هغه هدایت نه اوښتی ونه مومي چې الله تاته درلیږلی دی، نو که دوی ورڅخه مخ واړوی نو و پوهیږه چې الله ددوی د ځینو ګناهونو په مجازات کې په غم کې ددوی د لتاړولو اراده کړیده او دا حقیقت دی چې له دې خلکو نه زیاتره فاسقان دي( که دوی د الله له قانون څخه مخ اړوي) نو آیا بیا د جاهلیت فیصله غواړي؟ پداسي حال کې کوم خلک چې په الله باور لري د هغوی په نزد له الله نه بل غوره فیصله کوونکی هیڅ نشته.)

د اسلام بل صفت دا دی چې هغه په هیڅ شي کې هم د خپلو پیروانو ذلت او سپکاوی نه شي قبلولی.

وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ [سورة المنافقون: ۸]

( په داسي حال کې جې دا عزت خو د الله او د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ [سورة المائده: ۵۴]

( اې مؤمنانو! که له تاسي نه څوک له خپل دین نه واوړي( نو وادي وړي) الله به نور ډیر داسي خلک پیدا کړي چې الله ته ګران وي او الله هم دوی ته ګران وي، چې له مؤمنانو سره به نرمي کوي او پر کافرانو سختي، چې د الله په لار کې به جدوجهد وکړي او د هیڅ ملامتوونکي له پړي اچولو نه ونه ویریږي، دا د الله فضل دی چې جاته یې چې خوښه شي ور په برخه کوي یې، الله تعالی د پراخ وسایلو ځښتن او په هر څه پوهیږي.)

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ [سورة الفتح: ۲۹]

(محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی او کوم کسان چې له هغه سره ملګري دي هغوی پر کافرانو سخت او په خپلو مینځو کې خواخوږي دي.)

بل دا چې اسلام جهاد د جنت لار او د الهي رضا او اخروي نیکبختۍ وسیله بولي او جهاد پریښودل انسان له ذلت، سپکاوي او شرمندګۍ سره مخامخ کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

[إعلموا أن الجنة تحت ظلال السیوف]

( پوه شئ چې جنت د تورو تر سیورو لاندي دی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x