نظــر

د حکمتیار صیب ورود او ظهور

شاهد (غزنیوال)

نن سبا د حکمتیارصیب د پلویانو تر منځ د هغه د ظهور خبره ډیره ګرمه ده.

حکمتیار صیب له نن نه خواوشا ۲۴ کاله وړاندې د یو لړ ځانګړيو امنیتي او تشریفاتي ترتیباتو په ترڅ کې کابل ته ورود وکړ خو سمدستي یې له فقید احمد شاه مسعود سره د واک په سر جګړه شوه چې له امله یې کابل ښار کنډواله او کابلیانو ته یې نیکمرغه ورود د ۶۰۰۰۰ زره انسانانو د وژل کیدو په بیه تمام شو.

همدا لامل دی چې حکمتیار صیب دا ځل کابل ته ورود په ځای د ظهور اصطلاح د ځان لپاره انتخاب کړې ، ځکه ظهور د ورود په نسبت هم مذهبي تقدس لري او هم ورکې ځیني سیاسي ابهامات ځوابیدلای شي.

د ظهور مذهبي تقدس دا دی چې هغه په «ظهورمهدي» کې کثیر الاستعمال دی، او سیاسي ابهامات بیا داسې ورباندې ځواب کیدای شي چې په ظهور کې د وارِد مِنهُ مکان (…) نوم او موقعیت هم مخفي پاتې کیږي…

اوس پوښتنه دا ده چې د حکمتیار صیب ظهور به افغان ولس ته د هغه د پخواني ورود په نسبت څه ښیګڼې ولري؟

ځکه حکمتیار صیب د افغانستان د سیاست هغه متنازعه څیره ده چې په خپل ټول سیاسي ژوند کې یې نه له دوست سره سازش کړی نه له دُښمن سره، نه یې په دوستي کې له چاسره خپل موقف ترپایه یو ساتلی او نه هم په دښمنۍ کې.

د شوروي اشغالګرو په خلاف د جهاد په مهال یې په یوه وخت کې هم له روسانو سره مقابله کوله او هم یې د هغوی په خلاف له جنګیدونکو مجاهدینو سره جګړه، چې په دې جګړه کې یواځې په هلمند کې ۳۰۰۰ مجاهدین ووژل شول.

همدا راز یې د ۱۳۶۸ کال د سرطان په ۱۸ د تخار ولایت په فرخار تنګي کې د خپل یوه مربوط قومندان سیدجلال ولید په لاس په یوه ورځ د جمعیت اسلامي ۱۳ تنه مشهور جهادي قومندانان شهیدان کړل.

حکمتیارصیب لکه څرنګه چې د تنظیم جنګي د ابتکار شهکار دی په هماغه ډول له کمونیستي پاتې شونو سره د ایتلافونو او هماهنګي اتل هم دی.

اوس چې یې بیا له خیره سره په کابل کې د ظهور اراده کړې دا نه ده څرګنده چې نوموړی له خپل هماغه متنازع شخصیت او متعدد الاطراف مواقفو سره را ظاهر کیږي او که له خپلو فطري خصائصو څخه انتزاعي حالت ځانته غوره کوي؟

د حکمتیار صیب ذاتي تشخص ته په کتو سره ناشونې ده چې نوموړی دي د عمر په وروستۍ مرحله ( بوډاتوب) کې په خپلو فطري او فکري سلوکو کې بدلون راوستلی شي.

له همدې امله حکمتیار صیب ته د یوه تروخت تیر سیاست پوه په حیث دا غوره ده چې د ظهور په ځای خپلې اختفاء ته ترجیح ورکړي، ځکه چې د نوموړي په هغې ۴۸ کلنې مبارزې کې کومه چې ده په خپلواکي کې ترسره کړې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې هغه دې د هیواد او ولس په ګټه وخوړل شي، نو اوس چې یې د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې ظهور کې تر سره کوي له هغه به څه کوچ تر لاسه کړي؟

غواړم په دې اړه جناب حکمتیار صیب ته د علامه سعدی شیرازي (رح) یو شعر هم ور په یاد کړم:

ظالمي را خفته دیدم نیمروز… ګفتم این فتنه ست خوابش بُرده به
وانکه خوابش بهتر ازبیداري است … آنچنان بد زندګاني مُر ده به

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

که د وخت وړاندې وروسته نادیده ونیسو نو په یقین سره ویلای سم چې سعدي علیه الرحمه دا بیتونه د حکمتیار صاحب د ظهور باره کې ویلي دي.

حزبیانو ته بویه چې سعدي صاحب بې ځایه ونه ښکنځي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x