نظــر

د (وطن اواسلام) پالو ترمنځ د یووالی هڅی – استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

دا څو ورځی راپه دی خوا می خیال کی ګرځیدله ، که مونږ وکولی شو د وطن او اسلام دوستو خوځښتونو تر منځ منځګړیتوب وکړو او دوی یووالی ته وهڅوو څومره به ښه وی ، ګورم چه یو بل ورور هم دا وړاندیز لیکلی وو چه لنډیز یی مونږ دلته رانقلوو.
 [ یوی خواته می سر سخته اخوانیان، اسلام پاله، اسلام کاره افراطیان دي او بلی خواته می پښتو پاله، وطن پاله، روشنفکره، افراطیان دي. ، او د هیواد د ثبات او ابادی لپاره اتحاد او یوالی ته اشد ضرورت ده یانی دواړه ډلی باید سره نږدي کړای شی ].

که د افراطیانو په نوم څوک وی یو هم ښه نه دی ، اسلام افراط او تفریط دواړه حرام ګڼی . دوهم د اسلام سره د ( پال ) ټکی موزون نه ښکاری اسلام کوم ایزم نه بلکه الهی دین او نظام دی ،  که د پال ټکی هم ومنو(  اوس معمول شوی  وایی جرم چه عام شی قانونیت پیدا کوی )  بیا اسلام پال او ملت پال د ترازو په دواړو خواوو کی اچول له انصافه لیری خبره ده  او  د مقایسی وړ هم  سره نه دی.

د ملت پالنی پلویان د فکری خط له مخی ، په دوه ډوله ده :

 اول : د ( وطن دوستی په نوم )  ملت پالنه :  دا ملت پالنه یو احساس  ،مینه او روحیه ده یعنی د خپل ټاټوبی سره هر ژوندی شی طبیعی مینه لری دا فطری مینه  په انسانانو کی تر نورو ډيره غښتلی چه هم  د خپل ټاټوبی سره مینه لرل او هم د هغه ټآتوبی له حریم او اوسیدونکو له حقه حقوقو دفا ع کول نه یواځی ‎جواز بلکه ثواب هم لری ، له بده مرغه ، په دی هکله ایت او حدیث راته معلوم نه دی مګر یوه منقوله می په یاد ده چه ځینی ملت پال ورته دایت او حدیث په حیثیت هم  قایل دی  مګر دا د حضرت علی کرم الله وجهه  منقوله ده، چه هغه منقوله ( حب الوطن من الایمان )  یعنی د وطن سره مینه یا ( وطن دوستی د ایمان برخه ده ) په دی هکله به احادیث هم کیدی شی  موجود وی ( والله اعلم )  په هر صورت دا چه مونږ په افغانستان کی جهاد کوو، عمده برخه یی د اسلامی نظام پیاده کول یا اسلامی فریضه ده ولی له ځپلو خلکو ، خپلواکی  او خاوری څخه دفاع کول هم زمونږ لوړه اړتیا ګڼل کیږی .
 دوهم : د ( وطن پرستی  په نوم ) ملت پالنه : کله چه د وطن دوستی مینه افراطیت ته ورسیږی یعنی د خپل وطن ، قوم ، ژبی ، لوی یا کوچنی ټاټوبی سره دومره مینه لرل چه له نورو یی اوچت او برتره وګڼی ( حتی ځان تر نورو اوچت شمیرل کبر او حرام دی ) هر ډول بی شمیره اوخطرناکه ستونزی زیږوی له بل اړخه د بشری ژوند له شروع د حریصو او غیرحریصو یا د حق او باطل پلوو جګړه پیل شوی ، حریصو یا استثمارګرو سره شیطانی پلانونه چه خلک څرنګه استثمار یا د ځان غلامان کړی شتون لری ، د زمانی په تیریدو دا پروسه پرمخه ځی تر دی چه د وطندوستی   پرځای وطن پرستی ( نشنلیزم او سوسیالیزم ) رامنځته کیږی یعنی ځان ، یا خپله کورنی ، قوم ، ژبه او ملک تر نورو برتر او غښتلیی او پیا وړی ګڼی او نه یواځی په خوله برترګڼل بلکه دا کار عملی بڼه غوره کوی استثمارګر د وطن یاقوم پرستی له احساساتو د قومی تعصباتو د راپاروولو د پاره کار اخلی ، چه قومونه خپلو کی سره وجنګوی وطن پرستی ورله ډیره غښتلی او پیاوړی وسله او وسیله ده چه دا ۴۰ کلونه یی زمونږ ګران هیواد د وطن اوقوم پرستی  قربانی دی قومونه یو په بل ځانونه برتره او غښتلی ګڼی  .  لنډا داچه وطن پرستی  ( نشنلستی ) د دیموکراسی د شیاطانی نظام یو شیطانی ایزم ، شرک او مطلق کفر دی دینی او مذهبی نشنلیزم هم شته چه دی د کوم ډول اسلامی ګوند ، مذهب یا لیاری پلوی وی هغه که غلط هم وی تر نورو یی اوچت او برتره ګڼی داهم نشنلستی ده  او یا له اسلام د ځان تابع کوی او د اسلام څخه د مادی ګټو یا مقام ته د رسیدلو د پاره استفاده کوی دا هم یو نشنلستی نارواو او ناجایزه عمل دی  .
دا لوی بحث دی ، له بلی خوا مونږ هڅی لرو چه د وطن او اسلام پالو ترمنځ فاصلی لیری یا کمی کړو  اسلامی حکمت ایجاب نه کوی چه په دی هکله ژوری څیړنی تر سره کړو په دی هکله ډير کتابونه لیکل شوی هم  دی  .
که ملت پرستی ( نشنلستی ) نادیده وګڼو ، او یواځی وطن دوستی په نطر کی وساتو  ، ملت د یو لوښی او اسلام پکی د کتغ یا نظام حیثیت لری یا په بل عبارت ملت او اسلام د یو بل د پاره لازم او ملزوم  یا د لوښی او کتغ حیثیت لری ، یعنی که ملت نه وی په چا حکومت یا نظام چلوی او که نظام یا حکومت نه وی هغه ملت به کله ژوندی پاتی شی یعنی یو له بله جلا شتون او معنی نه لری  اسلام خلکو ته راغلی او خلک بی اسلامه یا بی نظام ژوند نه شی کولی .
مونږ ټول هم ملت اوهم  ملت دوستی ته اړه لرو چه زمونږ له دغه ورونو قومونوافغان ملت  دی او هم اسلام او اسلامی نظام ته اړه لرو چه د انسانی ټولنی د ورځنی ژوند اړتیاوو او نیمګړتیاوو د برابرولو او عدالت چلولو دپاره د اسلام په شان قانون او نظام غیره ممکن نه دی ترڅو په پوره  سوله او پوره هوساینه کی له عزت ډک ژوند ولری یعنی دواړه یو بل ته لازم او ملزوم دی له یوه غیره بل هیڅ معنی یا شتون نه لری، د اسلام شروع هم داسی وه چه اول د توحید د پاره  اصحاب مدینه  (  تمثیلی ټولنه ) جوړه یعنی اسلام او اسلامی نظام ( خلافت ) یی په عملی بڼه کی ومنلو ، له هغه وروسته د ملت جوړونی او ا سلامی نظام نافذولو پروسه لکه غبرګونی یو ځای پیل شوی تر څو چه اسلامی امت ( ملت ) او اسلامی نظام ( خلافت ) رامنځته شو چه د امت او خلافت جلا کیدنه د دواړو له منځه وړنی په معنی  ده  .
 د وطن او اسلام پالو تر منځ د روغی جوړی او یووالی هلی ځلی د جهاد یوه ډیره مهمه ، ډیره ضروری او تر هر څه ډیره اړینه اړتیا ده له ډیره وخته  زما په خیال یانظر کی  دا خبره ګرځیدله چه که رښتینی وطن دوستان د اسلامی خوځښتونو سره په اعتلافی او یا متحدانه ډول غاړه په غړی کړی شو ، د دوی په یووالی کی ستونزی شته ځینویی ځینی کارونه کړی چه باید نه وی شوی وایی ( اړتیاوی وړتیا وی رامنځته کوی ) زمونږ دی کار ته ډیره زیاته اړتیا ده سره ددی چه دشمنان مو دی سولی او ورورولی ته نه پریږدی په مونږ کی دننه معاش خواره لری دهغو دنده دا چه مونږ سره لیری او دشمنی کی وساتی دا معاش خواره په شمال ، جنوب ، غرب او شرق  ویشل شوی ، هغوی به خپلی هڅی او وسی او مونږ به خپلی هڅی او وسی لرو د هغو تر شا استثمارګر او شیطانی قوتونه او زمونږ تر شا د حق پلویان او د الله ج مرستی او لارښودنی دی  ښکاره خبره ده چه زمونږ اړخ غښتلی او پیاوړی دی  که څه هم  په ښکاره یا اوله کی کمزوری معلومیږی اخرنی بری د حق د پلویانو په خوا دی .

 خو د دی کار د پاره یو ډیر منظم میکانیزم ته اړه ده هغه به څه وی؟

  دا پروسه که د اخلاص له مخی وی او دواړه خواوی په رښتینی د اسلام او وطن سره مینه ولری کوچنی ستونزی هم نه لری صرف دومره قربانیو ته اړه ده چه ملی ګټو ته په شخصی ګتو ترجیح ورکړی شی که ماڅوک د دغه کمیتی یو کشر غړی هم  کړی زه یی میکانیزم تجویزولی شم ، که څوک وویاست چه اوس دغه طرحه وړاندی کړه دا به سمه خبره ځکه نه وی چه طرحی د اړیکو په جریان کی بدلون کوی او بله دا چه طرحه د هغو دوو اړخونو حق دی چه وړاندی یی کړی مونږ ورته یواځی د وړاندیزنو ورکولو حق لرو او بس ، کله چه لښتی کی اوبه روانی شی بیا یی سړی ښکته اوپورته سمولی شی که مونږ دی مرحلی ته ورسیږو چه منځګړتیا وکړو ماته  اسان ځکه ښکاری چه مونږ دواړو ( وطن او اسلام )  ته اړه لرو کمولو یا زیاتولو ته بکی اړه نشته  او په دی کار کی نه له یوی لویشتی خاوری چاته تیریږو او نه د اسلام یو ډير کوچنی اصل ته چه نادیده او یا یی عملی بڼه قطع کړو او یا پکی کوم بدلون راولو .

هو ، د (  وطن پرستانو د پاره په وطن او اسلام کی تر هغی ځای نشته چه دوی د وطن او اسلام سره مخلصانه بیا مینه خپله نه کړی ) وطن پرستی یو ایزم او د شیطانی نظام ( دموکراسی )  محصول دی کوم چه د اسلام په مخالف قطب کی قرار لری رهبری یی په جرمنی او لندن کی د سوسیال دیموکرات په نامه جریان لری ځکه خو جرمنیانو شمال او انګریزانو جنوب خپل کړو دایی تر ټولو نورو اهدافو یو عمده هدف وو .همدارنګه له تش په نامه هغه اسلامی خوځښتونو له ډلی څخه ( چه دیموکراسی مشربه او د غرب معاش خواره  وی) د پاره هم  تر هغی ځای نشته تر څو دوی هم د خپل وطن او اسلام سره مخلصانه مینه بیا  خپله  نه کړی .

زه وایم ، د مخلصو وطندوستان  او اسلام پالو د یووالی د پاره خو هیڅ ستونزه نه وینم  چه ممکنه دی نه وی ،  ولی حتی که وطنپرستان د خپل وطن پرستی له کفره صرف نظر وکړی او هم هغه دوه مخی اسلامی خوځښتونه د غرب  له معاشونو لاس په سر شی او یو الله ج ته رجوع وکړی د مادیانو په ځای معنویات خوښ کړی انشالله دوی به هم د وطن او اسلام پالو د اول ګروپ سره بیا یو ځای شی او زمونږ له هیواده به یرغلګرو ته هدیره جوړه شی  ، غرب په دوی یواځی مالی یا مادی پیرزونی کوی او زمونږ ورسره شریکه  وینه او هم ورسره ګډ کور لرو نیکمرغی او بد مرغی  مو سره  یوه ، تاریخ او فرهنګ مو سره یو ، زمونږ شرم د دوی  او د دوی بی ننګه ژوند یا کړنی مونږ ته ننګ او شرم دی ، تاسی به د شاه شجاع ، ببرک او نن د کرزی اوریدلی وی جه افغانی تاریځ یی شرمولی دی  د همدی کبله د افغانانو په اسلامی قانون کی د دغسی پلورل شوو دپاره دا اوله او تر ټولو مهمه ماده ده چه له دوی د افغنیت ، اسلامیت او انسانیت هویت واخستل دوی ددغه ښکلی هویت وړتیا نه لری دوی د نورو په واسطه راوړل شوی ،  د نورو له خوا تمویل او د هغو د ګټو د پاره یی خپله خپلواکی ، خاوره او خلک یرغمل کړل دوی د څو ډالرو او مقامونو په خاطر زمونږ مجاهد او مظلوم اولس ته نه ژوند ، نه ناموس ، نه مال او نه اولاد پریښودل.  مشت نمونه خروار است که نورافغانان  هم د دی دری پلورل شوو په شان شی دا  زمونږ د اسلامی اساسی قانون اوله ماده ده چه له دوی به هم  د افغانیت ، اسلامیت او انسانیت هویت اخستل کیږی  دا به زمونږ د مجاهد اولس تر ټولو سترو سزاګانو ستره سزا وی لکه الله ج چه ابلیس له خپل رحمت څخه بی برخی کړو همدغه بی برخی کولو ته د الله ج لعنت ویل کیږی دا د الله ج تر ټولو ستره سزا وه چه ابلیس ته واورول شوه او دا به زمونږ د افغانانو ستره سزا وی چه دی شیطان صفته انسانانو ته واورول شی  .

که په دی ډیری مهمی پروژه  کی ځوک د زړه له اخلاصه هلی ځلی شروع کول غواړی زه به یی اول یا دوهم ملګری یم دا د مالی ،  قلمی او سنګر  له جهاده که زیات نه وی کم هم نه دی دا به ستونزی او سختی خامخا لری مګر  ډير زیات ثواب  او ډیر حیاتی ګټی هم لری او مونږ ډیره جدی اړتیا ورته لرو زمونږ د پاره حیاتی اهمیت لری زمونږ هویت او زمونږ شتون په دی کی دی  او دا نه یواځی ثواب بلکه  په دی واسطه به مونږ خپل افغانیت ، اسلامیت او انسانیت هم ثابت کړی وی مونږ ځانونو ته مسلمانان او افغانان وایو؟ د افغان ټاټوبی ته دشمنانو اور اچولی  ملت یی وژنی او نظام یی ورله په شیطانی  دیموکراسی نظام بدلوی حتی ناموس یی بی ناموسه کوی  او مونږ به لاس تر زنی لاندی ناست  او بیا هم به ځانونو ته  د مسلمانو افغانانو میړنو نوم اخلو؟

 که دا نور هر څه  هیر کړو ،  زمونږ په کورونو کی  ، زمونږ په هیواد کی زمونږ د ځوانانو په سر توره خولی راکشول ، په لاسو او پښو کی یی ولچک اوزولنی اچول ، په نیموشپو کی  زمونږ د خویندو او ماشومانو کوکاری وهل او ددغه وحشیانو له خوا  لکه د حیواناتو په شان لیری غورځول  زمونږ د مسلمانو  تورسرو تالاشی کول  او تر ټولو ډیره د بی ننګی او بی عزتی خبره چه زمونږ د مفعولو ژباړنو په مخ کی زمونږ د خویندو او میندو عزت او عفت لوټ کول که له اسلامیت ، پوښتونولی او افغانیت هم تیر شو کوم انسان به دا بی ننګی ومنی حتی حیوانات هم دا منلی نه شی  او بیا هم مونږ د د وی معاشونه اخلو او د دوی په ګټه خبری کوو او دندی یی تر سره کوو ، مرګ او بی ننګی زمونږ په داسی پلورل شوو لکه کرزی ، شاه شجاع ، ببرک او ملګری یی چه دی  .      مننه

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x