نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (8) – اسلامي ډله یا جهادي حرکت

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

اسلامي ډله یا جهادي حرکت:

اسلامي ډله په هر ځای او هره زمانه کې چې وي اسلام ورته جهادي حرکت وايي او هدف یې یوه الله تعالی ته د خلکو بندګي او د الهي شریعت حاکمیت او قیام دی.

د الله تعالی کتاب اسلامي ډله ستايي او فرمايي:

إنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آَمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ [سورة الحجرات: ۱۵]

( په حقیقت کې خو مؤمنان هغه دی چې پر الله او د هغه پر پیغمبر یې ایمان راوړ، بیا هغوی څه شک ونګړ او په خپلو مالونو او سرونو سره یې د الله په لاره کې جهاد وکړ، همهغوی ریښتوني خلک دي.)

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَاْ أَخْبَارَكُمْ [سورة محمد: ۳۱]

( مونږ به خامخا تاسي په ازموینه کې واچوو تر څو چې ستاسي حالات وڅیړو او وګورو چې په تاسي کې مجاهدین او ثابت قدمه کسان څوک دي.)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي ډلي په هلکه فرمايي:

[ و لا تزال طائفة من أمتي ظاهرین حتی یأتیهم أمر الله و هم ظاهرون] ( متفق علیه)

(زما د امت یوه ډله به تل بریالۍ وي تر دې چې د الله تعالی امر ورته راشي او دوی لا همغسي بریالي وي.)

[ لا تزال طائفة من أمتي قوامة علی أمر الله لا یضرها من خالفها] ( د ابن ماجه په روایت)

( زما د امت یوه ډله به تل د الله تعالی په امر برابره وي او د هیچا مخالفت به ورته زیان نه شي اړولی.)

[ لا تزال طائفة من أمتي ظاهرین علی الحق حتی تقوم الساعة] ( للحاکم فی المستدرک)

( زما د امت یوه ډله به تر قیامته پوري له حق سره ولاړه وي)

لمړني مسلمانان پدې پوه وه چې دوی یو جهادي امت او حرکت دی نو ځکه یې د خدای په لار کې په ځانونو او مالونو جهاد کاوه، حق به یې وایه، په نیکۍ به یې امر او له بدۍ نه به یې نهي کوله، عدل به یې قائماوه او د خدای په خاطر به یې د هیچا پروا هم نکوله. هغوی د حاکمانو له قهر او خفګان نه نه ویریدل. د جلاد قمچیني او د دار د رسۍ پروا یې هم نه کوله، بلکه د خدای په لار کې به یې دا ټول ربړونه لذت او خوند ګنل. د ټولو حال ژبي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خبره تکراروله کومه چې د دردونو او ربړونو په مینځ کې یې ویلي وه:

[ إن لم یکن بک غضب علي فلا أبالي]

( اې زما خدایه! که ته راته په قهر نه وې نو د هیڅ شي پروا هم نه لرم.)

هغه اسلامي ډله چې محمد صلی الله لیه وسلم په اسلام باندي روزلې وه یوازي هغه فکري او فلسفي مدرسه نه وه چې هدف یې د خلکو په مینځ کې د فکر او فلسفې خورول وي، نو بیا د هغوی خوښه، مني یې او که یې ردوي او حتی داسي هم نه وه چې وظیفه یې یوازي د مفکرینو او فیلسوفانو جوړول ؤ او بس.

همدا راز دا یوه داسي صوفیانه ډله هم نه وه چې له خلکو او دنیا نه بیل ژوند کوي، پدې نه وي خبر چې د اسلام په خلاف څومره توطئې او سازشونه روان دي، یوازي په لمانځه، روژه او … یې بسنه کړې وي نور نو خبر نه وي چې د اسلام له مینځه وړلو او ګډوډولو لپاره څومره هلي ځلي او کوښښونه په کار اچول شوي دي؟

همدا وجه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه سړي باندي به فهر شو کوم چې غره ته د عبادت لپاره تللی ؤ. کله چې یط هغه راویست نو بني کرمی صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

[ لا تفعل أنت و لا أحد منکم لصبر أحدکم في بعض مواطن الإسلام خیر له من عبادة أحدکم وحده أربعین عاماً]

د ترمذي په روایت کې راغلي دي:

[ لا تفعل فأن مقام أحدکم في سبیل الله أفضل من صلاته في بیته سبعین عاماُ، ألا تحبون ان یغفراالله لکم ویدخلکم الجنة، أغزوا في سبیل الله،و من قاتل في سبیل الله فرق ناقة وجبت له الجنة]

( دا کار مه ته کوه نه بل څوک، د اسلام پخاطر ستاسي نه د یوه کس صبر ده ته له څلویښت کاله عبادت نه بهتر دی.

د ترمذي په ورایت:

داسي مه کوه، د الله تعالی په لار کې ستاسي د یوه کس دریدنه ( یو جهادي عمل) په کور کې له اویا کاله لمونځونو نه غوره دی، آیا خوښ مو نه دي چې الله تعالی درته بخښنه وکړي او جنت ته منو داخل کړي د خدای په لار کې غرا وکړئ، چاچې د اوښ به شا د الله په لار کې جګړه وکړه جنت ورته واجب شو.)

په اسلامي بدلون کې د جهاد ضرورت:

بله دا چې د اسلامي عمل اساسي هدف ( اسلامي بدلون ) له جهاد. مجاهد، نسل تیارولو او یوه جهادي تنظیم له جوړښت پرته نه شي تر لاسه کیدای.

د بدلون مسئله ډیره ګرانه مسئله ده، بلکه چې ورځ تریږي نوره هم پسي ګرانیږي ځکه چې د اسلامي نړۍ واکداران او نور حرکتونه لګیا دي خپل اسلام ضد او دښمنانو پوري تړلي عقاید خوروي او ټینګوي او په اصطلاح د ډیمکراسۍ ځای اوس دیکتاتورۍ نیولی او دا هغه زمانه ده چې محمد صلی الله علیه وسلم ورته اشاره کړې او فرمایلي یې دي:

[ ألا إن رحي الاسلام دائرة. فدوروا مع الإسلام حیث دار، ألا إن الکتاب و السلطان سیفترقان، فلا تفارقوا الکتاب، ألا إنه سیکون علیکم أمراء یحکمون لأنفسهم ما لا یحکمون لکم، إن عصیتموهم قتلوکم، و إن اطعتموهم اضلوکم، قالوا: و ماذا نفعل یا رسول الله؟
قال: کما فعل أصحاب عیسی علیه السلام، نشروا بالمناشیر و حملوا علی خشب، موت في طاعة الله خیر من حیاة في معصیة الله و قال : تکون نبوة ما شاءالله لها أن تکون ثم تنقضي، ثم تکون خلافة راشدة علی منهاح النبوة ماشاء الله لها أن تکون ثم تنقضي، ثم یکون ملکاً عضودا ( وارثیا) ما شاء الله له أن یکون ثم ینقضي، ثم تکون جبریة ( دیکتاتوریة) ما شاء الله لها أن تکون ثم تنقضي، ثم تکون خلافة راشدة علی منهج النبوة، تعم الأرض.]

( خبر اوسئ چې د اسلام څرخ په تاویدو دی نو د اسلام سره ګرځئ کوم خواته چې ګرځي، خبر اوسئ چې د خدای کتاب او واکمني به سره بیلیږي خو تاسي له کتاب نه مه بیلیږئ، خبر اوسئ چې په تاسي به داسي امیران راشي چې د ځان لپاره به هغه فیصلې کوي چې ستاسو لپاره به یې نه کوي، که ورځني سر وغړوئ وژني به مو او که پیروي یې کوئ نو بې لاري کوي به مو، اصحابو ورځیني پوښتنه وکړه چې اې د الله تعالی رسوله! مونږ څه وکړو؟ هغه وفرمایل: لکه څرنګه چې د حضرت عیسی ملګرو کړي وه، په ارو به وریبلی شول په لرګو ( دار ) پورته کړی شول، د الله تعالی په اطاعت کې مړینه د هغه د نافرمانۍ د ژوند نه ډیره ښه ده او بیا یې و فرمایل: تر څو چې د خدای خوښه وي د نبوت نظام به وي او بیا به پای ته رسیږي، ورپسې به تر څو چې د الله تعالی خوښه وي د نبوت په طریقه باندي خلافت راشده به وي، هغه به هم پای ته ورسیږي، بیا به میراثي پاچاهي مینځته راځي او تر څو چې د خدای خوښه وي هغه به چلیږي، هغه به هم پای ته ورسږي، بیا به دیکتاتورۍ نظامونه وي او تر څو چې د خدای خوښه وي هغه به هم خپل نوبت تیر کړي، په پای کې به د نبوت د طریقې سره سم خلافت راشده منیځ ته راځي چې په ټوله دنیا به خپریږي.)

په اسلامي نړۍ باندي دا مسلط شوي پټ او ښکاره قوتونه ټول شریر او له خیر نه بې برخي او بیګانه فوتونه دي او د اسلام دښمنانو له ډیري مودې راهسي دوی د همدې کار لپاره روزلي او برار کړي دي.

ددې شریرو قوتونو ماتي او له مینځه وړل له جهاد، جهادي تحریک او روزني پرته په بل څه نه شي کیدای، د بربادۍ او تباهۍ، ظلم او وحشت ټول وسایل ددوی په لاس کې دي او دسلام ټول بهرني ا و داخلي دښمنان د شوم مثلث ( صهیوونیزم، کمونیزم، امپرالیزم) تر مشرۍ لاندي ددوی تر شا ولاړ دي. ددې مسلط شوو قوتونو له مینځه وړل آسانه خبره نده، هغوی به تر وروستۍ سلکۍ پخپل ځای پاته کیدو لپاره لاس او پښې وهي، نو ددې هدف د تحقق لپاره یوه داسي لښکر ته اړتیا ده چې د ډیر اوږده او له کړاونو ډک جهاد لپاره آماده او پدې لار کې یې هر راز درد او غم په ځان منلی وي او دا کار مخکي له هر څه نه جهادي روزني ته اړتیا لري ترڅو داسی مجاهدین وروزي چې له مرګ سره داسي مینه ولري کله خلک یې چې له ژوند سره لري، شپه او ورځ یې د اسلام او اسلامي پيښو غم خوړلو لپاره نذرانه کړی وي.

باید په یاد ولرو چې جهادي روزنه یو خاص باب ندي چې په ټاکلي وخت او زمانه کې په اسلامي تربیوي پروګرام کې شاملیږي، بلکي جهادي روزنه ددې پروګرام روح او د ټولو فصلونو تر مینځ مشترکه نښانه ده.

فکري او تربیوي څرګند حرکتونه په جهادي حرکت باندي بدلول له ځان سره ډیر مشکلات او خطرات لري، په داسي حال کې چې په پیل کې په جهادي اصولو باندي ددې حرکتونو جوړلو د زیات اثر درلودونکي او د دښمنانو لپاره لوی خطر وي او په اسانۍ سره کولای شي جاهلیت ختم او په ځای یې اسلام حاکم او قائم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x