نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (9) – جهادي روزنه یعني څه؟

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

جهادي روزنه یعني څه؟

د جهادي تربیې ( روزني) معنی دا نده جې د روزني نور اړخونه له نظره وغورځول شي، یوازي په پوځي او جنګي زوني باندي اکتفا وشي، روحي، فکري، سیاسي او تحریکي رزونه هیره کړای شي، بلکه د جهادي زورني معنی دا ده چې د فرد او ډلي یا ټولني په زړه کې جهادي روح را ژوندی شي او بیا همدا جهادي روح د نورو کارونو او اړخونو تر مینځ د پیوستون وسیله او عووان و ګرځي. دا زورنه داسی انسان جوړول غواړي چې ژوند یې د اسلام لپاره وي.

خپل ځان او منزلت پیژني ا و په پوره چټکۍ سره د خپل رول ادا کولو په خاطر تیاری نیسي، زړه یې تل له خدای سره وي، یوازي د دنیا لپاره ژوندی نه وي بلکي خپل وخت او ځان یې د آخرت او دعوت لپاره هم ټاکلی وي. د خدای په لار کې د شهادت تږی وي او ددې شعار چې وايي ( د خدای په لار کې شهادت مو تر ټولو لوړه آرزو ده) ریښتونی پيرو او ممثل وي.

جهادي روزنه داسي انسان جوړوي چې تخصص او وظیفه یې که هر څه وي خو هغه د خدای د لاري یو ریښتونی مجاهد وي چې خپل تخصص یې دجهاد لپاره نذز کړی وي. هغه عالم او مجاهد ډاکټر وي، مجاهد لیکوال وي، مجاهد انجنیر وي، مجاهد ښوونکی وي او مجاهد … په دې ترتیب جهاد د هغوی ټولو ګډه بیلګه او نښانه وي.

جهادي روزنه لاندینو دوو ټکو ته ډیر ارزښت ورکوي:

۱- د نفس خواته پاملرنه: او له خدای تعالی سره د هغه نژدیوالی، د الهي دیدار او الله جل جلاهن په لار کې شهادت سره مینه او له هر هغه څیز څخه د نفس ساتل کوم چې د دنیا او دنیوي خوندونو خواته بلنه کوي که څه هم حلال وي، نو که دا تر سره شي بیا دا نفس یو مجاهد نفس دی.

۲- د بدن لورته پاملرنه: تر څو داسي پیاوړی وي چې هم دفاع کولی شي او هم حمله او په دې دواړو ډګرونو کې د پوره پوهي او تجربې درلودونکی وي، خصوصاً په دې وخت کې چې دا ډول زده کړي او تجربې ډیري زیاتي شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

[ و من تعلم لغة قوم أمن مکرهم]

( چاچې د کوم قوم ژبه زده کړه نو له مکر نه یې بې غمه شو.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x