نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (10) – اسلام د جهاد لور ته بلنه کوي:

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

اسلام د جهاد لور ته بلنه کوي:

قراني او نبوي شواهدو او دلایلو ته په یو ځغلند نظر کتل دا څرګندوي چې اسلام د جهاد لور ته څومره پاملرنه کړې ده، د قراني لومړني نسل د ټولو فتوحاتو او بریالیتوبونو رمز په دې کې ؤ چې نوموړي نسل د جهاد مدرسه کې روزل شوی او وخت په وخت یې د جهاد شیدي رودلي وې.

له قرانکریم نه ځیني هغه آیتونه رانقلوو کوم چې د جهاد خواته هڅونه کوي، الله تعالی فرمايي:

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ [سورة البقره: ۲۱۶]

( تاسي ته د جنګ امر شوی دی او هغه تاسي ته ناکاره ښکاري، کیدای شي چې یو شی تاسي ته ناکاره وي او همهغه ستاسي لپاره ډیر غوره وي او کیدای شي چې تاسي یو شی خوښوئ او هماغه ستاسي لپاره بد وي الله جل جلاله پوهیږي او تاسي نه پوهیږئ.)

فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآَخِرَةِ [سورة النساء : ۷۴]

( د الله جل جلاله په لاره کې جنګیدل هغو خلکو ته په کار دي چې د آخرت په بدل کې د دنیا ژوند پلوري.

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ [سورة الانفال: ۶۵ ]

( اې پیغمبره ! مؤمنان جنګ ته وهڅوه.)

قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ [سورة التوبه: ۳۰]

( له اهل کتابو نه د هغو خلکو په خلاف و جنګیږئ چې په الله جل جلاله او د آخرت په ورځ ایمان نه راوړي او څه چې الله تعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم حرام ګړیدي هغه نه حرامه وي او حق دین خپل دین نه ګرځوي.)

انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ [سورة التوبه:۴۱]

( او د الله جل جلاله په لار کې پخپلو مالونو او پخپلو سرونو سره جهاد وکړئ، دا ستاسي لپاره ډیره ښه ده که تاسي پوهیږئ.)

له مبارکو احادیثو څخه هم د جهاد په هلکه له روایت شوو احادیثو نه ځیني په لاندي ډول سره رانقلوو:

[ من لقی الله بغیر أثر من جهاد لقی الله و فیه ثلمة](د ترمذي او ابن ماجه په روایت)

( څوک چې په داسي حال کې له خدای تعالی سره مخامخ شي چې د جهاد اثر پرې نه وي، نو دا به داسي ورسره مخامخ کیږي چې کمي پکې وي.)

[من مات و لم یغز، و لم یحدث نفسه، مات علی شعبة من النفاق] ( د مسلم او ابو داؤد په ورایت)

( څوک چې په داسي حال کې مړ شو چې نه یې غزا کړې وي او نه یې ورته ځان تیار کړی وي او نه څه ورپیښ شوي وي، دی د نفاق په یوه ځانګه کې مړ شو.)

د جهاد اکبر او جهاد اصغر روايت صحيح ندى!

د مسلمانانو او حتی د اسلامي بلونکو له خطاګانو نه یوه دا ده چې قتال ( جنګ) ته جهاد اصغر وايي او دا هم ځکه چې داسي یو روایت راغلی او خور شوی دی چې وايي:

( رجعنا من الجهاد الأصغر إلی الجهاد الأکبر، قالوا: و ما الجهاد الأکبر؟ قال: جهاد القلب او جهاد النفس)

( له جهاد اصغر نه جهاد اکبر ته را وګرځیدو، ویې ویل: جهاد اکبر کوم دی؟ ورته ویې فرمایل: له نفس او زړه سره جهاد ته جهاد اکبر وايي.)

امام حسن البناء شهید رحمه الله ددط روایت په هکله لیکلي:

( ځیني کوښښ کوي په دې سره خلک د جنګ له ارزښت نه غافل کړي او جنګ ته له تیاري او جهاد نه کولو نه یې وګرځوي ، دا روایت حدیث نه دی. حافظ ابن حاجر رحمه الله په ( تسدید القوس) کې وائي:

دا روایت د خلکو په ژبو مشهور شوی او دا د ابراهیم بن عبله قول دی، عراقي د الأحیاء نومي کتاب د حادیثو په تخریج ( ایستو) کې وایي:

دا قول بیهقي له جابر نه په ضعیف سند سره روایت کړی دی او خطیب بغدادي هم په خپل کتاب کې له جابر را نقل کړی دی.

که فرضا دا صحیح حدیث هم وي، په هیڅ صورت کې هم د جهاد پریښولو او د کفر له تیري نه د مسلمانانو د وطن نه د دفاع نه کولو معنی نلري، بلکي معنی به یې دا وي؛ له نفس سره تر هغه پوري جهاد کول تر څو هر عمل یې خاص د الله تعالی لپاره شي.

دلته ډیر داسی شیان شته چې له جهاد سره تړلي دي لکه په نیکۍ امر او له بدۍ نه منع کول، په حدیث شریف کې راغلي:

[ألا إن أعظم الجهاد کلمة الحق عند سلطان جائر] ( تر ټولو لوی جهاد د ظالم حکمران په وړاندي د حق خبره کول دي.)

خو ددې ټولو کارونو نه یو هم د خپل ځښتن لپاهر د لوی شهادت او محاهدینو ثواب په شان د ثواب موجبونکی نه دی تر څو د خدای په لار کې یا مړ نه شي اویا نور ونه وژني.

لمړنی مجاهد رسول الله صلی الله علیه وسلم:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدای د لاري مجاهد لپاره لوړه نمونه او لوی مثال دی. هغه د مسلمانانو لپاره داسي نیکه قدوه ده چې جهاد کوي او په خپل نفس کې د جهاد ټولي غوښتني پوره کوي.

شجاعت ( میړانه):

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی وايي:

( رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلکو بهتر، سخي او غیرتي او شجاع ( میړنی ) وو. یوه شپه څه آوازونه واوریدل شول. د مدینې خلک په وارخطائي سره د آوازونو په لور ورغلل، په لاره کې ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم چې تر دوئ د مخه د هغې خواته د ابیي طلحه د شاتوري آس په سپرلۍ تللی و او توره یې په غاړه وه، بیرته مخي ته راغی او خلکو ته یې اطمنان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x