
د اسلامي مبارزې الفبا (11) – قوت
لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م
ژباړه: سلطان محمود صلاح
قوت:
[عن ابي هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ألمؤمن القوي خیر و أحب إلی الله عزوجل من الؤمن الضیف، و في کل خیر. أحرص علی ما ینفعك، من استعن بالله و ال تعجز….]
( ابو هریرة رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
پیاوړی مؤمن د خدای تعالی په وړاندي له کمزوري مؤمن نه بهتره او قدرمن دی او په هر یوه کې خیر دی، د هغه څه لپاره کوښښ وکړه چې ګټه در رسوي، له الله تعالی نه کومک وغواړه او مه کمزوری کیږه.)
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قوت په ډګر کې نمونه او لوړ مثال ؤ. هغه مبارک د قریشو تر ټولو نه پیاوړي ځوان (رکانة بن عبدیزید) مات کړ او داسي یې راوپرزاوه چې بې واکه په ځمکه پریووت. ( ابن هشام )
د وسلې جوړولو ارزښت:
[عن عقبة رضی الله عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: إن الله یدخل بالسهم الواحد ثلاثة نفر الجنة: صانعه یحتسب في صنعة الخیر، الرامي به و منبله] ( رواه ابوداود)
(عقبه رضی الله عنه وايی: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي چې فرمایل یې: الله تعالی په یوه غشي درې کسان جنت ته داخلوي: هغه جوړونکی یې چې نیت یې خیر وي، ویشتونکی او غشي رسوونکی.)
نشي ویشتو ته هڅونه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم نښه ( هدف ) ویشتل د جهاد څرګنده بیلګه او د قوت اساسي سبب ګڼي:
[ عن عقبه بن عامر رضی الله عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم وهو علی المنبر یقول: و أعدوا لهم ما استطعتم من قوة؛ ألا إن القوة الرمی، ألا إن القوة الرمی، ألا إن القوة الرمی] ( رواه مسلم )
( عقبه بن عامر رضی الله عنه وایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واوریدل چې د منبر په سر یې وویل: د هغوی د مقابلې لپاره د خپل توان په اندازه تیاری ونیسئ، خبر اوسئ چې توان قوت ویشتل دي، درې ځله یې دا تکرار کړه.)
[و عن سلمة بن الاکوع رضی الله عنه قال مر النبي صلی الله علیه وسلم علی قوم ینتصلون فقال: ارموا بني اسماعیل فإن أباکم کان رامیاً] ( رواه بخاري)
( سلمه بن اکوع رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه قوم نه تیریده چې غشي یې ویشتل نو ورته ویې فرمایل: غشي وولئ اې د اسماعیل زامنو، ستاسو پلار هم غشي ویشتونکی وو.)
[ وعن سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: علیکم بالرمی، فإنه خیر أو من خیر لهوکم]( رواه طبراني)
(سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ویشتل د ځان کړئ ځکه هغه غوره دي او یا هغه ستاسي له غوره لوبو څخه دی.)
د نښي نه ویشتلو او هیرولو په باب ویرونه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازي دا چې مسلمانان نښې ویشتلو ته هڅوي بلکي په ډیر تأکید سره د هغې د دوام او ښې زده کړي امر کوي او له پریښوولو او هیرولو نه یې منع کوي.
[ عن عقبة بن عامر رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من علم الرمی ثم ترکه فلیس منا أو فقد عصی](رواه مسلم)
( عقبه بن عامر رضی الله عنه وايی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: چا چې ویشتل زده کړل او بیا یې پریښودل نو هغه زمونږ څخه نه دی او یا ګنهګار شوی دی.)
[ عن أبي هریرة رضی الله عنه ، عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: من تعلم الرمی ثم نسیه فهی نعمة جحدها وفي روایة: من ترک الرمی بعد ما علمه رغبة عنه، فانها نعمة ترکها، او قال: کفرها]( رواه طبراني في الصغیر والأوسط)
( ابو هریرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: چا چې نښه ویشتل زده کړل بیا یې هیر کړل، نو ده د نعمت ناشکري کړې ده، په بل روایت کې راځي: چا چې نښه ویشتل له زده کولو وروسته قصداً پریښوول، نو هغه نعمت پرې ایښی او یایې د نعمت کفران کړی دی.)
د نښي ويشتلو پخوانی او اوسنی ارزښت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسي جهادي تیارۍ له اړخونو نه نښې ویشتلو ته ځکه ډیره پاملرنه کړې ده چې ویشتل په هر وخت او هر زمان کې د جهاد ( جنګ ا و جګړې ) اساسي عنصر دی.
نښه ویشتل په حقیقت کې د قتال ( جنګ) ډیري غوښتني پوره کوي او د جنګ نور اړخونه او اړتیاوي د نښي ویشتلو په نسبت ثانوي او دویمه درجه بلل کیږي.
د نښي ویشتلو پخواني وسایل:
پخوا د نښي ویشتلو وسایل دا وه:
۱- د غشي ویشتل چې له لیندۍ نه ویشتل کیږي.
۲- د نیزې ویشتل چې د مټو به زور سره کیږي.
۳- د منچنو غزه ویشتل چې د ویشتونکي د مټو په زور ویشتل کیږي او تیږه یا د اوسپي ټوټه پکې وي.
۴ـ منجنیق ویشتل، منجنیق یو ډول خاص ګاړي دی چې د اور اچوونکو موادو یا جوش شوو اوبو یا ډبرو ویشتلو لپاره په کار راویستل کیږي او یا د دښمن د راغونډیدو ځایونه پرې وشتل کیږي.
د نښی ویشتلو ننني وسایل:
د نشي وشتلو د نننیو او پخوانیو وسایلو تر منځ ډیر ورته والی وجود لري د مثال په توګه:
۱- د تفنګچې ویشتل چې د مقلاع ( منچنو غزه ) له ویشتلو سره نژدیوالی لري ځکه دا د مشق له لاري د لاس په برابرۍ پوري اړه لري.
۲- د سپکو ماشیندار ډوله وسلو لکه کلاشینکوف او …
۳- د اوتوماتیکو ټوپکونو لکه ام ۱۶ ناتو او فال ویشتل.
۴- د سپکو ماشیندارو لکه دیکتریرف او…
۵- د متوسطو ماشیندارو لکه ګرینوف، ماشیندار ۵۰۰ ویشتل.
۶- د هاوان او توپ ویشتل.
۷- د صحرايي توپونو ویشتل.
۸- د ډول ډول توغندیو توغول.
۹- د ټانګ ضد راکټونو ویشتل لکه: آر پي جي
۱۰- د لاسي بمونو اچول
۱۱- د هوايي قواؤ ضد توپونو ویشتل
پدې ترتیب سره ګورو چې د جنګ او جګړې زیات شمیر پخواني او اوسني وسایل د نښي ویشتلو په کار راځي او همدلته د نښي ویشتلو زده کړې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د هڅوني او ترغیب اهمیت څرګندیږي. ( کیدای شي په دې اړه ( الموسوعة العسکریة ) نومي کتاب ته مراجعه وکړئ.