نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (12) – په اسلامي عمل کې د امنیتي روزني وجوب

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

په اسلامي عمل کې د امنیتي روزني وجوب:

د امن معنی آرامي، اطمنان او سالمتیا ده چې ضد یې ویره، خطر او پریشاني ده. او امنیتي روزنه د سلامتیا او آرامۍ له قائمیدو او له هر هغه څه نه ځان ساتلو څخه عبارت ده کوم چې سلامتیا له خطر سره مخامخ کوي.

ددې پخاطر چې د آرامۍ ( امن ) معنی ښه څرګنده شويې وي دلته ځیني هغه قرآني آیتونه رانقلوو کوم چې له ( امن ) نه یې په مختلفو اړخونو کې یادونه کړې ده. الله تعالی فرمایي:

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [سورة النور: ۵۵]

( الله جل جلاله له تاسي نه د هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو نه مخکی تیر شوي خلک یې ګرځولي وه ، دهغوی لپاره به د هغو هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله د هغو لپاره خوښ کړی دی او د هغه د ویري ( اوسنی ) حالت به په امن بدل کړي، هغوی زما بنده ګي کوي او زما سره څوک نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي نو همداسي کسان فاسقان دي.)

الَّذِينَ آَمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ [سورة الانعام: ۸۲]

( په حقیقت کې خو امنیت د هماغه کسانو لپاره دی او په سمه لاره برابر هماغه کسان دي چې ایمان یې راوړی او خپل ایمان یې په ظلم نه دی ملوث کړی.)

وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا [ سورة النساء: ۸۳]

( دوی چې کله کوم د ډاډ یا ویري خبري اوري هغه خپروي، په داسي حال کې چې که دوی هغه پیغمبر او د خپلي ډلي مسئولو کسانو ته ورسوي نو پر هغه به داسي ډول خلک و پوهیږي چې د دوئ په مینځ کې ددې خبري صلاحیت لري چې له هغې څخه سمه نتیجه واخیستلی شي، که پر تاسي د الله جل جلاله مهرباني نه وای نو ( ستاسي نیمګرتیاوي داسي وې چي ) له څو تنو پرته به نور ټول په شیطان پسي خوځیدلي ؤ.)

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آَمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ [سورة ابراهیم: ۳۵]

(یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم دعا کړې وه چې پروردګاره! دا ښار د امن و کرځوه ، ما او زما اولاد له بت پرستۍ نه وساته)

فِيهِ آَيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آَمِنًا وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ [سورة آل عمران: ۹۷]

(بیشکه تر ټولو لوی عبادتځی چې د انسانانو لپاره ودان کړای شو هغه هماغه دی چې په مکه کې دی هغه ته خیر او برکت ورکړی شوی او د ټولو نړیوالو لپاره د هدایت مرکز ګرځول شوی دی چې هغه کې څرګندي نښانې دي، د ابراهیم علیه السلام د عبادت ځای دی او هغه ته چې څوک ننوځي په امن شي، پر خلکو د الله جل جلاله دا حق دی چې که څوک د هغه لورته د رسیدو وس ولري د هغه حج دي وکړي، او که څوک ددې فرمان له عملي کولو نه انکار وکړي نو هغه دي په دې پوه وي چې الله جل جلاله د ټولو نړیوالو نه بې نیازه دی.)

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آَمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ [سورة النحل: ۱۱۲]

( الله جل جلاله د یو کلي مثال راوړی دی چې هغه د ډاډیني او بې غمۍ ژوند تیراوه او له هر لوی ورته پرېمانه روزي رسیدله چې کله هغوی د الله جل جلاله د پیرزوینو په ناشکرۍ باندي لاس پوري کړ نو بیا الله د هغه کلي په اوسیدونکو باندي د هغوی د ګړو او وړو دا خوند وڅکه چې د لوږي او ویري غمونه پرې خواره شول.)

دلته مونږ امن څه ته وایو؟

دلته له امن نه زمونږ مراد له هر هغه څیز نه د اسلامي عمل ساتل او سلامتیا ده کوم چې اسلامي عمل ته زیان اړوي او له خطر سره یې مخامخ کوي، برابره ده که دا زیان د یوه فرد له خوا وي او یا زیاتو، او یا د کوم ګوند او ډلي له خوا.

او په دې پسې د تنظیم، تنظیمي افرادو، تنظیمي وثایقو او شتمنیو سالم ساتلو په خاطر د ټولو نفساني او حسي لازمو او کاملو اجراآتو تر سره کول راځي.

بیا له دې سره دا هم تړلې چې باید د مخالفو دښمنو او سیالو ډلو د اهدافو، فعالیتونو او نیتونو د پیژندلو لپاره لازمه ګامونه اوچت شي او دهر هغه پلان او توطئې شنډولو په خاطر هلي ځلي وشي کوم چې د اسلامي عمل کار کوونکو سلامتیا تهدیدوي.

دښمنان امن څه ته وايي؟

مونږ که نن له امن او امنیتي روزني له اړتیاؤ نه خبري کوو خو دښمنان په دې ډګر کې له مونږ نه د وخت او امکاناتو له پلوه وړاندي دي او هغوی د خپلو هغه امنیتي وسایلو او ادارو لپاره کومي چې د اسلام او اسلامي نړۍ په خلاف توطئې جوړوي زیاته اندازه بودیجه تخصیص کوي.

دلته د امریکا د مرکزي جاسوسي ادارې په هلکه د یو لړ معلوماتو په وړاندي کولو بسنه کوو تر څو ووینو چې زمونږ دښمنان امنیتي اړخ ته څومره ارزښت ورکوي:

د امریکا مرکزي جاسوسه اداره (CIA) وروسته له هغه رامینځته شوه کله چې ددې پیړۍ په څلورمه لسیزه کې جاپان په پاسفیک کې په امریکايي جنګي بیړۍ باندي ناڅاپي حمله وکړه او هغه یې بالکل له مینځه یوړه. نوموړې پیښه دامریکا د مرکزي جاسوسي ادارې د جوړښت لوی لامل ؤ تر څو امریکایې قواوي د همدې ډول ناڅاپي حملو نه په امن شي.

ددې جاسوي ادارې اوه پوړیزه دفتر په واشنګټن کې د درې هکتاره ځمکي په مساحت کې پروت دی، له زرو نه زیاتي کوټې لري او ځیني کوټې یې له پنځه سوه نه زیاتو کسانو ګنجایش لري، داسي میدانونه پکې وجود لري چې درې زره موټر پکې دریدای شي. د دې دفتر د جوړښت لګښت له ۶۴۰ میلیونه ډالرو نه هم زیات ؤ او یوازي په واشنګټن کې د جاسوسي نوموړي ادارې د کارکوونکو شمیر لس زره کارکوونکو ته رسیږي.

جاسوسي وسایل یې عبارت دي له: څیړونکي، پوځیان، پوهان ، د کیمیا عالمان، قانون پوهان، دعلم نفس ( روحیاتو) عالمان، اتوم پوهان، سیاستمداران، ژب پوهان او جغرافيې عالمان. ددوی زیات شمیر کسان علی الاقل په څلورو ژبو سره په پوره آسانۍ خبري کولای شي او ځیني نور یې حتی په ۲۳ ژبو خبري کولای شي.

د جاسوسۍ دا دفتر د ډول، ډول کتابونو، ارشیف، میکروفلم، کمپیوټرونو، نقشو، د فوري ژباړي د راز راز وسایلو درلودونکی دی کوم چې د هغه معلوماتو په ساتلو کې مرسته کوي چې د جاسوسانو په واسطه د نړۍ له هر ګوټ نه دوی ته را رسیږي.

په دې ډول سره امریکا د نړۍ د بل هر دښمن قوت صلیبي وي که صهیونیستي او یا کمونیستي معلومات راټولوي او جاسوسي اعمال ترسره کوي او بیا د همدې په رڼا کې د اسلام، اسلامي تحریک او اسلامي ولسونو او د هغوی د مهمو قضایاوو به خلاف خپلي توطئې په کار اچوي او همدوی ( دښمنان) دي چې ګودتاګاني به لاره اچوي، حکومتونه نسکوروي، فکرونه او دماغونه د ځان مزدور ګرځوي، تنظیمونه او ادارې د خپلو ګټو په محور څرخوي که څه هم دا کار د ملتونو او ولسونو د وینو او سرونو په قمیت هم وي.

امن د سالمي مبارزې حتمي اړتیا:

کله چې په اسلامي عمل کې د امنیتي روزني او امنیت نه خبري کوو نو به دې سره هغه کار را یادوو کوم چې ډیر وخت مو هیر کړی و او هغه واجب مو سترګو ته دریږي کوم چې ډیره موده مو نه ؤ ادا کړی.

اسلامي عمل که څه هم له فکري او تربیوي پلوه پر مخ تللی او د کارکوونکو سیاسي او تحریکي پوههیې مخ په زیاتیدو ده خو په جهادي او امنیتي ډګر کې وروسته پاتي او په شا دی همدا وجه ده چې دښمنانو ته هیڅ هم نه ښکاري او په اسانۍ سره ور باندي تیری کولای شي.

كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ (7) كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ (8) اشْتَرَوْا بِآَيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (9) لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ [سورة التوبه: ۷-۱۰]

( خو له دوی پرته له نورو مشرکانو سره کوم تړون څنګه کیدای شي چې کله هغوی داسی وي چې که په تاسی یې لاس بر شي نو نه به ستاسي په باب د کومي خپلوۍ لحاظ وکړي نه به د کومي معاهدې د مسئولیت، هغوی تش په خوله ستاسي د خوشحالولو هڅه کوي خو زړونه یې نه مني او د هغو ځیني زیاتره فاسقان دي. هغوی د الله جل جلاله د ایتونو په بدل کې لږ غوندي قمیت ومنه نو د الله جل جلاله په لاره کې خنډ شول، ډير بد کړه وړه ؤ چې دوی وکړل، د مؤمن په باب نه دوی د خپلوۍ لحاظ ساتي او نه د کومي ژمني د مسئولیت، او زیاتی تل د همدوی له لوري شوی دی.)

د اسلامي مبارزې لپاره امنیتي تیاری او آماده ګي له څو پلوه ضروري او حتمي ده:

۱- دا کار ( امنیتي تیاری) اسلامي تحریک له دې نه خبروي چې په شا او خوا کې یې څه تیریږي، څه ډول طرحي او پلانونه ورته جوړیږي او په دې سره به تحریک غافل نه وي ا و نه به هم له یوې ناڅاپي خطرناکي پیښي سره مخامخ کیږي.

۲- نوموړی عمل د لازمو احتیاطي تدابرو په اخستلو کې هم مرسته کوي، د هري پیښی او حادثي په وړاندي د لازم اقدام او علم کولو غوښته کوي، چې بیا به د ناڅاپي پیښو نه ویره او ډار نه وي.

۳- امنیتي آماده ګې صف پیاوړی ساتي او نه پریږدي جاسوس او مزدور پکې ور دننه شي ( پکي ځای نیسي.)

۴- دا اسلامي صف له دې نه هم ساتي چې نور افکار او نظریات ورننوزي او یا بل سیاست ورباندي اغیزه وکړي، بلکه اسلامي تحریک به په همغه خپله کښل شوي لار ثابت او قایم ولاړ وي.

هو امنیتي تیاری نه پریږدي بل فکر او سیاست په اسلامي صف باندي اغیزه وکړي که هغه د دښمنانو طرحه ده او که پخپله د داخلي قوتونو له مرکز او یا دوستانو له خوا نه وي.

۵- او همدا راز دا ډول تیاری د اسلامي صف، افرادو او هر ډول دارايي امن تظمینوي.

د امن اړخونه:

امن د عمل، تنظیم او تحریک د فعالیت او کار د دائرې په تناسب زیات او مختلف اړخونه لري، ځکه هغه څه چې لوی دولت ورته اړه لري کیدای شي وړوکی دولت ورته اړه ونه لري او هغه څه چې تنظیمونه ورته اړه لري، هغه د دولتونو په کار نه راځي.

خو کولای شو دلته هغه اړخونو ته اشاره وکړو کوم چې په هر حالت او هر صورت کې امن ته اړتیا لري او هغه دا دي:

۱- د افرادو امن: او دا له هغه کار او کوښښ نه عبارت دی کوم چې افراد له هر هغه څه نه ساتي چې دوی تهدیدوي یا یې له خطر سره مخامخ کوي، او یا یې ناخوالو ته سپاري.

دا به ددې حلقې په پای کې د امنیتي روزني په هلکه د خبرو په ترڅ کې په مفصله توګه وڅیړو.

تحریک مسئولیت لري چې د خپلو افرادو د ویني او ځانونو ساتلو او له هلاکت او تفریط نه د بچ پاته کیدلو پخاطر د خپل توان په اندازه ټول لازم اسباب په کار واچوي.

دا خبره په هیڅ صورت هم له جهادي روزني سره کومه چې مونږ مخکي ورڅخه خبري وکړې تناقض نه لري، بلکه دا له هغې سره تړلې ده او یا دا چې دا د هلاکت او جهاد تر مینځ بیلونکی دی.

د قیادت د امن پخاطر سعد بن معاذ رضی الله عنه د څپر یعني د قیادي مرکز جوړولو پیشنهاد وکړ او ویې ویل: یا رسول الله، آیا ستا لپاره یوه څپره نه جوړوو چې پکې ناست وې، د سپرلۍ وسیله به دې هم همدلته درته تیاره کړو، بیا به مونږ له دښمن سره مخامخ شو. که چیري الله تعالی عزت راکړ او پر دښمن یې بریالي کړو، نو دا زمونږ خوښه او ارزو ده اوکه بری نه ؤ نو ته به پخپله سپرلۍ سپور شې او له مونږ به پاتي کسانو سره به یو ځای شې. ( سیرة ابن هشام ( د بدر غزا))

او د افرادو د سلامتیا پخاطر د جګړې په وخت کې د لمونځ په دوو جماعتونو سره روا شوی، تر څو د اسلام د سنګرونو ساتنه یوه لحظه هم ونه ځنډیږي، الله تعالی جل جلاله په دې هلکه فرمایي:

وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَقْصُرُوا مِنَ الصَّلَاةِ إِنْ خِفْتُمْ أَنْ يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوًّا مُبِينًا [سورة النساء : ۱۰۱]

( او کله چې تاسي په سفر ووتلی، نو څه باک نشته که په لمانځه کې لنډوالی وکړئ ( په تیره بیا) کله چې تاسي سره دا ویره وي چې کافران به مو وځوري؛ ځکه چې هغوی په ښکاره او څرګنده ستاسو دښمنۍ ته ملا تړلې ده، او اې پیغمبره! کله چې ته د مسلمانانو په مینځ کې یې او ( د جنګ په حال کې) له هغو سره په لمانځه ولاړ یې نو پکار ده چې له هغو (اصحابو) نه یوه ډله ستا سره و دریږي او وسله دې اخیستې وي ، بیا چې کله هغوی سجده وکړه نو وروسته دي ولاړ شي او هغه بله ډله چې تر اوسه یې لمونځ نه دی کړی درشي او ستا سره دي لمونځ وکړي او هغه دي هم تیارسۍ او په وسله سمبال اوسي، ځکه چې کافران دیته څارو دي چې که تاسي او خپلو وسلو او خپلو تجهیزاتو نه لږ شان غافل شئ نو هغوی به پر تاسي یو وار در توی شي.)

۲- د اسنادو او اسرارو امن: هر تنظیم داسي اسناد، طرحي او اسرار لري چې باید د دښمنانو په لاس ورنشي.

لوی دولتونه کله، کله د کومي پوځي طرحي او یا پلان، یا کیمیاوي ترکیب، یا ذروي پټ راز او یا نورو د کشفولو پخاطر په میلیونونو پیسې خرڅ کوي تر څو همداسي یو شی جوړ کړي او همدا وجه ده چې دولتونه تحریکونه او ډلي د خپلو شیانو د پټ ساتلو په خاطر هر راز هلي ځلي او اقدامونه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وروسته له هغه چې قریشو خپل عهد مات کړ د مکي د فتحي اراده وکړه نو دا خبره یې پټه کړه او ویې فرمایل:

[ أللهم خذ العیون و الأخبار عن قریش حتی نبغتها في بلادها] ( اې خدایه! قریش مه خبروې تر څو مونږ هغوی په خپل وطن کې په ناخبره توګه ونیسو)

دا راز دومره پټ وو چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خپلي لور عائشه رضی الله عنها کور ته ورځي او ورنه پوښتي چې په دې هلکه څه معلومات لرې او که نه، نو هغه رضی الله عنها ورته وايي: ( قسم په الله چې زه نه یم خبره)

ابن اسحاق وايي:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته د تللو اراده وکړه، نو حاطب بن ابي بلتعه قریشو ته یو لیک ولیکه تر څو هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې عزم نه خبر کړي، دا لیک یې یوې ښځي ته ورکړ، ددې لپاره یې مزدوري هم وټاکله تر څو دا لیک قریشو ته ورسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حاطب ددې عمل په هلکه د آسمانه خبر راغی، نو یې علی بن ابي طالب او زبیر بن عوام رضی الله عنهما په دې ښځي پسي ور ولیږل. هغوی په ښځې پسې ورورسیدل او لیک یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړ، بیا هغه مبارک حاطب راوغوښت او ورته ویې فرمایل: څه شي دې کار ته اړ ایستلې؟ حاطب وویل: یا رسول الله، قسم په خدای چې زه په خدای او رسول باندي مؤمن یم، دین مې نه دی بدل کړی، خو څرنګه چې زه یو بې قوم او قبیلې سړی یم، اولاد او اهل مې هلته له دوی سره ؤ نو د هغوی په خاطر مې دا معامله ورسره کوله.

حقیقت دا دی چې ددې ډول کار جزا مرګ وه، عمر بن خطاب رضی الله عنه د همدې جزا د تطبیق اراده هم وکړه او ویې ویل: یا رسول الله! اجازه راکړه چې سر یې پرې کړم ځکه چې سړی منافق شوی دی، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه بله وه او د هغه جهاد او په اسلام کې سابقه یې درنه وشمیرله او ویې فرمایل:

( اې عمره! څه خبر یې، کیدی شي چې الله تعالی د بدر په ورځ د بدر ګډون کوونکو ته خبر ورکړی وي او فرمایلي یې وي: ( څه مو چې خوښه وي هغه وکړئ، ما درته بخښنه کړیده.)

د حاطب ددې عمل په اړه الله تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ [سورة االممتحنة: ۱]

( اې هغه کسانو چې ایمان مو راړوی دی، که تاسي زما په اسره کې د جهاد کولو لپاره او زما د رضا د ګټلو په خاطر (وطن پرې ایښی او له کورونو څخه) وتلي یئ نو زما او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، تاسي د هغو سره دوستانه اچوئ، په داسي حال کې کوم حق چې تاسي ته راغلی دی د هغه له منلو نه هغوی انکار کړی دی او د هغوی چنلد دا دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او په خپله تاسي صرف په دې ګناه له وطن څخه باسي چې تاسي په خپل رب الله جل جلاله باندي ایمان راوړی، تاسي په پټه هغوی ته دوستانه پیغامونه لیږلي، په داسي حال کې چې څه چې تاسي په پټه کوئ او څه چې په ښکاره کوئ، په هر څه زه پوهیږم، هر څوک چې له تاسي نه داسي وکړي، هغه په یقیني توګه د سمي لاري نه بې لاري دی.)

۳- پوځي امن: پوځي امن د ډیر ارزښت درلودونکی دی ځکه د پوځي امن نشتوالی د لویو ماتو او خطرونو سبب کیږي.

د احد په غزا کې کله چې هغو پنځوسو غشو ویشتونکو خپل ځای پریښود، سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډير تأکید سره د مسلمانانو د شا لوري په ساتلو مکلف کړي وو او ورته ویلي یې ؤ چې خپل ځای به نه پریږدئ، حتی که و مو لیدل چې مرغان د مجاهدینو غوښي خوري.

همدا ددې سبب شو چې مشرکان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورورسیدل او هغه مبارک یې شدید ټپی کړ، مبارک غاښ يې ور شهید کړ، او د لویو اصحابو کرامو رضی الله عنهم نه یې زیات شمیر په شهادت ورسول.

د ذات الرقاع له غزا نه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلامي لښکر په یوه ځای کې تم کړ تر څو آرام وکړي او دمه جوړه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر ساتلو پخاطر د لازمو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې (عمار بن یاسر) له مهاجرینو او (عباد بن بشر) له انصارو نه په پيره ودرول.

کله چې دوی دواړه خپلي وظیفې ته حاضر شول، نو انصاري ( عباد ) مهاجر ( عمار) ته وویل: د شپې اول غواړې که اخر؟ چې پکې ستا لپاره زه پیره وکړم، هغه وویل: د شپې لومړئ برخه، بیا مهاجر پریوت او ویده شو او انصاري لمونځ پیل کړ، په دې وخت کې له دښمنانو نه یو تن راغلی چې ګوري عباد بن بشر لمونځ کوي، نو په غشي یې وویشت، عباد هغه راوکیښ او خپل لمانځه ته یې دوام ورکړ، دښمن هغه په دویم غشي وویشت، هغه یې هم راوویست په دریم غشي یې وویشت، رکوع او سجده یې وکړه او بیا یې خپل ملګری را ویښ کړ، او کله چې مهاجر د خپل انصاري ملګري ویني ولیدې ویې ویل: سبحان الله ولي دي اول راویښ نه کړم؟ انصاري وویل: یو سورت مې لوست او زړه مې ونشو چې تر خلاصون مخکي یې قطع کړم، خو کله چې په وار وار وویشتم نو رکوع مې وکړه او ته مې خبر کړې او قسم په خدای که چیري دا ویره نه وی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم را سپارل شوی سنګر به له لاسه لاړ شي، نو ځان به مې له لاسه ورکړی ؤ خو سورت به مې نه ؤ قطع کړی.

هغه اشتباهات چې تنظیم له خطر سره مخامخ کوي:

د اسلامي عمل د تاریخ او تحریکي ژوند له څیړلو نه دا راته څرګندیږي چې ځیني داسي اشتباهات او خطاګاني وجود لري چې دلته او هلته تکراریږي، اسلامي تحریک له خطر سره مخامخ کوي، دا ټول ځني اشتباهات عبارت دي له:

۱- نا مناسب فردي تصرفات: په دې معنی چې د تنظیم یو فرد او یا یوه ډله داسي کار وکړي چې د لوی تحریکي فاجعې سبب شي. د اوسني عمل له مینځه ددې پدیدې د اثبات لپاره به سلهاوو مثالونه وجود لري، ځیني یې داسي دي چې تنظیم یې له زیاتو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړی او اسلامي عمل یې په واټنونو شاته اچولی دی او دتنظیم په هره څانګه کې یې ژور دروزنه را مینځته کړي او دا ټول بیله کومي نتیجې او ګټي څه.

ځیني داسي کسان وي چې د تحریک او تنظیم د سیاست او قوانینو په ځای د خپلو عواطفو او احساساتو تابع وي، هغوی د هري پیښی په وړاندي متعصب او سخت نیوونکي وي. حکمت او تعقل ویره او ډار بولي، پلان او طرحې جوړول او د لازمو اسبابو او وسایلو نه کار اخیستلو ته د ایمان کمزوري وايی، دا ډول افراد د تنظیم لپاره زیات خطرناک دي، نو په کار ده چې له دوی نه ځان وساتل شي.

ځیني نور داسي افراد چې ټول تصرفات یې له خپلو شخصي ګټو سره تړلي وي، هغوی له دعوت سره تر هغې ملګرتیا کوي تر کومه چې ددوی ګټي خوندي وي، او کله هم چې د دوی ګټي په خطر کې ولویږي نو بیا د دعوت دښمنان او مخالفین وي او زیات وخت بیا ددې کوښښ کوي چې داسي شرعي اسباب او دلایل را پیدا کړي چې حقیقت پرې پټ کړای شي.

ځیني وخت بیا داسي وي چې مخکي له دې نه چې د افرادو شخصیت پوخ او پوره شي او له تجربې نه بریالي ووځي، مسئولیت ورسپارل کیږي، د دا ډول افرادو رشد او ترقي غیر طبیعي وي او په دعوت کې په داسي حال کې لویږي چې دعوت ددوی په زړونو کې نه وي پوخ شوی او نه وي لوی شوی.

ددې ډول کسانو عاقبت به له دې دوو خبرو نه خالي نه وي:

۱- دا چې کوښښ به وکړي چې دعوت د خپلو ګټو او غوښتنو تابع وګرځوي.

۲- یا دا چې دعوت به پریږدي، د دنیوي ژوند د ډیري کمي متاع او لږ قیمت په مقابل کې به یې وپلوري.

ځیني نور داسي کسان وي چې راز نشي ساتلی او دې ته نه ګوري چې دا ځای او مکان ددې خبري د ویلو لپاره مناسب دی او که نه او هر څه په هر ځای کې مطرح کوي، بیله دې چې ځای ته وګوري او بیا خبره مطرح کړي.

ددې کسانو خطر او زیان د دعوت او عمل په نسبت دومره لوی دی چې اندازه کول یې ګران دی ځکه دا د هغه ژبي کار دی کوم چې خبري یې خلک د قیامت په ورځ پړمخي په دوزخ کې اچوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړی دی چې خپلي ژبي وساتو، ځکه کیدای شي همدا ژبي په دنیا او آخــــــرت کې زمونږ د هلاکت سبب شي.

۲- داخلي اختلافات یا درزونه: داخلي درزونه د تحریکونو له مینځه وړونکي دي او که یې مخه و نشي نیولای او مناسبه ګټه ور څخه اوچته نشي نو تحریکونه کاملي نابودۍ ته سپاري.

درزونه او انشقاقونه صف تیت او پرک کوي او د کلمې یووالی له منیځه وړي. تحریک کمزوری او په پای کې له منیځه وړي او دښمنانو ته ددې جرأت ورکوي چې پر تحریک هجوم وکړي او د تصفیې لپاره یې ګام اوچت کړي. ان تردې چې انشقاق ( درز) د دداسي یوې دروازې حیثیت لري چې شیطان ورڅخه نفسونو ته ننوزي، ایمان یې خرابوي، اخلاق یې فاسدوي او پر ټولو ارزښتونو یې لوبي کوي.

په نبوي دور کې یوه وړه پیښه وه هغه هم له دیرو کسانو سره د مسلمانانو لخوا مقاطعه وه کوم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د تبوک غزا ته نه ؤ تللي. همدې پیښې د غسانیه پاچا دې ته و هڅاوه چې په اسلامي صف کې د درز اچولو کوښښ وکړي، ځکه دا فرصت یې د ځان لپاره مناسب وګاڼه او د همدې هدف لپاره یې د نوموړو دریو کسانو نه یوه ( کعب بن مالک) ته خط واستاوه نو راځئ وګورو چې څه وشول؟

کعب رضی الله عنه وایي: کله چې زه په بازار کې روان وم، چې د شام نبطي زما پوښتنه کوي او وايي کعب بن مالک به څوک راوښيي؟ کعب وايي: خلکو زما په لور اشاره وکړه او هغاه راته راغلی او د غسانیه د پاچا یو لیک یې راکړ چې په یوه ورښمینه ټوټه باندي لیکل شوی ، او پکي لیکلي وه ( اما بعد: خبر شوو چې ملګري دي درسره جفا کړې ده او الله تعالی کله هم ته سپکاوي ته نه یې ورکړی، نو راځه زمونږ سره یو ځای شه چې غم شریکي درسره وکړو.) کعب وايي: کله مې چې لیک ولوست نو ومي ویل: دا هم یو آزمایښت دی، خبره دې ځای ته راورسیده چې مشرک ته هم زما په نسبت طمعه پیدا شوه، لیک مې په تنور کې واچوه او و مې سوځه. ( سیرة ابن هشام)

بیلتونونه او انشقاقونه سربیره پر دې چې د اسلام او دعوت لپاره دردونه او خطرونه راوړي د خدای تعالی جل جلاله د قهر او غضب سبب هم دی، الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختلاف او بیلتون په هکله وعید او تهدید کړی دی ان تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

[ إنه ستکون هنات و هنات فمن أراد أن یفرق أمر هذه الأمة و هي جمیع، فأضربوه بالسیف] ( رواه مسلم)

( له ما وروسته به فتنې او بدي پیښې وي، که چا وغوښتل ددې امت یووالی له مینځه یوسي ( فتنه او شر جوړ کړي) په داسي حال کې چې دوی (اسلامي امت) متحد وينو ( که له دې کاره نه اوښت) که هر څوک وو په توره یې ووهئ.)

په دې هم باید پوه شو چې د اسلام دښمنان او د هغوی امنیتي وسایل او ادارې په اسلامي ساحه کې هره وړه او غټه پیښه په ډیر دقت سره څاري او د تخریب، نفاق او درز اچولو لپاره هر مناسب فرصت او وخت غنیمت شمیري او ورنه ګټه اچتوي.

غواړم دلته د ( امریکایي جاسوسي) نوم کتاب نه یو مثال راوړم کوم چې د امریکا او روسيې تر مینځ د شرائطو او فرصتونو څارل راته په ګوته کوي:

ددې پيښي لنډیز داسي دی چې ا مریکایي استخباراتو په ماسکو کې له خپل پټ اجنټ نه خبر تر لاسه کړ چې د کریملین ( آندریه) نومي کارکوونکی له روسي حکومت او قیادت نه خفه دی او دا هم ځکه چې د نوموړي ترفیع ( ترقي ) دوه ځله وسوځیدله سره له دې چې نوموړي د ترفیع مستحق هم ؤ، امریکایي استخباراتو دا فرصت د نوموړي کارکوونکي د ښکار کولو لپاره مناسب وباله تر څو د کریملین په زړه کې ددوی جاسوس وي او همداسي وشوه چې ( اندریه) د کمونیستي ګوند مرکزي قیادت په منیځ کې د یو مناسب پلان په نتیجه کې د امریکا جاسوس وګرځید.

۳- د دښمنانو په لاس کې لویدل او تنظیمي اسرار افشاء کول: ځیني خاص کسان داسي وي چې امنیتي تدابیر او اجراأت یې تر نظر هیڅ نه راځي، احتیاط ورته ګران او مشکل ښکاري، کیدای شي چې الهي تقدیر داسي وي چې نوموړی د دښمنانو د لاس آله شي، ورو ورو را پریوزي او داسي څه ورپیښ شي چې په فکر کې به یې هم نه راتلل او داسي به یې ویل هم نه چې ګویا دوی به هم په کومه فتنه کې لویږي او بیا نو شروع کړي، هر راز افشاء کوي او له هر څه نه پرده اچتوي.

له الله تعالی نه ثبات او سلامتیا غواړو…

او همدا وجه ده چې مسلمانان باید له مشکلاتو سره لاس او ګریوان کیدل خپل حتمي سرنوشت وبولي.

أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ  [سورة عنکبوت:۲]

(آیا خلکو دا ګڼلې ده چې هغوی به یوازي په همدومره ویلو پریښودی شي دا چې مونږ ایمان راوړ او هغوی به ونه ازمایل شي، په داسي حال کې چې مونږ هغه ټول خلک آزمایلي دي چې له دونه مخکي تیر شوي دي الله جل جلاله هرومرو دا ګوري ریښتنی څوک دی او دروغجن څوک دی)

او د مسلمانانو مسئولیت دی چې د خپل توان په اندازه ټول احتیاطي تدابیر خپل کړي او بیا په الله تعالی توکل وکړي، که الله تعالی له مشکلاتو سره مخامخ کړل نو باید د تیرو مؤمنانو په شان ثابت او ټینګ پاته شي او باید په دې سختو شرایطو کې د الله تعالی هغه آیتونه یادوي کوم چې د باطل په وړاندي د مقاومت کوونکو قصې کوي، د هغه مقاومت کوونکو قصې کوم چې مخالفین هیڅ زیان نشي ور رسولای تر څو چې د الله تعالی امر نه وي شوی.

مسلمانان باید په یاد ولري چې د اسلام لره د جهاد او له اغزو نه ډکه لاره ده او هغوی لومړني کسان نه دي چې له دا ډول ازمایښت سره مخامخ کیږي او نه به هم وروستي وي، بلکه دا سلسله روانه او جاري ده.

فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [سورة احزاب : ۲۳]

( دهغوی نه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي او هغوی پخپله کړنلاړه کې تبدیلي نه ده راوستې.)

په دې یې هم باید پوره باور وي چې نعمت خو هغه د آخرت نعمت دی او دنیا خو د مؤمن لپاره زندان او دکافر لپاره جنت دی. د مؤمن لپاره له الله تعالی سره دیدار دومره لویه خوشحالي ده چې مثال او نظیر نه لري.

الله تعالی په حدیث قدسي کي فرمایي:

[ و عزتي لا أجمع علی عبدي خوفین و أمنین، إذا خافني في الدنیا أمنته یوم القیامة، و إذا أمنني في الدنیا أخفته في الأخرة]

( قسم په خپل عزت چې زه خپل بنده ته دوه ځله ویره او دوه ځله آرامتیاوي نه ورکوم، که هغه په دنیا کې له مانه ووریرید، نو د قیامت په ورځ به امن او آرامي ورکوم او که هغه په دنیا کې له مانه ویره نه درلوده او ځان یې په امن کې باله نو په آخرت کې به یې وویروم.)

د هغه خطر اندازه کوم چې د دښمنانو په لاس کې د ځینو افرادو له لوییدو نه تحریک، دعوت او اسلامي عمل ته متوجه کیږي تر هغه معلوماتو پوري اړه لري کوم چې له نوموړو افرادو سره وي. معلومات چې هر څومره زیاتیږي په همغه اندازه خطر هم دروند او لوییږي او له همدې امله دعوت او تحریک د نوموړي فرد او د هغه د دعوت لپاره بلا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x