افغانستان

تازه خبر: طالبان وايي په سرښندونکي برید کې یې ۲۷ محلي پولیسوته مرګ ژوبله اړولې

له غزني نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوې نن له غرمې وروسته دغزني په شلګر ولسوالي دچاردیوال سیمه په سردار کلا کې دمحلي پولیسو په مرکز برید ترسره شوی او په پوسته کې میشتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.دغزني ولایت چارواکو پیښه تاید کړې خو دمرګ ژوبلې په اړه یې رسنیو ته څه ندي ویلي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې دیاد برید مسولیت منلي او دایې یو سرښندونکې حمله بللې، خبر پاڼه زیاتوي حمله نن ماسپښین ۳ بجې دمحمد ریحان په نوم دیوه سرښندونکي لخوا دموټربم په مټ چې په درنو منفجره موادو بار وو، ترسره شوه چې له امله یې پوسته په بشپړه توګه ویجاړه او ۲۷ تنه اربکیان پکې مړه او ژوبل شول. خبر پاڼه زیاتوي چې دسردار کلا دپوستې اربکیانو په یو شمیر عمده جنایاتو او دسیمې دخلګو په ځورلو کې یې لوي لاس درلود.
تر دې وړاندې هم دشلګر ولسوالي مرکز ته نیژدې دحبیب کوډلو سیمې په پوسته دطالبانو په وسلوال برید کې ۱۹ اربکیان وژل شوي وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x