د مینې عظمت «قدر و قيمت»

ژباړه – ابهام جمالزاده

کوم وخت روزګار ، خوښۍ ، غم ، غرور ، او مینې یوه ښکلې سحرا کې په ګډه ژوند کولو.
ناڅاپه خبر ترلاسه شو چې سحرا به ډېر ژر د خړ سېلاب لاندې شي.
ټولو مېشتو ځان ځان ته کښتۍ جوړې کړې او له جزیرې په وتلو شول، مګر مینې غوښتل تر پایه له جزیرې سره پاتې شي ځکه چې له جزیرې سره یې مینه لرله نو نه یې غوښتل یوازې یې پرېږدي ، کله چې جزیره اوبو لاندې کړه مینې له هغه کښتۍ چې په ډېره تېزۍ روانه وه مرسته وغوښته
او ویې وېل:  کولای شم زه او جزیره تاسو سره لاړ شو ؟
تېز رفتارې کښتۍ وېل نه بخښنه غواړم دا زما د لاسه نه کېږي.
همداسې یې له غرور پوښتنه وکړه:  کولای شې مرسته وکړې ؟
غرور هم ځواب ورکړ چې نه اوبخښه ځان دې ټول لوند او په خټه ککړ یئ نشم کوای تاسو له ځانه سره یوسم.
غم له مینې سره خواکې وو ، مینې له غم نه پوښتنه وکړه،
کولای شې مرسته وکړې ؟
غم هم په ډېر خواشینیتوب او په مات ږغ ووېل چې نه زه هم مرسته نشم کوای زه ډېر خفه یم غواړم یوازې واوسم.
بس مینې مخ واړولو ګوري چې مخ ته یې خوښۍ دي
مینه د خوښۍ خوا ته ولاړه چې خوښۍ له ډېرې مستۍ د مینې ږغ هېڅ وانه ورېدو ،
ناڅاپه د یو زاړه (بوډا) ږغ پرې وشو
مینې..! هې مینې….!!! اورې ؟
راشه زه دې له ځانه سره یوسم.
مینه ډېره خوشاله شوه دومره خوشاله شوه چې له ډېرې خوښۍ یې د خپل جانان (جزیرې) نوم له یاده ووتلو
او په ډېر تلوار د بوډا کښتۍ ته پورته شوه جزیره یې پرېښوده .
کله چې یې کښتۍ وچې ته ورسېده بوډا پخپله لاره لاړو نو دلته مینه ډېره حیرانه شوه او له ځانه سره یې ووېل الله څومره د دې بوډا پوروړې شوم چې زما ژوند یې وژغورلو.

مینې له علم نه پوښتنه وکړه:  دا بوډا څوک وو ؟
علم ځواب ورکړ: دا بوډا وخت وو
مینې بیا پوښتنه وکړه: نو څنګه یې له ماسره مرسته وکړه ؟
علم مُسکی شو
او په خوږه لهجه یې ووېل: یوازې وخت دی چې د مینې په عظمت (قدر او قیمت) پوهېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د