دیني، سیرت او تاریخ

دخنزیرغوښه په اسلام اوساینس کي(۵)

دخنزيرپرغوښه باندی دډاکترګلينډشيفرډ (Dr. Glen Sheperd) څېړنه

په کاناډااوامریکاکي په هرو۶ میاشتوکي یوانسان د(Trichinosis) ښکارکيږي، ددې ناروغۍ څخه اکثره خلک وژل کيږی، اوکه پاتی هم شي نودکاروړتیابه نه وي پکښې،هغه څوک چې دخنزیرغوښه خورئ له دې ناروغۍ څخه دخلاصون لاره نه لري، وبل لورته ددې ناروغۍ درملنه هم نشته، داځکه چې ددې ناروغۍ جراثیم په هیڅ صورت له منځه نشی تللای، نوترټوله ښه درملنه ئې داده چي دخنزیرغوښه ونه خوړل شي.

(Halal Meat M. Samee Ul Allah page 44)
Washington Post (31 May 1952)
دخنزیردغوښې دخوراک له کبله وانسان ته داپنځه ډوله چنجیان انتقالیږی:
1: Protozoan Ciliate or Balantindinm Coli
2: Pork Tape Worm
3: Trichina Round worm
4: Puerto Rico
5: Tania Solium
(World Health Focus)
ډاکتر(E.A. Widmed) اوډاکتر(Dr. Chandler) وايی:
ډاکتر(E.A. Widmed) اوډاکتر(Dr. Chandler) په دې آنددی چې ددې چنجیانوهیڅ درملنه نشته، اودامریکااوکاناډاپه هرو۶ کسانوکي یوکس داچنجی لري چې داډیرخطرناکه دي، دایوعادي چنجی نه دی بلکې دبشریت هلاکت دي.
دوی زیاتوي:
 دجرمني یوډاکترویلی دي چې دخنزیرپه غوښه کي یونوی چنجی کشف شوی دي چې ورته (Paxasite) ورته وایی اوداچنجی دبدن دسختودردونولامل ګرځي.
دخنزيردغوښې څخه  په عمومي ډول  تر(۱۰۰) زياتي  خطرناکې ناروغيانی ومنځته راځي چې موږئې دلته يوڅه بيانوو اوپه دې باندی اکتفاءکوو:
۱ – ميرګی:
دادخنزیردغوښودیوه چنجی تینیاسولیم څخه پیداکيږی، دادکلموڅخه ودماغ ته ځان رسوي اودمیرګی سبب ګرځي.
۲ – سوزش:
دخنزیردیوه بل چنجی څخه چې ټرایکينیلاسپایراټس ورته وایی دهغه څخه  سوزش اوسخت درونه پیداکيږي.
۳ – دغوړزياتوالی:
دخنزیرپه غوښه کي ترټولوغوښوزیات غوړدي، چې دازیات غوړدکولسترول سبب ګرځي، چې اغیزې ئې ډیرې ناوړي دي لکه دزړه تکلفونه ، درګونوبندوالی،ومرګ ته ښه راغلاست اوداسی نور…
۴ – سرطان:
دخنزیرغوښه دمختلفوسرطانوسبب ګرځي. دبیلګې په ډول سره :
دخنزیرغوښه دلویوکلمو، دمقعدې، دپراسټیټ دغدواودوینې دسرطان سبب ګرځي.
۵ – دمرګ سبب ګرځي:
دخنزیرغوښه چې وخوړل شي داپه بدن کي دزهروپه شان فعالیت کوي ډیرسخت دردونه پیداکوی اوبالاخره دمرګ سبب ئې هم ګرځوي.
۶ – دوينې کوالی:
دخنزیرغوښه دانسان وینه کموي.
۷ – دخنزيرغوښه دپراسايټ انفکشن (Parasite infection) سبب ګرځي:
دخنزیرغوښه دپیراسایت انفکشن سبب ګرځي، چې دادزړه رګونه له منځه وړي، پردماغ اغیزي کوي، وینه منجمده کوي، دزړه دوره راولی اوددې څخه علاوه د:
Gross Althenroma
Myocar Dial
 اوداسی نوروناوړوناروغیوسبب ګرځي.
۸ – دخنزيرغوښه مختلف چنجيان اوناروغۍ خپروي:
چې یوڅه ئې په لاندي ډول سره دي:
1: Tape worm
2: Round worm
3: Hook worm
4: Faciolopsis Buski
5: Paragonimus
6: Clonorchis Sinesis
7: Erysipelothrix Rhusionphathiae
(This is wormy world)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x