افغانستان

کندهار: یوه ملي سوداګر د خونړیو پېښو د مخنیوی په خاطر ۱۰۰ غوایان خیرات کړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): د کندهار ښار یوه ملي سوداګر «محمد یوسف مومند» د کندهار د وروستی پيښې قربانیانو ته د بخښني، د ټپیانو د عاجلي شفا او په راتلونکي کې دداسي خونړیو پيښو د مخنیوي په خاطر «۱۰۰ رأسه» غوایان خیرات کړه.

د کندهار څخه خبري سرچینې وايي چې دغه سل غوایانو څخه به یې ۲۰ په ښار کې او ۸۰ په ولسوالیو کې ووېشل شي.

په دغه مناسبت د «شرکت تجارتی لایف سټار» په انګړ کې راټول شویو خلکو د کندهار د وروستی پيښې قربانیانو ته دعاوي وکړي، د وژل شویو کسانو لپاره یې د خدای پاک څخه مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعاوي وکړې.

باید وویل شي چې د کندهار په ولایت مقام کې دننه چاودني ۱۱ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان کړه، چې اکثره یې جګپوړي چارواکي او د متحده عرب اماراتو دیپلوماټان او د بشري مرستو کارکوونکي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x