افغانستان

روسیه: طالبان دې د افغانستان حکومت سره سوله وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): کابل کې د روسیې د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسیه د طالبانو له مشرانو څخه غواړي چې د بین الافغاني تفاهم له لارې د افغانستان حکومت سره سوله وکړي او نور خپلې وسلوالې مبارزې ته د پای ټکی کښيږدي.

روسیې په افغانستان کې وروستۍ چاودنې او بریدونه غندلي او ترهګریز اعمال یې بللي. تېره اونۍ په کابل او هلمند کې چاودنو لسګونه امنیتي ځواکونو او ملي امنیت منسوبین ووژل شول او طالبانو یې مسؤولیت په غاړه واخیست.

په عین حال کې د کندهار د والي په میلمستون کې هم چاودنې د والي په ګډون د متحده عربي اماراتو سفیر ټپي کړ او د جګپوړو چارواکو په ګډون یې د اماراتو پنځه تنه د بشري مرستو کارکوونکي ووژل.

طالبانو د دغه برید له مسؤولیت څخه انکار کړی او ویلي یې دي چې کیدای شي د دولتي چارواکو د خپلمنځي اختلاف له امله رامنځته شوی وي.

په کابل کې د روسیې سفارت په خبرپاڼې کې ویلي چې «مونږ دغه ناوړه جرمونه په کلکو ټکو غندو، دا ډول بریدونه په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دي».

خبرپاڼه کې د متحده عربي اماراتو د دیپلوماټانو په ګډون د یادو پيښو قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې شوي او د برید د پلان کوونکو د محکمې غوښتنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې روسیې په ځانګړي توګه د طالبانو د مشرانو څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د بین الافغاني مذاکراتو له لاري د افغان سیاست برخه وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x