ارګ د عبدالحکیم مجاهد څرګندونو غوصه کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وویل چې طالبانو شل کاله مخکې د مجاهدینو ګډوډیو ته د پای ټکی کیښود او امنیت یې رامینځته کړی و، ارګ یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې «تروریستي ډلې» د سولې پرځای د نابودۍ مستحقې دي.

ښاغلي مجاهد وړمه ورځ د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ په یوې غونډه کې د جمعیت اسلامي ګوند د فقید مشر برهان الدین رباني هغه وینا اقتباس کړې وه چې په کابل د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې دغه ډله د «سولې فرشتې» بللې وې.

که څه هم د ښاغلي مجاهد څرګندونې د طالبانو په هغې دورې راڅرخېدې چې لا یې کابل نه و نیولی، خو د ارګ چارواکو ته یې اوریدل اوس له زغمه وتلي او د یوې توندې خبرپاڼې په ترڅ کې يې ویلي چې دولت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې «د هېوادوالو، ښځو او ماشومانو قاتلینو، د ټولګټو او مقدسو ځایونو او په لویه کې د هېواد ویجاړونکو ته د سولې د فرښتو خطاب وکړي».

د ارګ اعلامیه ګوتڅنډنه کوي چې دغه موضوع به په جدیت او دقت وڅیړي او پر وړاندې به یې قانوني اقدام وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد په خپلو څرګندونو کې د کمونیستي نظام مشران جنایتکاران او په ځانګړي ډول ډاکټر نجیب الله د میلیونونو افغانانو د شهادت او هجرت عاملین بللي وو.

د ارګ اعلامیه د نوموړي د وینا په همدې ټکو هم تم شوې او زیاته کړې يې ده چې «د افغانستان د ملي شخصیتونو او رهبرانو پر وړاندې ګستاخي او بې ادبي د افغانستان د عظیم ملت د خپګان او ناراحتۍ لامل کیږي او دغه ډول ناوړه اعمال هیڅ د منلو وړ نه دي».

ښاغلي مجاهد د کمونیستانو، مجاهدینو او طالبانو پر واکمنیو د نیوکې ترڅنګ په اوسني حکومت هم نیوکې کړې وې او ویلي یې و چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې له افراط څخه کار اخیستی. نوموړي د اوسني نظام قانونیت هم تر سوال لاندې ونیو.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دولت د یو مهم ارګان «سولې شورا» د مرستیال عبدالحکیم مجاهد په وړاندې د ارګ د توند موقف لامل د طالبانو په اړه د نوموړي څرګندونې دي، که د ګډحکومت په مشروعیت یې نیوکې د دې لامل ګرځیدلي چې د ارګ غصه راوپاریږي او که نور لاملونه لري.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم په حکومت غږ کړی و چې عبدالحکیم مجاهد بندي کړي او د قانون منګولو ته وسپاري او که نه نو «ملت» به په اقدام لاس پورې کړي.

د عبدالحکیم مجاهد هغه څرګندونې چې د شمالي ټلوالې او ارګ غوصه یې راپارولې په لاندې ویډیو کې کتلی شئ:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak khan
میلمه
mayak khan

تر لویه ستونزه په دغه هیواد کښې دا دی چې څوک هم ځان ګرم نه بولې او هیڅ وخت هم دمقابل لورې ښیګڼې او مثبت کارونه نه مني تل ځان معصوم او جانب مقابل مجرم بولي، او نافذه قوانین ترهغه مني چې د دوی ګټه او بفاء پکښې نغښتې وي، که داسې نوی نو آرګ میشت ولې دمجاهد صاحب خبرو غوصه کړي دی،آیا دمجاهد صاحب خبرې حقیقت ندي؟ آیا دغو یادشویو مشرانو دغه کړنې ندي ترسره کړې چې مجاهد صاحب ئې یاده ونه کړې ده؟ دلته خو دموکراسي ده او ترهرڅه زیاته ژمنتیا په دموکراسي کښې دبیان آزادي ته ورکړی… نور لوستل »

محمد ظاهر
میلمه
محمد ظاهر

زه فقط دومره وایم آیا دمجاهد صاحب خبرې د دوستم له کړنو څخه هم ډیرې سختې دي ؟
الله دی ظالمان تباه لری .