
سپـينـې واورې/ رضوان الله فيضاني
رضوان الله فيضاني
د وطن پر غرو ورېږي سپينې واورې
څه ښايسته ښکلې ښکارېږي سپينې واورې
روح بښونکې زېبايي ده پکې نغښتې
د زړه مينه پرې ماتېږي سپينې واورې
ګران هېواد مو دې په واورو تل رنګين وي
خدايګو ډېرې مې خوښېږي سپينې واورې
چې د لمر وړانګې راپورته شي پرې کله
عجيبه غوندې ځلېږي سپينې واورې
خدايه ګل وطن مو ګل لره په ګلو
ستا رحمت پرې راورېږي سپينې واورې
د الله د دين عسکر چې پکې درومي
خود به ډېرې خوشحالېږي سپينې واورې
د زخمي وطن زخمونه پرې ټکور شي
چې پر تن يې وغوړېږي سپينې واورې
( فيضاني ) د رحمتونو لوی څادر دی
د رب لوی فضل يادېږي سپينې واورې