د بنګلدیش محکمې ډاکټران په واضحو نسخو لیکلو امر کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): ډاکټران یو هغو طبقو څخه دي چې لیکل کوي نو لاس، پښې او سر یې ور ماتوي او اکثره یوازي هغه دوا خانې والا په پوهیږي چې د ډاکټر سره بلد او یا له مخکې څه شفرونه سره معلوم کړي وي.

دا یوازي په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په سطحه د ډاکټرانو ستونزه ده چې لیکل چټک او خراب کوي.

د بنګلدیش محکمې پرېکړه کړې چې ډاکټران به له دغه عادته راګرځوي، په ځانګړي ډول کله چې د هغوی په لاس لیکلي نسخې نور د لوستلو نه دي.

د بنګلدیش لوی څارنوال «مخلص الرحمن» ویلي چې له دې وروسته به ډاکټران د ناروغانو لپاه طبي نسخې په کمپيوټر لیکي او یا به یې په غټو (انګریزي تورو) لیکي چې د فهم وړ وي.

نوموړي وویل: «سترې محکمې د روغتیا وزارت ته امر کړی چې دغه امر په هیواد کې پر ټولو ډاکټرانو عملي کړي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې بیرته محکمې ته حال ورکړي».

همداراز محکمې امر کړی چې ډاکټران به د دواوو نومان نه لیکي، بلکې د هغو فارمولو نوم به لیکي چې په دواوو کې کار شوي، د مثال په ډول که ناروغ «پریسټامول» ته اړتیا لري، نو د یو خاص شرکت نوم به نه ذکر کوي لکه پناډول یا نور.

دغه قضیه په محکمه کې یوه وکیل «منزل مرشد» را پورته کړه، نوموړي موقف وو چې اوس مهال اکثره ناروغان په خپلو نسخو نه پوهیږي چې ډاکټر څه ورته لیکي حتی کله کله د میډیکل سټورونو والا هم نه پوهیږي. چې له امله یې اکثره ناروغانو ته غلطي دواګاني په لاس ورکول کیږي او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کیږي.

باید وویل شي چې د افغانستان په ټولو او پاکستان پښتون میشتو سیمو کې هم دا ستونزه ډېره جدي بلل کیږي چې د چارواکو چټکي مداخلې ته اړتیا لري.

نن ټکی اسیا په همدې مناسبت په فیسبوک کې د چټکي پلټني وروسته د ځینو ډاکټرانو لاندي نسخې وموندلې:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د