ورزش

افغانستان د صحرا جام په لومړۍ لوبه کې آیرلېنډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): نن د متحده عرب اماراتو په پلازمیني ابوظبي ښار کې دشیخ زاید د کرکیټ په میدان کې د افغانستان او آیرلېنډ تر منځ شل اوریزه لوبه تر سره شوه.

آیرلېنډ د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني (بېټنګ) پرېکړه وکړه.

آیرلېنډ په خپل وار د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډي جوړي کړې چې ډیري کمي ثابتې شوې او افغانستان په اسانۍ سره دغه هدف تر لاسه کړ.

د آیرلېنډ له خوا اوپنر «پاور سټرلینګ» ۲۵ او «ګېري ویلسن» ۲۳ منډي جوړي کړي.

د افغانستان توپ اچوونکو کې راشد خان، محمد نبي او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول، په داسي حال کې چې فرید احمد او دولت زدران بې وکټه پاته شول.

د ۱۲۶ هدف تر لاسه کولو لپاره افغانستان خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړه، چې په هغو کې محمد شهزاد ۲۹ منډي، نجیب ترکي ۳۱، اصغر ستانکزي ۶، سمیع الله شینواري۱۳ ، محمد نبي ۲۶، نجیب الله زدران ۱۱ منډي جوړي کړي.

افغانستان لوبه په ۵ وکټونو وګټله په داسي حال کې چې د لوبي ۸ بالونه لا پاته وه.
د لوبي غوره لوبغاړی «محمد نبي» ونومول شو ځکه چې نوموړي د ۲۶ منډو جوړولو سربېره ۲ لوبغاړي هم سوځولې وه.

د افغانستان راتلونکې لوبه د متحده عرب اماراتو سره په ۱۶ جنوري ده چې په شیخ زاید سټيډیم کې به تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x