شعـــــرونه

شپږ دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( مولوي رضوان الله فيضاني ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ

دردوونکيه مظلوميته تا شاعر کړم
زما خوار مظلوم ملته تا شاعر کړم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انقلاب د پاکې مينې را ژوندی کړم
سپا عشق او محبته تا شاعر کړم
عبدالباقي مهاجر

چې کرۍ ورځ سرګردانه پسې ګرځم
ای زما ستر مسؤليته تا شاعر کړم
ع. عرفاني

په زخمونو پرهرونو پروا نکړم
زما د سپين قلم نصيحته تا شاعر کړم
حبيب الله تراب

چې د هر ظالم ومخې ته سندان يې
زما ګران افغان ملته تا شاعر کړم
شاهين زابلی

زه له ټولې زمانې نه رابهر شوم
اې په مينه کې خلوته تا شاعر کړم
اجمل بارکزی

نور جهان څخه د زړه نه مرور شوم
زر درځمه ابديته تا شاعر کړم
نازولی ملنګ

د جهاد خوږه لزته تا شاعر کړم
ای سپېڅليه شهادته تا شاعر کړم
جنتي ملنګ

ته چې وران يې زړه مې هم درپسې دی
ای د وران وطن قسمته تا شاعر کړم
رحمت الله منصور

ژوند مې ټول ګوره غمونو کې راتېر کو
ای زما غريب حالته تا شاعر کړم
کامران خپلواک

د ننګونو دنګ نښانه طالب جانه
شم قربان دې له غيرته تا شاعر کړم
فتحان حنفي

د مظلومو سلګکيو ترجمانه
د غازي طالب حريته تا شاعر کړم
حمزه حسيني

که مو خپل نکړې ګلزار افغانستانه
بيا به ډېر يم ملامته تا شاعر کړم
عرفان مدني

ګل ځواني دې کړه لوګی د رب په مينه
په سرو وينو کې لت پته تا شاعر کړم
ابراهيم حنفي زرمتی

پر ټټر مې د مرمو زخم خوښېږي
د زمرو زمرو عادته تا شاعر کړم
تندراماتي

له غربي دېمکراسي نه مې بدکېږي
له اسلام سره الفته تا شاعر کړم
حمزه احرار

ځه نو څه ومه خو ستا له برکته
د خوږوې مينې خوږلته تا شاعر کړم
منصور افغان

ګرانه واخله چې ځواني درنه قربان کړم
ای سپېڅليه شريعته تا شاعر کړم
ذاهد افغان

ربه ته يې اجر مونږ ته رانصيب کړې
ای د بل وطن هجرته تا شاعر کړم
ثناءالله اميدي

هم مې توره هم قلم تر تا قربان شه
ای د کونډې خورکۍ پته تا شاعر کړم
ظريف افغان

جدايي دې په زړګي يم زخمي کړی
له ما ورکه شهادته تا شاعر کړم
هدايت بدر

زه خو ښه آرام هوسا ومه له وخته
ای تکليفه مصيبته تا شاعر کړم
رحمت الله منيب

هر حالت د دې دنيا راباندې راغی
خو پو ټولو کې غربته تا شاعر کړم
لياقت الله حيدري

چې آواز د غم په ورځ او شپه کې اورم
زما ګونګه حقانيته تا شاعر کړم
محب الله محب

ای ستړياوو د هجرته تا شاعر کړم
زما خوار غريب قسمته تا شاعر کړم
هدايت الله طلحه

په اورونو کې مې ګل ځواني کباب کړه
د الله (ج) د دين خدمته تا شاعر کړم
حافظ ابرار

ای د حسن بادشاه حسن همدا ته يې
حسن ستايم له کثرته تا شاعر کړم
عبدالمالک وفا

ښکلي ډېر دي په دنيا ګرځي راګرځي
د طالب جانان زينته تا شاعر کړم
صحرايي زلمی

ګل ځواني به ستا په لاره کې قربان کړم
ای سپېڅليه امارته تا شاعر کړم
ارماني مجاهد

فراقونو د هجران او زندانونو
د ملګرو شهادته تا شاعر کړم
صياد افغان

د سره اور د لېونو راز ته حيران يم
استشهاده کرامته تا شاعر کړم
محمد عمر هاشمي زرمتی

د دې دومره لوی اشغال پر وړاندې چوپ دي
د دې نن عصر غفلته تا شاعر کړم
رحيم الله شېرمل

زموږ د چم خلک اکثره پرتا وياړي
زموږ امام د هدايته تا شاعر کړم
رومان اعجاز

اخ حسين له هر صورته پکې ورک شو
زړه بښونکيه شان سيرته تا شاعر کړم
احمدي وقاص

د ذاهد له شاعرۍ سره به څه وو
د ټولنې حقيقته تا شاعر کړم
ذاهد ابراهيم خېل

ته مې کور د وينې مينې عقيدې يې
د طالب پاک امارته تا شاعر کړم
د خړې حجرې خړ طالب

تورې څڼې او چنار ځواني يې دنګه
د طالب حسين زينته تا شاعر کړم
محی الدين حقيار

چې نسکور دې کړل د کفر غټ برجونه
د طالب جانان غيرته تا شاعر کړم
تسل منيب

چې د وخت په ټولو ښکلو کې ممتاز دی
د طالب لالي همته تا شاعر کړم
مامون

د غزل او شاعرۍ سره يې څه وو
د پښتو ژبې فطرته تا شاعر کړم
عرفاني

د زړه مراندې مو په تاپسې تړلې
ته مې بيا يې تر جنته تا شاعر کړم
آتل شهاب

زما زړه کې ستا معصوم آهونه نغښتي
زما ملال ملال ملته تا شاعر کړم
خيال کوچی

چاودې پښې ببرې څڼې چې ګرځېږم
د الله د لار محنته تا شاعر کړم
ملا مطمئن

ثاني نه لري په حسن کې اشنا مې
د جانان د مخ صفته تا شاعر کړم
احمد جان

دا چې ژبه دې پښتو شعر پښتو دی
د پښتو سوچه الفته تا شاعر کړم
پښتون

زه به تل ساتمه ستا هريو يادګار دې
د جانان خوږ محبته تا شاعر کړم
ذاهد افغان

نه مې غم وه نه مې درد چېرته لېدلی
د زخمي طالب زحمته تا شاعر کړم
حقيار افغان

ببر سر او لوڅې پښې ګرځم په غرونو
د سنګر خوږ محبته تا شاعر کړم
مهاجر شنواری

دردوونکيه مسلمانه تا شاعر کړم
ای زما خواره قسمته تا شاعر کړم
طالب خطر

صدقه دې له سپېڅلو پرګنو شم
زما ګرانه امارته تا شاعر کړم
اباسين جانان

طالبي د کړاوونو ستړی ژوند وي
زما خوږه سعادته تا شاعر کړم
خالق يار احمدزی

چې په مينه دې زلمو ته غېږه ورکړه
د غزاوو شهادته تا شاعر کړم
عصمت الله بشام

سپېره غرونه ګړنګونه به ماڅه کړل
د عمر سپين عدالته تا شاعر کړم
احسان الله ملال

د تکبير په زمزمو باندې دې ستايم
د غزاوو امامته تا شاعر کړم
نظير احمد نظير

زړه مې ستا له مينې ډک دی استشهاده
ته مې بوځه تر جنته تا شاعر کړم
بدري زړګی

چې مسکی مسکی مې خواته را نږدې شو
د جانان ای شرارته تا شاعر کړم
حنظله ميوندوال

ای ترينګې تريخ حالته تا شاعر کړم
د لويديځ ظلمه وحشته تا شاعر کړم
مدثرفراهي

بې غمۍ په خوب ويده يې مسلمانه
يې بې غم که بې غيرته تا شاعر کړم
ابوبکر غفران

څومره خوږ يې ځکه تل راسره مل يې
د جانان د ياد لذته تا شاعر کړم
سيف الله محمدي

نه شاعر وم نه مې قصد د شاعرۍ وو
زما زړه ډک له الفته تا شاعر کړم
نامعلوم

په ستم او په ظلمونو يې تباکړو
په نامه د بشريته تا شاعر کړم
الهام ميوندي

همېشه مې تصور ورکې کولو
د جانان ښکلې صورته تا شاعر کړم
شريف کابلی

يتيمان او کونډې ټول راته يادېږي
ای غمجن غمجن حالته تا شاعر کړم
حاجي محب الله

په رخسار يې تسلسل دي د خولو
ملغلرې بېش قيمته تا شاعر کړم
وصال سبيل

د مؤمن ښايسته صفت يې مهاجره
د آقاص) ښايسته صفته تا شاعر کړم
بدرالدين عمري

بغدادي مې سرته نه وه رسولې
آباد اوسې امارته تا شاعر کړم
محزون ملنګ

چې د ژوند هره لحظه کې مې يادېږي
د غازي منصور رحلته تا شاعر کړم
فاريابي حقيار

دا دنيا او ما فيها تا پيداکړې
ای د يو الله قدرته تا شاعر کړم
حاکمي اشنا

کندهار ، هلمند ،کابل يې په لړزه کړ
د طالب تکتيک حکمته تا شاعر کړم
غريب کوچی

زه پرې فخر کوم دا زما مسکن دی
ای سپېڅليه افغانيته تا شاعر کړم
عزت الله احمدي

مجاهده جدايي دې فرديسي کړم
راته ګرانه شهادته تا شاعر کړم
عبدالمجيد جواد

پاتې شونی خړ سنګر دې غازي ياره
يم ولس ته ملامته تا شاعر کړم
صهيب ذاکر تګابي

د مظلومو ولسونو هسک مناره
د طالب جانان غيرته تا شاعر کړم
ذاهدي سهاک

چې صفت د استشهاد کې دې شامل کړم
ای د لوی الله رحمته تا شاعر کړم
قاري حسين

هر يو کاڼی دې په سرو وينو لړلی
ای غازي غازي ګوربته تا شاعر کړم
حافظ بلال امارتي

په ارمان دې لوند ګرېوان تل ګرځومه
راته راشه شهادته تا شاعر کړم
حنفي معتصم

زړه زما هم اوس هم ډېر پسې ځورېږي
د شهيديار کرامته تا شاعر کړم
نصرت الله خان

ما له هر چا بدې ردې اورېدې چې
ځورېدمه اي غيرته تا شاعر کړم
خان اغا حميدي

چې سمبول دازادۍ شوې دې جهان کې
مجاهده کرامته تا شاعر کړم
سيف جان

هرې خواته دي يتيم يتيم بچي دي
ای زمان زخمي مالته تا شاعر کړم
ستوری

هرې خواته دي پراته په ګړنګو کې
مجاهده با همته تا شاعر کړم
جمعه ګل صابري

په دردونو تکليفونو کوي صبر
د بندي جانان خصلته تا شاعر کړم
عبدالمالک عابد

عرفاني دستا کومک او همکاري ده
له اخلاص او صداقته تا شاعر کړم
شاهد لوګروال

د سپېڅليه محبته تا شاعر کړم
د خواږه جانان صفته تا شاعر کړم
مخلص کوچی

شاعرنه وم له شعرو سره بلد شوم
د جمعې شپې برکته تا شاعر کړم
زرقاوي مهاجر

د غليم د سترګو خار غازي کندز دی
ای د شيخ صيب صلاحيته تا شاعر کړم
اسد خان

زه عابد يې په دعا کې يادومه
د د فاتح خوږ شهادته تا شاعر کړم
عابد افغان

چې مې اوښکې په ګرېوان در پسې توی شوې
ای زما خواره قسمته تا شاعر کړم
نعمت الله خاکی

دا چې زړه مې نه صبرېږي له سنګره
ای د مينې خوږ لذته تا شاعر کړم
عطا حقاني

په والله چې کرامت ته يې حيران يم
د شهيدګرانه شهادته تا شاعر کړم
ځلان لغمانی

چې نړۍ ته يې رڼا ځان سره راوړه
د هغه جانان رحلته تا شاعر کړم
شپونکی کوچی

چې دې ښکلی امارت راته يتيم کړ
د سنګين ګرانه شهادته تا شاعر کړم
نورالله ځدران

له غزلو او شعرونو مې څه غوښتو
خو افسوس افسوس هجرته تا شاعر کړم
زړګی

ستا تصوير مې د زړګي په کور کې ايښی
د جانان ښکليه ښايسته تا شاعر کړم
محسن ازروال

ګران وطن مو په بارودو کې لمبه شو
د پردي وطن هجرته تا شاعر کړم
غيرت شرنوال

خړې خاورې مې چې يار باندې امبار شوې
د شهيد جانان رحلته تا شاعر کړم
حماد افغان

لېونۍ مينې د لاسه دا مې حال دی
خدای دې وساته عزته تا شاعر کړم
رحيم الله پرهېز

يم مجنون خاورو کې ناست يم په صحرا کې
د شرين يار محبته تا شاعر کړم
بهادر خان طارق

يو د ګران افغانستان دې کنډوالو مې
بل د ټول اسلام حالته تا شاعر کړم
سيف الرحمن عزام

خدايه ډېر ښايست لري ستا هر صفت
مجاز نه له حقيقته تا شاعر کړم
صديقي اشنا

ورکې ورکې حماسې د پرګنو شوې
د ويده ولس غفلته تا شاعر کړم
محمد زوبير

د تلتک له مرګه ځکه زه نفرت کړم
نازوليه شهادته تا شاعر کړم
مهاجر رودوال

په لوستلو يې زبان ګونګی ګونګی شي
ای د خوږ نبي سيرته تا شاعر کړم
ذاهد احمدي

هيڅ خبر نه وم شپونکی د تورو غرو وم
ستا يادونو شرافته تا شاعر کړم
شرافت وياړ

زه خو څه چې دا نړۍ دې کړه حيرانه
د طالب اشنا جرئته تا شاعر کړم
سکون

ټول مظلوم مسلمانان دې په جېلو کې
ای ناترسه قضاوته تا شاعر کړم
سراج احمد سراجي

وګی تږی چې به غرونو کې ګرځېږي
د خدای لار کې شهادته تا شاعر کړم
احرار ميدانوال

زه په هېڅ باندې هم نه و پوهېدمه
ژوند مې تېر شو بې لذته تا شاعر کړم
سور غر ذابل

چې په شپه به دې مظلوم ملت څارلو
د عمر صيب خلافته تا شاعر کړم
مصباح سجاوندي

د ابدال لمسيه ننګ دې صدقه شه
مجاهد د پاني پته تا شاعر کړم
مسروري

ته مې تن يې ته مې وينه ته مې روح يې
درنه ځار شم امارته تا شاعر کړم
عبدالله حماد

زما مقصد صرف رضا د پاک الله ده
داسې نه ده چې جنته تا شاعر کړم
ارماني جانان

نه شاعر وم نه مې خوښه شاعري وه
د شاعر سره صحبته تا شاعر کړم
وحيد آغا

سپينې حورې د جنت ورته خندېږي
شهادت لوړ کرامته تا شاعر کړم
ملنک ياز نيازی

فرعونيان يې په ګونډو کړلو زمريانو
د امارت شجاعته تا شاعر کړم
منصور افغان

څوک په شونډې څوک به سترګې سبب بولي
ستر ارمان د شهادته تا شاعر کړم
هجران ګل افغان

چېرته لاړې يبلې پښې درپسې ګرځم
د ليلی اوربل زينته تا شاعر کړم
نامعلوم

چې دردېګو قربانېږو ستا په مينه
د اسلام د دين محنته تا شاعر کړم
ايوبي لوګری

استشهاد ننګ او غيرته تا شاعر کړم
دحق مينې دنګ حريته تا شاعر کړم
لمعان شينکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x