ادبي لیکني

د غرور ښاخ

ژباړه: ابهام جمالزاده

پاچا ته کوم چا دوه بازان ډالۍ کړل.

پاچا د مارغانو روزونکی راوغوښت، بازان یې ورته وسپارل.

ورته وېې وېل: د دې بازانو به ښه روزنه وکړې، تر څو ښکار ته برابر شي ، د مارغانو روزونکي بازان یوړل یوڅه موده یې وروزل یو باز ښه ښکار ته برابر شو بل باز هېڅ الوت نه کولو.

له لومړۍ ورځې چې په کوم ښاخ ناست وو له هغه ښاخ نه هېڅ ښورېدۀ نۀ ، د مارغانو روزونکي پاچاته خبر ورکړ
پاچا صېب یو باز ښه الوت او ښکار ته برابر دی خو بل باز له سره الوت نه کوي.

پاچا امر وکړ چې هله ورشئ د ښار ټول طبیبان راولئ چې د باز درملنه وکړي ، درباریان لاړل طبیبان یې راوستل، هېڅ طبیب د باز په الوځولو بریالی نه شو.

پاچا امر وکړ چې ښار کې اعلان وکړئ هر چا چې زما باز په الوتلو راووست ښه ډېر انعام به ورکړم.

يو غریب بزګر راغی ، د ونې ښاخ یې اره کړو.

باز د نورو مارغانو سره په باغ کې ګډ الوت شروع کړ.

پاچا خبر شو چې باز الوت شروع کړ ، امر یې وکړ چې باز هرچا په الوت راوستی ماته یې راولئ.

درباریان لاړل بزرګر یې پاچا خواته بوتلو.

پاچا ترې پوښتنه وکړه ، چې دا څنګه د ښار ټول طبیبان پرې ستړي شول چا یې د الوت علاج ونکړای شو په تا کې څه داسې کمال دی څنګه دې باز په الوت راووست؟

بزرګر وېل: په ډېرې سادګۍ ، د ونې ښاخ مې غوڅ کړ.

باز وپوهېدو چې وزرې لري که وانه لوځي په ځمکه پرېوځي نو الوت یې شروع کړ.

زمونږ نو کومو ښاخونو د الوت ځواک جلب کړی ؟

د غرور ښاخونه؟

د تفکر ښاخونه؟

د تجربې ښاخونه؟

یا د ویرې (ډار) ښاخونه؟

راځئ چې هغه ښاخونه غوڅ کړو کومو چې زمونږ د الوت مخنیوی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x