شعـــــرونه

سپين شعر/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

اې دحشرستر یزدانه
لاشریکه لامکانه
که دې زما عمل ته کښېښود
ستر ميزان دعملونو
زما عمل تورسپي څپلی
په هيڅ هیڅ کښي به حساب وي
خویقين لرم بې شکه
زاهدان اوکه پیران دي
ترازو به مې پر دروندوي
زماپه لاس کي چي کاغذ دی
داکاغذ هلته حاضرکړې
په ميزان دعملوکښي
داکاغذ غواړم خالقه
سرترپايه مشک عنبردي
دشاعر زړګي له تله
داحساس په بدرګه کښي
داخلاص تر قلم لاندې
دايو نعت چي مې ليکلی
ستا دستر عالي جانان دی
….
محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x