شعـــــرونه

تېر يادونه/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

تېر يادونه مي زړګی راځوروي
خدايه کاشکي حافظه راڅخه واخلې

حال مي ربه پر حال نه دی مجبوري ده
ته يې ژر په ښه پرده راڅخه واخلې

دانو څه چي زړه رڼا دی، خو نهيلی
په رڼا ورځ دا تياره راڅخه واخلې

چي د خولې خوند يې دی داسي را بد کړی
د ترخو دا پيمانه راڅخه واخلې

زما په خپله ځالګۍ کي سکون راکړې
نور پيغور د بېګانه راڅخه واخلې

آزادي چي نه وي مرګ تر ژوند بهتر دی
د نيواک دا زولانه راڅخه واخلې

د ”همت“ د هيلو کښت ربه سمسور کړې
د ساړه ژمي دا شپه را څخه واخلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x