افغانستان

دادرس: د بګرام پاتې ۸۸ بندیان به هم زر خوشې کړو

د بګرام بندیانو د دوسیو د څارنې کمېټې غړي عبدالشکور دادرس ویلي چې هغه ۸۸ بندیان، چې امریکا یې خطرناک بولي، د امریکا د مخالفت سربیره خوشي کړو. د امریکا حکومت تېره اوونۍ د کرزي پر حکومت فشار واچاوه چې د شاوخوا شپږ نیم سوه بندیانو کې، چې له بګرام څخه خوشي کېږي، ۸۸ تنه خوشي نه کړي؛ ځکه چې د امریکايي چارواکو په وینا دا ۸۸ کسان په عملي جګړه کې نیول شوي دي. وروسته له دې چې امریکا وویل، د بهرنیو پوځیانو او ملکیانو په وژلو کې د دغو کسانو د لاس لرلو اړه شواهد لري،

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت ریاست ته امر وکړ چې د بندیانو پر خلاف شواهد او اسناد د بندیانو د دوسیو څېړونکې کمېټې ته وسپاري. د کمېټې غړي عبدالشکور دادرس رویټرز خبري اژانس ته ویلي په هغو اسنادو کې چې دوی لیدلي دي داسي هیڅ کره نښه نشته چې پراساس یې دا کسان په بند کې وساتل شي. دادرس زیاته کړه چې د ۸۸ بندیانو د ساتنې په اړه کمېټې ته ورسپارل شوي اسناد د دې تضمین نه شي کولی چې څوک دې دا کسان د ډېرې مودې لپاره په بند کې وساتلی شي. ده زیاته کړه زموږ پرېکړه دا ده چې که نور کره اسناد او شواهد نه وي نو باید دا کسان څومره چې کېدای شي هومره زر خوشې شي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x