ټولنیزه برخه

ځوان نسل ته لیک

محمد بلال احمدي
اسلام یو بشپړ او کامل دین دی لکه الله تعالی فرمائي (الیوم اکملت لکم دینکم)اسلام د انسان هری طبقی ته خپل حقوق او سپارښتنی ورکړي او هره طبقه یی تر خپله وسه مکلفه کړی ده ده دی طبقاتو له جملی څخه یی یوه هم د ځوانانو طبقه ده چی تل د اسلام تاریخ پری ویاړلي او ویاړي دغه تاریخ همدغو ځوانانو زرین کړی ځوانان تل ده امت ساتونکي پاتی شوي له همدی ځوانانو نه زمونږ دغه امید دی چی دا ماته ماته او د هرقوم نه زیل شوی کشتی به ساحل ته رسوي همدا ځوانان دي چی ده مَلا د تیر حیثیت لري له هریوه غدار سره به محاسبه کوي او کونکي دی او تل یی خپل نومونه د تاریخ په زرینو کرښو کی د ستورو پشان روښانه کړي.

که لګ خپل قران ته ځیر شو نو د ځوانانو ذکر به مو راويښ کړي د یوسف علیه السلام واقعه چی اکثر تکالیف ورباندی په ځوانی کی تیر شويد ګناه نه ځان ساتل بندیخانه او بیا په ځوانی کی مسؤلیت ادا کول یعنی هغه ته ده مصر خزانی حواله کیدل په ځوانی کی وه همدغه ځوانان دي چی د دنیا د لویو ظالمو پاچاهانو او د معاشری د مفسدو څیرو په مقابل کی میدان ته لکه د زمریانو راوتلي او دا دنیا یی ورته د غم او افسوس نه ډکه کړی همدغه ځوانان دي چی د رب العالمين د رضا حاصلولو لپاره یی خپل قوم قبیله مور پلار ښځه او بچي پریښي او هجرت یی ورڅخه کړی تکلیف ته یی ځان وربښلی خو خپله دنده او مسؤلیت یی سرته رسولی.

الله ج د دی واضحه مثال مونږ ته د کهف د زلمیانو راکړی چی د غلطی عقیدی په مقابل کی ودریدل الله ج یی توصیف په خپل پاک کتاب کی وکړو الله ج فرمایی(انهم فتیة امنوا بربهم وزدنهم هدی)کهف.

یقیننا دوی ځوانان وه او پرخپل رب یی ایمان راوړی وو او مونږ د دوی لپاره هدایت زیات کړو.ابن کثير رح په خپل تفسیر کی ده دی ایت لاندی لیکلي چی دنیا او معاشره کی چی کوم اولیاء تیر شوي دي
اکثریت یی ځوانان وه په سورت انبیاء کی الله ج د مخلفینو وینا د ابراهیم علیه السلام په حقله رانقل کړی(سمعنا فتی یذکرهم یقال له ابراهیم )دلته دښمن د ابراهیم علیه السلام په بهادری اعتراف او هغه ته د ځوان لقب ورکړی او حقیقت هم همدا دی چی دښمن دی په بهادری اقرار وکړي(الفضل ما شهد به الاعداء)پدی قصصُ کی ستر عبرتونه پراته دي او ځوان ته د خپل مسؤلیت ادا کولو اشاره ده مه د خپل امت تاریخ ته ځیر شو نو په هر قرن کی به مو د ځوانانو کارنامی تر سترګو شي که هفه د علم تصوف تصنیف تبلیغ او سیاست په ډګر کی وی او که د جهاد خبیب رضی الله عنه څوک وو؟

خالد بن ولید رض څوک وو چی د دښمن په صفونو کی به د زمري پشان ګرزیده زبیربن العوام عمرو بن العاص علی ابن ابی طالب حسن حسین او ضرار بن الازور رضوان الله تعالی علیهم اجمعین څوک وه دغه شان طارق بن زیاد قتیبه بن مسلم موسی بن نصیر او یوسف بن تاشفین څوک وه دا ټول زمونږ د امت هغه ځوانان دي چی د خپلی مستی ځوانی او ایماني جذبی له وجهی په ډیرو لګو کلونو کی دنیا ته اسلام ورسولو سمرقند بخارا اندلس او هسپانیه باندی یی د اسلام بیرغونه ورپول محمد بن قاسم رح څوک وو داسی ځوان چی تاریخ کی یی څاری ندی لیدل شوی په (۱۷) کلنی کی یی د اسلام د لښکرو سپه سالاري کوله او صرف د یوی مسلمانی خور آه باندی یی ټول سند اسلام ته سرکوبی کړو او د هند اکثر ځایونه یی فتحه کړل د دوی د کارنامو یادولو لپاره جدا جدا کتابونه هم کفایت نه کوي خو د یادښت لپاره می ذکر کړل خو افسوس نن مونږ خپل تاریخ هیر کړی دی

نن مو زرګونه پیغلی د کفر لخوا ځورول کیږي خو یو مسلمان یی د انتقام لپاره راپورته نشو نن زمږ اقصی (بیت المقدس)په چغو ژاړي هغه اقصی چی د وخت ستر او عظیم مجاهد او ځوان صلاح الدین ایوبي رح په ډیرو کړاوونو او تکلیفونو فتحه کړی وه او د صلیب له بویه یی پاکه کړی وه نن بیا د کفر په لاس کی ده نن د مسلمانو فاتحینو مفتوحه ځمکی د کفر په لاس کی دي یو مسلمان هم پکی نشته مګر هغه ذلیل او ټيټ پسته مسلمانان چی د کفر تر غلامی لاندی شپی سبا کوي او یا مزدوری ته تللي دي د امت ځوانانو کفر ټول یو ملت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم یی په اړه ویلي (الکفر ملة واحدة)دوی تل زمونږ د ګمراه کولو کوشش کوي په خاص ډول بیا د ځوانی طبقی د فحاشی او بی دینی لوری ته یی هڅوي او د ګمراه کولو لپاره یی هره وسیله پکار اچولی فلمونه ډرامی وغیره یی ورته راوه وستل د خپل تاریخ نه یی غافله کړل نن د سلمان خان او جهانګیر خان او ارباز خان نومونه ورته وښودل شول د خپلو اسلافوعمر او د خالد نومونه یی تری هیر کړل چی کفر تری په ویره کی وو په سندرو او نغارو یی روږدي کړل د قران تلاوت یی تری هیر کړو قسم په الله ج چی کفر نن زمونګ د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په سیرت او زمونږ د تاریخ مطالعه کولو او عملي کولو مخکي کړو ای د امت ځوانانو اسلام تل ځوانانو ساتلی دی ځوانان یی تل د دښمن مقابله کی د بنیان مرصوص په توګه په صفونو کی دریدلي باید دا تاریخ یی راژوندی کړو نن په زرګونو پیغلی مو په آهونو کی دي باید د انتقام لپاره یی میدان ته راودانګو فلمونه سندری نغاری د کفر یوه زهرجنه وسله ده

راځی چی په ګډه یی دا وسله ورشنډه کړو د ځوان نسل د اذهانو لپاره زهر قاتل دي که غواړی خپل تیر تاریخ راژوندی کړی نو د خپلو تیرو شوو اسلافو تاریخ وګوری او د عملي کولو لپاره یی میدان ته راکوز شی او تر خپلی وسی پوری د کفر مقابله وکړی که هغه د وسلی اود ټوپک په ژبه وي او که د خپل علم په رڼا کی د قلم په ژبه وي .. د یوه سوچه اسلامي نظام په هیله احمدي قلم دی ونیسه په لاس کښی ..کړه دښمن دی حق حیران په خپل وجدان کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x