نړۍ

خیبرپښتونخوا: په درو کلونو کې د افغانانو جرمونه یو سلنه دي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): که څه هم د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې په افغانانو پسي ویل شوي چې د افغان مهاجرینو له لاسه په دغه ولایت کې امنیت خراب شوی او امنیتي پيښې را منځته کیږي، چې حتی د ځینو راپورونو پر اساس ویل کېدل چې د افغان مهاجرینو له لاسه په ولایت کې د جرمونو کچه له ۱۵ سلني څخه تر ۳۰ سلني پورته شوې ده.

خو د کره شمېرو له مخې دا هر څه غلط ثابت شوي، ځکه چې په جرمونو کې د افغانانو ښکېلتیا یوازي یو سلنه ده چې د مهاجرینو د شمېر په پرتله هیڅ هم نه شمېرل کیږي.

د خیبر پښتونخوا معلوماتو ته د لاس رسي قانون له مخي د پولیسو او څارنوالۍ ریاست له لوري ثبت شوي دوسیې ښيي چې د کال ۲۰۱۴ څخه بیا د ۲۰۱۶ تر پایه پوري چې څومره د سړي تښتوني، (اغوا برای تاوان)، وژني، غلاوي، جنسي زوروني او بمي چاودني شوي، په هغو کې یوازي ۱.۲۷ سلنه دوسیې په افغانانو پسي ثبت شوي، نوري ټولي ځايي خلکو ترسره کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د څارنوالی ریاست ویلي چې د یادو ۳ کلونو په موده کې ټول ۱۱۶۸۵ جرمي دوسیې ثبت شوي چې د هغو څخه یې ۱۰۵۴۹ محکمو ته لاره موندلې، له دې شمېرې څخه یوازي ۱۳۴ پيښې داسي وې چې پر افغانانو پوري تړلې وې نوري ټولې ځایی خلګو تر سره کړي.

په یادو پيښو کې ټول ۲۳۰۰۷ کسان تورن وه، چې له هغو څخه یوازي ۳۰۰ یې افغانان وه، چې په دې توګه د مجموعه شمېرې څخه یوازي ۱.۳ سلنه افغانان تورن وه.

دا شمېرې په داسي وخت کې خپریږي چې د خیبرپختونخوا په ګډون په کراچي او اسلام اباد کې هم د نا امنۍ یو اساسي علت افغان مهاجرین بلل کیږي او د هغوی د شړلو شعارونه پورته کیږي په داسی حال کې چې خپله امنیتي ادارې د پاکستاني بدمعاشانو او سخت دریځو په وړاندي بې بسه دي.

د پاکستان د «ډان نیوز» خبري اژانس د راپور سره سم «په جرمونو کې د افغانان مهاجرینو د ښکېلتیا خبرونه ډېر ورکول کیږي او داسي ویل کیږي چې هغوی له ۱۵ سلني څخه بیا تر ۳۰ سلني پوري جرمونو کې برخه لري، خو نه هم پولیس او نه هم دولتي ادارې توانیدلې چې کره ثبوتونه وړاندي کړي».

پورته شمېرې هغه دي چې د څارنوالۍ له لوري خپرې شوي خو د پولیسو شمېرې لږ زیاتي دي ځکه چې څارنوالي یوازي هغه دوسیې ذکر کړي چې محکمې ته یې لاره موندلې.

د پولیسو په وینا په کال ۲۰۱۴ کې ۱۴۶ جرمونه د افغانانو له خوا تر سره شوي په داسي حال کې څارنوالي وایی محکمې ته یوازي ۵۶ دوسیې رسیدلي.

همداسي د پولیسو په وینا په کال ۲۰۱۵ کې د افغانانو پر خلاف ۹۶ پيښي ثبت شوي په داسي حال کې چې څارنوالۍ یوازي د ۴۹ یادونه کړې چې محکمو ته یې لاره موندلې.

په کال ۲۰۱۶ کې د پولیسو په وینا ۱۰۰ پيښي پر افغانانو تړل شوي ، خو د څارنوالۍ شمېرې ښيي چې یوازي ۲۹ دوسیو محکمې ته لاره موندلې ده.

د څارنوالۍ ریاست د معلوماتو سره سم په کال ۲۰۱۴ کې د سړي تښتوني ۸۷ پيښي ثبت شوي چې په هغه کې ۹ پيښي د افغان مهاجرینو له خوا تر سره شوي، ۳۳۸۶ د وژنو پيښي ثبت شوي چې په هغو کې ۳۲ پيښي د افغان مهاجرینو له خوا تر سره شوي، ۱۳۳ پيښي د بمونو ایښودلو ثبت شوي چې په هغه کې یوازي په یوه دوسیه کې یو افغان مهاجر تورن بلل شوی دی.

په ۲۰۱۵ کې د سړي تښتوني ۷۰ پيښي ثبت شوي، ۳ پيښي د افغان مهاجرینو له لوري تر سره شوي، ۲۵۱۹ پيښي د وژنو ثبت شوي، ۲۸ د افغانانو دي، د بمي چاودنو ۵۷ پيښي ثبت شوي چې په هغو کې یو افغان هم نه دی تورن شوی.

په کال ۲۰۱۶ کې د سړي تښتوني ټولي ۳۳ پيښي ثبت شوي، چې په هغو کې یوازي یو افغان مهاجر تورن وو، د ۲۰۳۳ وژنو دوسیو څخه ۱۴ د افغانانو په نوم ثبت شوي او همداسي د ۶۱ بمي چاودنو اړوند دوسیو کې یوازي څلورو پيښو کې افغان مهاجر تورن بلل شوي.

همداسي په زور زیاتیو باندي د بل مال اخیستلو یا «شوکو» باندي پیسو تر لاسه کولو پېښو کې چې د کال ۲۰۱۴ څخه بیا د ۲۰۱۶ تر پایه ثبت شوي، مجموعې شمېر یې ۳۸۴ دوسیې جوړیږي چې په هغو کې د څارنوالۍ د معلوماتو سره سم یوازي ۹ پيښو کې افغان مهاجرین تورن بلل شوي.

باید وویل شي چې په تېرو درو کلونو کې د پاکستان په غټو ښارونو کې د لویو امنیتي پيښو را منځته کېدو سمدستي وروسته په رسنیو کې لومړی تور پر افغان مهاجرینو لګول شوی او همداسي د محرم میاشتی او اخترونو په موسم کې بازارونو او عامو ځایونو ته د افغانانو پر تګ راتګ د امنیت په خاطر بندیز لګول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x