نظــر

افراطیان ولې د امریکا په ګټه دي؟

لیکوال: ظریف افغان

د «طالبان او د افراطي فکر وېره» لیکنه کې ځینو داسې ټکو ته اشارې شوي، چې د بلې داسې لیکنې اړتیا احساس شوه چې ځینې مفاهیم او مسایل په کې واضح شي. د تېرې لیکنې په تعقیب، دلته په مشخص ډول پر افراطي فکر، یا افراطي ډلو، د هغوی کړنو او لاسته راوړنو او تر ټولو مهمه دا چې څنګه دغه ډلې د هغه چا د سټراتيژيو په ګټه تمامې شوې او تمامېږي، چې دغه ډلې ګومان کوي د دښمن پر ضد یې مبارزه کړې.

د دې بحث لپاره تر ټولو مهمه دا ده، چې له مفاهیمو او اصطلاحاتو خپل برداشتونه واضح کړو. یو له هغو کلمو چې په تېره او اوسنۍ لیکنه کې ډېره کارول کېږي، د «افراط» یا «افراطي فکر» کلمه ده. په اجتماعي علومو کې په عمومي ډول او په سیاسي مسایلو کې په ځانګړې ډول یوه کلمه یا مفهوم د هر چا له فهم، برداشت او هدف سره سم کارول کېږي. داسې لږ مفاهیم او ټرمینولوژۍ لرو چې ټول پرې متفق وي. د افراطي، بنسټپال، منځلاري، توندلاري، ترهګر او داسې نورو اصطلاحاتو کارونه د کاروونکو برداشتونو او مقاصدو پورې تړلي وي. متاسفانه د امریکا مطبوعاتي یرغل له دغو اصطلاحاتو هغه فهم عام کړی، چې دوی یې ترې لري. د دې لپاره موږ ته لازمه ده، چې کله هم دغه اصطلاحات کاروو، باید خپل فهم ترې واضح کړو.

په دغو لیکنو کې د «افراطي ډلو» له ترکیبه د لیکوال هدف هغه ډلې دي، چې د اسلامي شریعت له مفاهیمو له ظاهري فهم سره او حاکمو اوضاعو او شرایطو ته په نه پاملرنه مبارزه کوي. یا په بله اصطلاح، له نص څخه ظاهري فهم، یا د نص په تفسیر او تعبیر کې د عقل ډېرې کمې کارونې سره خپلې مبارزې او لارې ته شرعي توجیه ګانې وړاندې کوي. په اسلامي نړۍ کې د افراطي ډلو ريښه تر ډېره د عربي نړۍ سلفي یا وهابي فکر ته ورګرځي چې موږ ته وارداتي ده. د دې لامل هم ښايي دا وي، چې وهابي فکر کې د عقل کارونې ته یا بېخي ځای نه شته، یا لږ ځای ورکول کېږي. کله چې د اجتهاد دروازه تړي، بیا له نصوصو د خپل خیال او طبعې سره سم برداشت کوي، دلته ده چې ټولنه فاجعې سره مخ کېږي او د ټولنې رهبري د عالم او په خبره پوه پر ځای د جنوني او ارماني لاس ته لوېږي. د دې پر خلاف، په اسلامي نړۍ کې داسې افراطي ډله نه لرو، چې دیني-شرعي اتکا دې پر حنفي مذهب وي. ځکه حنفي مذهب کې هر څوک د دیني نصوصو د تفسیر او تعبیر صلاحیت نه لري. کله چې د دیني نصوصو د تعبیر مرجع معلومه وي، د افراطي فکر او جنوني تعبیراتو مخه په اسانۍ نیول کېدای شي. دا هغه څه دي، چې په وهابي برداشت کې يې کمی ډېر محسوس دی. البته دې ټکي ته دلته اشاره ضروري بولم، چې هغه بحثونه چې دلته مطرح کېږي، هغه هم پر دیني او شرعي نصوصو نه شم متکي کولی، ځکه چې دا زما د تخصص برخه نه ده. دغه بحثونه تر ډېره سیاسي او تاریخي اسنادو او شواهدو سره وړاندې کېږي.

د پورته مقدمې په پام کې نیولو سره، په اسلامي نړۍ کې د داسې ډلو مثالونه کم نه دي. د داسې ډلو یو مثال القاعده په ګوته کولی شو. القاعده ډلې سره شاید همدردي هم ولرلی شو، خو د همدردۍ او د کړنلارې د نقد بحثونه جلا دي. القاعده کې ډېرو مسلمانانو قربانۍ ورکړي، خو کله چې پر یوه خوځښت انتقادي نظر کېږي، د قرباني د نفې یا خدای مه کړه د توهین په معنا نه ده. که نن وګورو القاعده تقریباً متلاشي ده. په سوریه کې جبهة النصره هم پر هغه لار ولاړه چې طالبانو دا شل کاله ځان ته ټاکلې ده. جبهة النصرې ځان القاعده پوره تړلی و، هم یې د سیمې هېوادونو اندېښنې پارولې وې او هم یې هېڅ په هېڅه په اسلامي نړۍ کې هم د سیاسي جهتونو وېره پارولې وه، خو له څو کالو مبارزې وروسته پر خپلې کړنلارې بیاکتنې ته اړ شوه او خپل نوم پر جبهة فتح الشام واړاوه. په حقیقت کې جبهه النصرې ځان راټول کړ، خپله مبارزه یې متمرکزه کړه، خپل اهداف یې مشخص کړل او له دې لارې کولی شي د سیمې او نړۍ هېوادونو اندېښنې منتفي کړې. په دې ډول دغې ډلې د یوې معقولې تګلارې جوړولو په تکل ځیني واقعیتونه په پام کې ونیول. که جبهة النصرې دا لار له پیله ټاکلې وه، شاید د اوس په پرتله به یې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه لرلي وو.

افراطي فکر ولې د امریکا په ګټه دی؟

دا مهمه پوښتنه ده. د تېرې لیکنې یوه عمده ادعا دا وه چې افراطیان په ناخبرۍ د امریکا د ګټو تامنیولو پر آلو بدل شوي دي. د افراطي فکر پلوو ډلو او خوځښتونو ستونزه دا ده، چې کار یې نتیجه محوره نه دی. د دغو حرکتونو کار تر ډېره د سټراتیژۍ، برنامې او پلان پر ځای پر احساساتو، ارماني او غیرعملي اهدافو او ظاهري فهم باندې متکي دی. کله چې دا ډلې ډېر سټراتیژيک ګام نه اخلي، کار یې پرمختګ نه کوي او په نتیجه کې يې نسلونه په جګړو کې راپورته کېږي او ختمېږي، په دې ډول دا ډلې پر یو ډول ملېشیايي او جګړه مارو ډلو بدلې شي. جګړه یې د وسیلې پر ځای په هدف واوړي. ستر ځواکونه، په تېره امریکا تر ډېره له ملېشیايي او جګړه مارو ډلو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ابزاري استفاده کړې او کوي يې. له افراطي ډلو د ښې استفادې یوه ښه بېلګه یې افغان جهاد په ګوته کولی شو. د افغان جهاد مخکښه ملاتړې امریکا وه. د امریکا ډېر مالي او تجهیزاتي ملاتړ له هغو تنظیمونو سره وو چې ډېر افراطي ادبیات یې وو. د جهاد پر مهال امریکا له منځلارو، دودیزو او ملي ګرا جهادي تنظیمونو سره د افراطیانو په پرتله ډېره کمه مرسته کوله. افراطي افکار هم زموږ ملي اسلامي ډلو ته یو وارداتي پديده ده چې د شوروي ضد جهاد په وخت کې راغله. نه زموږ ټولنیز شرایط او نه هم له دیني نصوصو فهم داسې دي، چې دغه ډول جنوني برداشتونو ته زمینه مساعده کړي. افراطیانو هم د «مرګ په شرق او غرب» یا حتی «مرګ په امریکا» شعار ورکاوه او هم یې امریکا ته سفرونه کول او د امریکا مرستې ترلاسه کولې. خو د دوی د امریکايي ضدو ادبیاتو له امله امریکا کله هم پرې مرستې ونه درولې. ځکه امریکا پر دې پوهېده چې دوی یوازې ښه جنګیالي کېدای شي، دوی یوازې د شوروي ځواکونو پر ضد ښه جګړه کولی شي او دا هغه څه وو چې امریکا ورته اړتیا لرله. او همداسې هم وشول. دغو ډلو وکولی شول چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې مات کړي، خو له ماتې وروسته نه دوی برنامه درلوده، نه ورته تیار و او د امریکا خو همدلته هدف ترلاسه کېده چې شوروي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د دغو ډلو بله ستونزه دا ده، چې د عقلاني برنامه ریزۍ پر ځای، د نصوصو له ظاهري فهم او خپلو جذبو او ارماني اهدافو سره مبارزه کوي. په مبارزه کې د عقلاني محاسبې د کمي پایله دا راوځي، چې ډېر مهال داسې حالت راشي، چې دغه ډلې عملا د دښمن په لاس لوبېږي او په خپلو وینو او قربانیو د دښمن مقاصد عملي کوي. مثلاً داعش، دا به ډېره مشکله وي چې ووایو چې د داعش ټول جنګیالي له سره تر پایه د بهرنیو جهتونو جاسوسان دي او د هغوی لپاره کار کوي. شاید دا هم څوک ونه مني چې مشرانو کې يې د بهرنیو ځواکونو جاسوسانو ځالې کړې دي. خو په دې ښايي ټول اتفاق نظر ولري، چې د داعش پاڅون او مبارزه د دې پر ځای چې ګټه ولري، زیانونه یې زیات دي. په داعش کې به ډېر داسې ځوانان وي، چې د «راشده خلافت» ارمان به په زړه کې لري، خو د جنوني مبارزې او ظاهري فهم په نتیجه کې يې کار د مثبتې نتیجې پر ځای زیانباره دی. د فلسطین له حماس نیولې چې دوی ورته ګواښونه وکړل، د افغانستان تر طالبانو چې عملا یې ورته ستونزې جوړې کړې، د اسلامي نړۍ ډېرو ډلو او مبارزینو ته اوس داعش یو سرخوږی دی. د داعش فهم له نصوصو او حالاتو ډېر ساده دی او هغه دا چې په اسلامي نظام کې خلافت شرط دی، دنیا کې بل خلیفه نه و، دوی وټاکه، اوس که یې نور څوک نه مني، هغوی «باغیان» دي او وژل یې واجب دي!

که افغانستان پورې بحث متمرکز وساتو، په افغانستان کې داعش د هغه څه کولو هڅه وکړه، چې امریکایانو غوښتل. امریکا د دې په لټه کې ده، چې افغانستان کې د دوی د حضور په نتیجه کې داسې وسله والې افراطي ډلې راوټوکېږي، چې د سبا لپاره له ځان سره د نظام سازۍ او حکومتدارۍ برنامه ونه لري او له اوسه د منځنۍ اسیا، چین او ان روسيې پورې دولتونو ته ګواښونه وکړي، سرخوږی جوړ کړي او په دې سیمه کې د یوې اوږدمهالې جګړې او ویجاړۍ لپاره مقدمات جوړ کړي. دا هغه څه و، چې له نېکه مرغه د طالبانو له پیله ورپام وو. د طالبانو سیاست او تګلاره هغه څه وه چې امریکا نه غوښته. د طالبانو تګلاره دا وه، چې افغانستان د دوی وطن دی، امریکایانو اشغال کړی، موږ یې په ازادۍ ملزم یو او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره له ټولو شته فرصتونو ګټه پورته کولی شو. کله چې زموږ خپل کور د تاړاکګرو په ولکه کې وي، موږ څنګه کولی شو چې د فلسطین، عراق، سوریې او د منځنۍ اسیا او نورو اسلامي ځمکو د ازادۍ بې ضرورته او غیر عملي شعارونه ورکړو! په افغانستان کې د داعش د رامنځ ته کېدو، پراخېدو او ودې تر شا د امریکایانو یو هدف همدا و، چې دغسې جنوني ډلې کولی شي په اسانۍ سره د عامو خلکو باورونه د ځان کړي او له دې لارې دلته د یوې اوږدې جګړې اساس کېښودل شي. دلته یو بل مهم ټکي ته اشاره په کار ده، چې په افغانستان کې هم د داعش پلویان هغه ځوانان دي، چې د داعش له راټوکېدو وړاندې يې لا نیمه ټولنه تکفیر کړې وه او مشرکین یې بلل! لکه څنګه چې وهابیان په ټولنیز ژوند کې رغنده تګلاره نه لري، داعش یې په سیاسي ډګر کې ښه مثال کېدای شي. که افغانستان ته د جهاد په وخت کې د وهابیت د راتګ مسوولانه مخنیوی شوی وای، شاید تر ډېره د داعش د فتنې مخه به هم ډب شوې وای. جالبه دا ده، چې داعش هغه وخت دلته څرګندېږي، چې د نظامي تر څنګ د طالبانو سیاسي فعالیتونه هم زیات شوي وو. د طالبانو د سیاسي فعالیتونو پر ضد د امریکا له خوا د تمویلېدونکو رسنیو تبلیغات هم په خپل زور کې روان وو. کله چې له یوې خوا د طالبانو دریځونه عقلاني او دوراندېشانه وي، ورسره یې سیاسي فعالیتونه پراخ شوي وي، له دې سره د امریکایانو تبلیغات هم زیات شي چې ګواکې طالب خرڅ شو، دغه وخت د داعش په څېر د یوې افراطي او غیرعقلاني ډلې د ظهور لپاره شرایط ډېر ښه مساعد وو.

زموږ سیمه د امریکا له متحده ایالاتو زرګونه کیلو متره لرې پرته ده. زموږ له سیمې امریکا ته کله هم ګواښ نه دی پېښ شوی. له دې امله امریکایان پوهېږي، چې افغانستان کې د دوی پر خلاف داسې څه نه شته چې امنیت ته یې خطر متوجه شي. امریکایان غواړي د افغانستان له حساس جیو ستراتیژيک موقعیت نه په استفادې دلته افراطي ډلې رامنځ ته کړي، چې بیا له دې لارې په سیمه کې د خپلو حریفانو لکه روسیې او چین امنیت وګواښي او په سیمه کې رامنځ ته کېدونکي فرصتونه د بې هدفه جګړو قرباني کړي. لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه، افراطیان په سیاسي لوبه کې عقلاني محاسبه نه کوي، چې له همدې امله په اسانه د نورو د ګټو او اهدافو لپاره لوبېدای شي. په هغه صورت کې چین او روسیه اړ دي چې د خپل خوندیتوب لپاره اقدام وکړي. د روسيې او چین اقدام به له افغانستانه عملاً دویمه سوریه جوړه کړي. دا اوس ډېره ښه ده چې طالبانو د خپلو نظامي پرمختګونو سره د دغو هېوادونو استازو سره ناستې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د هغوی امنیت او ګټو ته به خطر نه پېښوي او که پر کابل مسلطېږي د یو مسوول دولت په څېر به چلن ورسره ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

ملګری صرف اونحو پرخپل ځای په اسلام کی د دی دنیاترژوند دآخرت ژوند غوره دۍ ماته له قرآنه ناخبره معلومیږی که په معنی قرآن لری ۵۷(الحدید ۲۰څخه تر ۲۵آیات)په ترجمه وه وایه بیاکه دی یقین پر وسو باور وکه چه خپله به شهادت غوره او دټرمپ اواوباما چوکۍ فضول کار وبولی.په اروپااوامریکاکی خورمور لور عبس خبری دی هسی پرله سپریږی که دغه جهاد نوی ژربه زمااوستاملک هم ددی غوندنجس او دآخرت له ابدی ژونده محروم کی .دشهیدانو شهادت د دوی په ګټه ندۍ دمسلمانانو په ګټه دۍ .زه ډیر افسوس ستاپر دی مقاله کوم

ملتيار

جزاك الله احسن الجزاء… شكراً لك

دغه ښکلې لېکنه مو کړي, په ګوتو مو برکت شه!

زه هم درسره موافق يم.

مګر په مخکنۍ لېکنه کې دې دغسې وضاحت نه وه ورکړی نو زما برداشت هم هماغه وه چې درته ليکلی مې وه.

هيله ده چې اختلاف نظر مې غلط توجه نه کړي.

mayak khan

افغان صاحب الله تعلی دي قلم تل دحق په ښکلو تاند ولره ستاسو دلومړی مقالې محتویات چې کله ما ولوستل نو تر ډیره حده پورې مې ستاسو مقصد درک کړ او ملګرو ته مې هم دا مشوره ورکړه چې دلیکوال دلیکنې ټول ابعاد په غوره او زغم مطالعه کړی خو دا ډیره شه شوه چې تاسو په خپله لیکنه لا نور ه روښنائې واچوله الله مو سر لوړې ولره .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x