افغانستان

د میدان وردګو د نننۍ مظاهرې تازه حال

د کابل کندهار په لویه لار د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د شنيځ په سيمه کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو د بېګانۍ کړنو پر ضد مظاهره روانه ده
د کابل کندهار لویه لاره  دسهار له نهو بجوراهيسي د   درندې مظاهرې له امله دترافیکو پرمخ تړلې ده. دغه مظاهره چې  د شنيځ په سيمه کې پکې سلګونو کسانو برخه اخېستې، د باندنیو او کورنیو ځواکونودبېګانۍ کړنوپرضد روانه ده.

د مظاهرې یوتن ګډونوال سيد عباس نن ټکی اسیا ته وویل: بېګا د سيرک په کلي کې بهرني او ورسره کورني نظامي کسان راغلي وو، د جوماتونو په محرابو کې يې متیازې کړې و ي، قرآن شريفونه ټوټې ټوټې پراته دي.
 د دوی په خبره دتېرې شپې په پېښه کې ناټووال، ملي اردو او اربکيانو ټول شريک وو.
مظاهره کوونکي پرلپسې دغه غوښتنه کوي، چې ترڅو بهرنيان زموږ له سيمو ونه وځي او داخليانو ته سزا ورکړل نه شي، دوی به دغه مظاهره روانه وساتي.
ياده دې وي، چې په دې وروستيوکې  د محلي پوليسو او بهرنيوځواکونو پرخلاف دهېواد پربېلابېلو سيموکې مظاهرې شوې دي.

تر اوسه د لاریون کوونکو له منځه د چا د مرګ-ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x