نظــر

دطالب سیاسي بصیرت د قاري یوسف په لیک کي

الحاج ډاکټر خیر الدین شاکر

زړې پاڼي مي سره اړولي چي مخي ته د طالبانو د ویاند هغه لیک راغی چي اوه کاله مخکې د ۲۰۱۰ کال د نومبر په ۷ نیټه د امریکایې کانګریس د غړو په نامه په انګریزي ژبه نشر کړی و لیک چي مي د سر لخوا را شروع کړ نو په ژورتیا کې یې ډوب شوم تر څو یې تر پای راووتم، لیک که څه هم د قاري یوسف له لوري و خو پالیسي یې د طالبانو د ټول حرکت تمثیلوله، او د امریکا چارواکي یې په قوي استدلال، نرمه لهجه او معنی داره جملو داسي پوه کړي او متوجه کړي و تا به ویل چي دې خلکو لکه ډیر کلونه چي د سیاست او حقوقو د پوهنځي استادي کړي وي او یا یې هم په د پلوماسي کي ږیري سپیني کړي وي، لیک واقعا د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د کارکونکو د پوهي او ځیرکتیا نښه ده او تر ډیره حده یې زما هغه تشویش را رفع کړ چي ویل کیږي طالبان به د افراطي فکر ښکار شي، ځکه له دي لیک نه سړی پوهیږي چي دا خلک عمیقه پوهه لري او د حالاتو نزاکتونو ته ښه متوجه دي او د کابل ادارې په پرتله یوه پخه پالیسي او واحده تګ لاره په مخ وړي او هغه د شاعر خبره : ملا اوس هغه ملا پاته نده. مطلب دا چي زموږ ملایان اوس ښه پاخه سیاست مداران دي داچي دلته کابل کي څوک سترګي پري پټوي سهوه کوي، ځان او ملت ته دوکه ورکوي، په هر حال زه چونکي لیکوال نه یم نو بیریږم چي د لیکني اوږدیدا مي په لوستونکو درنه نشي نو ځکه مناسبه بولم چي هغه لیک کټ مټ دلته له تاسو سره شریک کړم تر څو یې هر څوک په خپله له مطالعې څخه قضاوت وکړي، او که ډیر نه وي لیږ خو د طالب ماغذه هم په داسي تول وتلي چي څه ناڅه متقابل تعامل ته ورته اماده شي، تر دې لیک وروسته طالبانو په سیاسي ژوند کي اوه کاله نور مزل هم کړی چي طبعا به نور هم ښه شوي وي.

والسلام

د امریکایې ګانګریس د غړو په نامه د اسلامي امارت د وياند قاري محمد یوسف احمدي سر خلاصی لیک!

۲۰۱۰ ز، نومبر \ ۷ مه

د امریکایي ولس منتخبو استازو !

خوښ یم چي له فرصت نه په استفادې سره په یو لړ داسې مسائلو درسره خپل نظریات شریک کړم چې همدا اوس یې نه یوازې د امریکا او افغانستان بلکې دسیمې او نړۍ په کچه ګڼ سوله غوښتونکي ولسونه د اندیښنو سره مخامخ کړي دي. او هرڅوک په واز کومي وایې چې دا حالت نور په هیڅ وجه د توجیه او زغم وړنه دى او باید د تغیر او بدلولو لپاره یې اساسي ګامونه واخیستل شي.

امریکایې ګانګرس والو !

تاسو پوهیږئ چې د روان میلادي کال د جون میاشتې په اوومه د افغانستان جګړه د ويتنام تر جګړې مشره شوه او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ثبت شوه، داسې جګړه چې ستاسو حکومت یې د لا اوږدولو هوډ لري. د امریکایانو لپاره دغه تر ټولو ستړي کوونکې جګړه له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان هیڅ دخل نه لري، په هر حال… دغه جګړه ستاسې په وسلتونونو کې په موجودو تر ټولو درنو او وژونکو وسلو او بمونو پیل شوه چې په مقابل کې یې زمونږ ولس په تش لاس د دیني او وطني دفاع له مقدس احساس سره د مبارزې میدان ته را وړاندې شو، د جګړې له پیل سره ستاسو پوځ، نړیوالو مؤتلفینواو سیمه ایزو غوړمالانو او فرصت طلبانو د افغانانو له بې وسه ورځې په استفادې د جګړې ټول نړیوال قوانین شاته وغورځول، په افغانستان او نړۍ کې د افغان وژل، نیول، ځورول، او تحقیرول جایز نه، بلکې د تحسین او جایزې وړ عمل وپیژندل شو، د په اصطلاح ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په نامه ستاسو په درنو بمباریو کې د افغانانو سلامت کلي تر خاورو لاندې شول، شنه باغونه د اور لمبه شول د افغانستان په مختلفو برخوکې په بیا بیا ښکاره او پټ ډله يیز قتلونه وشول، په اصطلاح له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه د بې ګناه وګړو کورونه چور شول، ناموسونه او عفتونه یې ولوټل شول، د بیالوژیکي ممنوعه بمونو په ورولو کې یې کروندې د اور خوراک شوې، خلک بې پوښتنې په کلونو کلونو د جوزجان، ګوانټانامو، بګرام، قندهار او…..تورو زندانونو کې واچول شول، دغه راز د جګړې د نهه کلنې مودې په بهیر کې ولس د یوې تحميلي جګړې بټۍ ته وغورځول شو چې په نتیجه کې یې د تکراري ټولوژنو، حبسونو، چاپو، اومنظم چور او تالان په شتون کې بیاهیڅ یو افغان د ژوند په خوند نه دی پوهیدلی هر افغان، نر، ښځه، ماشوم او سپین ږیری چې سهار له خوبه راویښيږي دا وړاندوینه نه شي کولای چې تر ماښامه به ژوندی پاته کیږي ځکه دوئ پوهیږي چې کیدلای شي ستاسو د هوایې ځواک بمبار، یا د لارې د سر فیرونه یې ژوند واخیستلای شي د دا ډول پیښو ځیني نمونې مطبوعاتو هم راخیستي خو رښتینی کیسې یې زمونږ د ولس په سینو کې خوندي دي.

دا چې ستاسو د یرغلګر پوځ په مقابل کې زمونږ د ولس دفاعي پاڅون او جهاد برحق وو نو له دې ټولو ناخوالو سره سره هغوئ وکولای شول چې ستاسو او ستاسو د ایتلافیانو د پرمختللي پوځ او ماډرنې ټیکنالوژۍ په مقابل كې په خالي لاس مقاومت وكړي چې په دې سره په تدریجي شکل ستاسو د پوځیانو تلفات او مصارف هم زیات شول او په پای کې داسې حد ته ورسیدل چې په عامو امریکایانو کې يې د دې ناروا جګړې په اړه بحثونه را وپارول او همدغه بحثونه او انګیرنې له ولس نه ولسي استازو ته نقل شوې چې بالاخره یې دا دی ستاسو په وړاندې د يوې ډيري مهمې او د بحث وړ مسئلې شکل غوره کړي دی. همدا اوس چې د افغانستان په پوځي او سیاسي ډګر کې کوم واقعیتونه تر سترګو کیږي د هغه په اړه ستاسو پوځي چارواکي تاسو ته غلط معلومات درکوي او هڅه کوي چې تاسو په هماغه ګمراه کوونکي خو شبینۍ کې پاته شئ، دوئ یوازې په شخصي لحاظ د مالي امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره خپل ځانونه بریالی ښیې او دجنګ په اور دتیلو پاشلو هڅه کوي.

ستاسو ددفاع وزیر رابرټ ګیټس چې کله دوینا میزته ودریږي نو په بیا بیا داخبره کوي چې مونږپه افغانستان کې دپرمختګ په حال کې یو، جنرال پیټرییس بیا وايې چې دافغانستان دوضعیت ابتکار زمونږ په لاس کې دی.که ریښتیاهم خبره دومره اسانه وي نوبیاولي ستاسوټولې خبري رسنۍ سږنی کال ستاسودپوځیانو لپاره ترټولوخونړی کال بولي!ولي هره ورځ ستاسو په هوايي ډګرونوکې په افغانستان کې ستاسو دوژل شویوپوځیانو خپلوان دهغوئ دبي روحه تابوتونو په سر دویر اوغم ژړا ګانې کوي ؟په تیرو دووکلونو کې ستاسو پوځي مشرانو دعسکر و دډیرښت، دنویو پوځي اډو او هوایې ډګرونو دجوړولو، دملیشو داستخدام، دکابل داجیرې اردو دپراختیا اودغه راز دبیلابیلو عملیاتو په ګډون مختلفې ستراتیژۍ په کار اچولي دي، مګر څنګه چې داهراقدام دواقعیتونو له مطالعې پرته ترسره شوی نوځکه یې نتیجه هم سرچپه راوتلې ده، دجګړې په ډګركې ستاسو دپوځي مشرانو ټولې هڅې زمونږ دولسي مقاومت له خوا په ډیره اسانۍ شنډې شوې دي.

تیرکال داوباما دنوې ستراتیژۍ له مخې دهیواد په جنوب کې ستاسې پوځیان زیات شول مونږ په ختیځ او شمال کې هم درته محاذونه اوعملیات تقویه کړل، تاسو داطرافي سیمو داشغال په نیت عملیات پیل کړل مونږ دکابل او کندهار په ګډون په مختلفو ښارونو کې دننه خپل عملیات او نفوذ پراخ کړ، تاسو دمقاومت دکمیدو هوډ درلود، موږ جهاد سرتاسري او افغانستان شموله کړ چې اوس په هیڅ سیمه کې هم ستاسو ځواکونه دارام ساه نه شي اخیستی.په تیرکال کې دخنجرپه نامه دهلمند عملیات چې تاسو دخپل بخت ازموینه بلله ستاسو دسرتیرولپاره له درنو تلفاتو اومطلقې ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه لرله، په کوموسیموکې چې تاسوعملیات ترسره کړي اوس په هغوسیموکې دپخوا په پرتله مقاومت زورور دی او ستاسو پوځیان په کې ډیرزیان ګالي، دهیواد په ختیځ کې دمجاهدینو دبریالیو عملیاتو په پایله کې ستاسو عزل كړل شوی جنرال مکرسټل اړشو چې داطرافي سیمو دساتلو ستراتیژې فسخ کړي او مرکزي سیمو ته دځواکونو دراټولولو نوي ستراتیژي اعلان کړي، ستاسوپه اصطلاح دمارجې برخلیك ټاکونکي عملیات چې په ډیره دبدبه پيل شول ستاسو زرګونه سرتیري یې په یوه مرګوني او سرساموونکي جګړه کې ښکیل کړ ل چې هره ورځ په کې درانه تلفات ګالي دغه راز سږ کال ستاسو جنرال پټرایوس دکندهار دعملیاتو نیت درلود مګر مجاهدینو دتل په شان بیاهم دحالاتو ابتکار په واک کې وساته او له دوئ وړاندې یې په کندهار کې خپل چریکي تكتيكي عملیات پیل کړل چې تردې مهاله په پوره بریالیتوب روان دي، ستاسو دملکي استازو ترټولو مهم پلان دملیشو جوړول دکابل حکومتي اردو پراخول وو مګر په دې پلان کې هغه وخت دوه زړي شول چې کله مجاهدینو په دغو پوځي لیکو کې خپل کسان ننو یستل اوپه ډیرو سیمو کې یې همدا ملیشي اودهغوی وسلې ستاسو په وړاندې استعمال کړې، خو له دې ټولو ښکاره ناکامیو سره سره ستاسو پوځي استازي بیاهم په جګړه ټینګار کوي اوپه پوره بي تفاوتۍ دبایلونکي جګړې په اړه تاسو ته ناسم معلومات درکوی.ستاسوپوځی مسؤلین اواستخباراتي ادارې ددي په خاطر چې خپله ناکامي پټه کړی اویا هم په افغانستان کې دجګړې ددوام دپاره تیرایستونکې دلایل درته وړاندي کړي کله په افغانستان کې روان مقاومت دافغانستان دګاونډیانو مداخله بولي او کله یې هم نوروته منسوبوي اوکله هم کوښښ کوي چې دغه وسلوال جهاددافغانانو له منځه یوازي دطالبانو (چې په افغانستان کې دا اصطلاح یوازي متعلیمینو ته استعما لیږي )مخالفت معرفي کړی او یا يې هم دیوه خاص قوم بغاوت بولی حال دا چې په افغانستان کې ستاسو پر ضد یو سر تاسری ملي قیام شوي دهر قوم، هري طبقې او هري سیمي زوړ او ځوان، نر او ښځه حتي ماشومان مو هم مقا بلی ته را وتلي دي، تاسو اوس عملادیوه هیواد مکملي نسل وژنې ته مټې را بډ وهلې، تاسوفکر وکړئ چې ددنیادغټوځواکونو په شمول داته څلويښتوهیوادو په پر مخ تللیو وسلو سمبال پوځ سره داسې مقابله چې دجنګ نوښت اوپر مختګ هم ددوئ په بر خه وي دڅوتنو وسلوالو په وس پوره دی ؟

ایا دا کار په یوه پټه او ضعیفه خارجي مدا خله امکان لري ؟

ایا یوازی دیوه هیواد طالبان (متعلمین )دا کار کولای شي؟

ایا له ګڼو قومونونه جوړ یوه هیواد کې یوازي یو قوم دنړئ له دومره ستر او مجهز ائتلاف سره ډغره وهلی شي ؟

که په بهرنۍ مداخله پر مختګ ممکن وای نو دکر زی حکو مت به کړی وا ی که دا مقاوت غیر افغا ني مجا هدین کوی نو ستاسو حکومت او ورسره ټول ائتلاف دي ثبوت وړا ندې کړي ستاسو له لوري چې افغانستان اشغال شوی او تر اشغال وروسته بیا په دویم ځل ستاسوپه مقابل کې وسلوال جهاد شروع شوی ستاسو له لوری دمخالفینو په نامه په لسګونونه، په سلګونونه، په زرګونونه، بلکي په لسګونوزره انسانان بند یان شوي دي ستاسو نظامي چارواکې دي مهر باني وکړي ددغو بندیانو له جملي څخه دي یوازي سل تنه وښيې چې بهر نیان دي بیا به موږ ومنو چې په افغا نستان کې له تاسو سره رښتیا هم غیر افغانان جنګیږي.تاسو که په دي حقایقو باور نشئ کولای نو یوه وړوکې تجربه وکړئ او هغه په دې ډول چې ددې حقایقو دلیدلو او سپړلو دپاره خپل یوداسې پلاوي افغانستان ته را واستوئ چې ستاسو داستخباراتو تر کنترول لاندې نه وي، بیا دلته په افغا نستان کې وګو رئ چې ستاسو دغه پلا وي ته ستاسو نظا میان له نظا مي بار کونو او هو ټلونو څخه د باندې دوتلو اجازه ور کوي او که يې دمعززوبندیانو!! غوندې ساتي.

اوکه فرضا دګر ځیدو او حقایقو دلیدواجازه ورهم کړي ایاهغوئ دکابل له څو محدو دو کو څو دباند ې وتلای شي او که ووزي دبیر ته ژوندي را ګر ځیدو چانس لري؟.تاسو باور وکړئ چې په ټول افغانستان کې به دپوځي قرار ګاوو دباندې دوه کیلومتره ساحه هم پیدانه کړئ چې ازاد په کې وګر ځئ، خو بر عکس مجاهدینو چې کله ستاسو داردو وسلوال پوځي بوبرګډال اسیر کړ نوپه همدې افغانستان کې يې پنځه سوه کیلومټره مزل ور باندې وکړ خو دده په قول چې په ټوله لار کې چا دریش (توقف )هم ورنه کړ.او که دا وړوکې غوندې تجربه هم نشئ کولای نو بیا اخلاقا زما لیک دیوه رښتني خو تریخ حقیقت په ډول ومنئ اونوردخپل مسؤلیت له مخې خپل ملت مه تبا کوئ، خپل نازولي بچیان په یوه بي پا یانه او بي ګټې جګړه کې داور بټۍ ته مه ور ټیل وهئ اوهم زموږ بیچاره، مظلوم اوڅه باندې دیرشوکلو جګړه ځپلی او هغه محسن ولس چې تاسو او ټوله نړئ یې دکمو نیزم له شره خلا صه کړي نور دخپلو پرمختللووسلو هدف مه ګر ځوئ اوپریږدئ چې دوئ هم دنور بشر په څیر په خپل ټاټوبي کې دازاد ژوند له نعمته برخمن شی.

امریکايي کانګریس والو! تاسو دخپل حکومت له لوری په دروغودجوړ شوی هغه نا معلوم او خیالي خطر تشویشونه له ذهنونو وباسئ چې ګو یا افغانستان به تر ازادۍ وروسته ستاسو او نورې نړۍ لپاره ضرر وي ځکه چې دا ستاسو دچارواکو یو غولونکې پرو پاګنډه ده اوهیڅ حقیقت نه لري، که داخبره خوږه وي که ترخه خوتاسو به يې اخیر منلو ته اړکیږئ چې دافغانستان جګړه تاسو نشئ ګټلای اوداځکه چې په افغانستان کې ستاسو په مقابل کې کومه مشخصه ډله نه جنګیږي چې تاسو یې په له منځه وړلو سره دجګړی ګټونکي شئ.تاسو له یوه داسي ولس سره جنګیږئ چې داشغالګروپه مقابل کې دمقاومت اوبریالتوب څوزره کلن تاریخ لري، له اشغالګروسره مقابله ددنیا او اخرت ګټه بولي، په دې لار کې مرګ او ژونددواړه خپله کا میابي بولي، ستاسو دملیاردونو ډالروقیمتي وسایط او په کلونو کلونو تربیه شوي عسکر دلته په ډیر کم مصرف، ساده اسبابو او ډیرو لږو مصارفو له منځه ځي.

دمثال په ډول دهلمند په ولایت کې زموږ یو مجاهد «۶۹کلن » سپین ږیری صالح جان اکا او دده « ۱۸کلن » زوي عطاجان په تیرو۲۱ میاشتو کې دوه په دوه د ناټو «۳۲ عرادي ټانګونه او۶عرادي رنجر موټر» دماینونو په وسیله له منځه وړي دي.داپه داسي اسبابو چې ټول مصرف یې یوازي ۲۵۰۰ ډالره شوی او مونږ ده ته یوازي همدا د۲۵۰۰ ډالرو اسباب ورکړي، هغه هم داسې اسباب چې خریداري یې دلښکر ګاه په بازار کې شوې او خرڅونکی دوکاندار یې تر ننه پوري هم په دې خبره نه دی پوه چې داڅیزونه دي دماین جوړولو لپاره کاریږي، داپه داسې حال کې چې صالح جان اکا اوزوي یې نه خو خپله بزګري ورته پري ایښې، نه له خپله کوره او کلي مسافرشوي، نه يې ددې کار لپاره کومه پوځي اکاډمي ویلې، اونه یې هم ددي کار په عوض کې معاوضه غوښتې. اوپه دي موده کې څلور ځله دنوموړي کور دائتلاف دقواوو له لوري تلاشي شوی خو داسې څه یې نه دي پکې پیداکړي چې هغه دي ستاسو روزل شویو پوځیانو پیژندلي وي چې دا مواد دماین په جوړولو کې استعمالیږي. دصالح جان اکاله قوله چې وايي: یوځل مي په هغوبهرنیو ځواکونودریموټ کنټرول بم چاودنه وکړه چې زما دکور له تلاشي کولو ورسته له کلي نه دوتو په حال کې ووچې یوکس پکې مړشو اوڅلورنور زخمیان شول، ماهمدې زخمیانو ته یخې اوبه وروړې ترڅو له یوې خوا دوئ را پوه نشي چې داکارما کړی او له بلې خواکه چیري دازخمیان په نا پوهي کې یخې او به وڅښي نوزخمونوته به يې تاوان وکړي.اوس تاسو پریکړه وکړئ چې د صالح جان اکا مقاومت به دخنجر، دغره ښاماراوامیدپه نوم په لویو لویو عملیاتو له منځه یوسئ اوکه به یې دمالي سرچینو په وچولو، پوځي ستراتیژیو په جوړولو او د پوځونو په را ډیرولو ختم کړئ ؟!.اوکه به دجنرالانو ادلون بدلون دصالح جان اوعطاجان په مورال کوم منفي اثر وکړی ؟ او که به يې په هغو تبلیغاتو له جګړې راوګرځوئ چې هغه ستاسو ټانګ په ماین پورته کړي وي او په خپلو سترګو يې لیدلی وي، خو په باګرام کې ستاسو دپوځ ویاند په رسنیو کې وایې چې هیڅ تاوان هم نه دی رسیدلی خیروخیرت دئ.

تاسو په دې هم غور وکړئ چې په داسې ډول د جګړې اوږدیدل به تاسو ته ډیر تکلیف وي او که موږ ته ؟!.

او دا چې د جګړي ابتکار اوس ستاسو په لاس کې دئ که زموږ؟

کانګریس والو! یوې بلې نقطې ته مو هم پام را اړوم هغه داچې تاسو له زرګونو کلیومټره لیري نه را غلي یاست او غواړئ چې دلته په دې سیمه کې نظامي اډې او ستراتیژیک مراکز ولرئ، نو څه فکر کوئ چې دسیمې هیوادونه او ولسونه به لاس تر زنې درته ناست او یوازی به مو ننداره کوي اوپه سیمه کې به ستاسو موجودیت اومدا خله زغمي اوپه عمل کې به هم هغه څه کوي کوم چې له تاسوسره دمیز پر سر وایې ؟.

دي سوال ته تاسو هغه وخت ښه ځواب پیدا کولای شئ چې فرض کړئ که ددې سیمې دهیوادونو پوځونه ستاسو ګاونډ ته په زور درشي او هلته دا ډول اډې درته جوړې کړي تاسو به یې وزغمئ اودهغوئ په دي خبروبه ځان ته قناعت ورکړئ چې دوئ درته ووایې چې موږ دلته ستاسو د امنیت دخوندي کولو لپاره راغلی یو ؟.

په هرحال داچې ستاسو دنړیوال شعار ( دیموکراسۍ ) داصولو له مخې پارلمان دپریکړو وروستۍ مرجع بلل کیږي او دهرلوي او کوچني ماموریت لپاره مالي بودیجې له همدې لوري تصویبیږي نوځکه د پيښو او قضایاوو دپایلو مسئولیت هم ترډیر ه تاسو ته راجع کیږي نو ما هم وغوښتل چې د افغانستان دځینو واقعیتونو په اړه څه توضیحات درته ولیکم.

په تلو تلو کې موی وې خبرې ته توجه راګرځوم هغه داچې تاسو باید په دې خبره ډیر فکر وکړئ چې تاسو افغانستان ته دڅه لپاره را غلي یاست ؟ ایا تر اوسه مو څه تر لاسه کړي او له دې وروسته به کوم څه تر لاسه کړئ ؟.

او کوم اوږد مهاله اهداف چې په سیمه کې لرئ ایاهغه به په افغانستان کې دجګړی دلاري تر لاسه کړای شئ؟

ددې لپاره چې خپل ولس مودباور رایه درکړې اوتاسو دهغوئ استازي ياست. نو موږ د افغانستان د قضيې د اصلي خاوندانو په توګه په دغه لیک کې دهغې یو ژوندی تصوير درته وړاندې کړ چې البته ستاسو د پوځي جنرالانو د پوځي لاسته راوړنو په هکله د خود ساخته رپوټونو سره ډير فرق لري.

داسلامی امارت ویاند قاري محمد یوسف احمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x