افغانستان

ننګرهار: د چاودني له امله ۷ ملکي وکړي مړه او دوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): نن سهار د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله ۷ ملکي وګړي مړه او ۲ نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې هغه وخت را منځته شوه کله چې د ملکي وګړو یو ډاټسن ډوله موټر د سړک د غاړي پر ښخ کړل شوی ماین ور برابر شو چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په چاودنه کې د یوې مېرمني او یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۷ تنه دی او دوه یې ټپیان ښودلي دي.

د پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې خو په دغه سیمه کې د داعش وسلوال فعال دي چې تېره ورځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د پچیراګام ولسوالي یې له داعش وسلوال پاکه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x