عبدالحکيم مجاهد د سولې شورا له غړيتوبه ګوښه کړای شو

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): د اجراييه رياست وياند ډاکټر مجيب الرحمن رحيمي په خپله فېسبوک پاڼه ويلي، د ګډ حکومت مشرانو پرېکړه کړې، چې د سولې عالي شورا سلاکار مولوي عبدالحکيم مجاهد د غير مسووله څرګندونو له امله نور نه شي کولای چې په خپله څوکۍ پاتې شي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ مولوي عبدالحکيم مجاهد د سولې اړوند يوې غونډې ته ويلي و، چې طالبان د کابل تر نیولو وړاندې د استاذ رباني په قول د سولې فرشتې وې. هغه د کمونیستي نظام مشران او په ځانګړي ډول ډاکټر نجیب الله جنایتکاران او د میلیونونو افغانانو د شهادت او هجرت عاملین بللي وو. نوموړي زیاته کړې وه چې که طالبان باغیان بلل کیږي نو باید احمد شاه مسعود هم د داودخان د مشروع او قانوني حکومت پر ضد باغي وبلل شي.

د عبدالحکيم مجاهد څرګندونو د شمال ټلوالې او نورو حکومتي چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور غوښتنه کړې، چې ښاغلی مجاهد دې بندي شي او محکمې ته دې معرفي شي.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ هم تېره شپه په دې اړه توند غبرګون ښوولی و او ژمنه يې کړې وه چې هېڅوک نه شي کولای د بيان له ازادۍ په ګټه اخيستو د هېواد دښمنان د سولې فرشتې وبولي او د هېواد ملي رهبرانو ته سپکاوی وکړي.

شېبه مخکې د اجراييه رياست وياند مجيب رحيمي په خپله فېسبوک پاڼه اعلان کړی، چې عبدالحکيم مجاهد له خپلې دندې ګوښه کړای شوی او نور نه شي کولای، چې د سولې عالي شورا سلاکار شي.

مولوي عبدالحکیم مجاهد د سولې عالي شورا له مهمو او کلیدي شخصیتونو څخه شمېرل کېده، چې ګوښه کېدل یې د دې شورا د ضعف او کمزورۍ په اړه اندېښنې راټوکولی شي..

تر اوسه د سولې شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالحکيم مجاهد د استعفا په اړه څه نه دي ويلي.

د ښاغلي مجاهد هغه څرګندونې چې له سولې شورا څخه د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شوې، په لاندې ویډیو کې اوریدلی شئ:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak khan
میلمه
mayak khan

دحکمو متي چارواکو له دغې کړنې څخه داواضحه شوه چې دلته هیڅ ډول نظام شتون نلري بلکه د نانځکې په څیر حرکات کول دي، او دڅو مغرضو او بې واګو کسانو خوښون ته دملت او خلکو ارادې او غوښتنې ندرانه کول دي،او دلته هغه څه مطرح دي چې یر غلګر او دهغه آشر باڼي پردي باله ئې غواړي،که داسې نوی نو آیا د دوی په آند دیوه چا په هکله وینا یواځې د مجاهد په حق کښې جرم شو، ایا دنزارې ټلوالې غړیو دملې او ریښتونو آتلانو په حق کښې سبکاوی ونکړ؟ آیا دآرګ کرایه شویو لیکوالانو دافغانستان داساسي قانو… نور لوستل »