کتاب بايد په وېښ عقل ولولو

احمدالله احمدزی

زموږ يوه تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې لا هم زموږ د مدرسو او پوهنتون محصلين، زده‌کوونکي او حتا استادان د مطالعې له اصلي معنا سره بلد نه يو. له همدې امله زموږ ليکوالان، څېړونکي او لوستونکي د خپلې پوهې په زياتولو کې له ستونزو سره مخ کيږي.

د بلاغت او نقد معاصر امام شيخ البلاغيين دوکتور محمد محمد ابو موسی وايي، موږ بايد مطالعه په وېښ عقل وکړو او يوازې د کتاب ظاهري کلماتو ته ونه ګورو.

زموږ د ليکوالانو او محققينو د غير ارادي تېروتنو يو مهم لامل دا دی، چې خبره د اصل علمي مرجع پر ځای له نورو مراجعو را اخلي. د ساري په توګه زموږ ګڼ ليکوالان په ناپامۍ او ځينې غرب ځپلي په لوی لاس د اسلامي تاريخ پاڼو ته په داسې نظر ګوري لکه دوښمن چې ورته ګوري، يا د اسلامي ادب په اړه د مستشريقينو او غرب ځپلو کتابونه لولي، مني يې او بيا يې نورو ته په يوه او بله طريقه وړاندې کوي.

زموږ ډېری ليکوالان، پوهان او د پوهنتونو استادان د اسلامي خلافت د تاريخ يوازې له هغو برخو بحثونه کوي، چې د دوی زړه پرې يخېږي او د نوي نسل د نهيلۍ لامل ګرځي او دوی د خپلې خبرې لپاره په خپل ګومان يو دليل هم لري، خو په علمي او اکاډيميکه توګه دا دليل د منلو نه دی. د ساري په توګه زموږ ګڼ لیکوالان د اموي، عباسي او عثماني خلافت د چارواکو د عياشۍ او اصراف اړخونه را اخلي او مرجع يې هم د تاريخي کتابونو پر ځای ادبي کتابونه وي. که موږ تاسې وګورو، نو زموږ ډېری څېړونکي او پوهان د تاريخي مسئلو حواله د مستندو تاريخي کتابونو پر ځای په الاغاني يا په هغو کتابونو ورکوي، چې له الاغاني اخيستل شوي وي.

کتاب الاغاني په څلورمه هجري پېړۍ کې ابو الفرج الاصفهاني ليکلی دی. څېړونکي او د نقد علماء د دغه کتاب په اړه وايي، چې د تاريخي او علمي څېړونو لپاره د ګټې اخيستو وړ نه دی، بلکې يوازې د سات تېرۍ لپاره ښه دی، خو په خبره يې به يې باور نه کوې. د نقد او تحقيق علماء وايي، چې الاغاني د انساني اخلاقياتو مثبت او قوي اړخونه پرېښي او يوازې هغو کمزورو او بد اخلاقو اړخونو ته يې اشاره کړې، چې ډېری يې په تاريخي او علمي رواياتو ثابت هم نه دي.

که موږ تاسې وګورو، نو هېڅ محقق عالم له الاغاني د علمي او تاريخي مرجع په توګه ګټه نه ده اخيستې، بلکې يوازې د لږې پوهې څښتنانو او مغرضو مستشرقينو او نورو غرب ځپلو ترې مستقيمه يا غير مستقيمه استفاده کړې او ټوله موخه يې دا ده، چې مسلمانان څرنګه په خپل تاريخ او ماضي بد ګومانه کړي.

که يو تاريخ پوه زما د امت له تمدن او تاريخي پرمختګونو سترګې پټوي، يو ليکوال زما د خلافت هغه فتوحات نه يادوي، چې مسلمانانو څرنګه په خپله لومړۍ پېړۍ کې هسپانيا فتحه کړه او د فرانسې تر سرحده ورسېدل، اروپا کې يې د علم او پوهې رڼا خپره کړه. منځلاري او معتدل اروپايان اوس هم ځانونه د اسلام او مسلمانانو د احسان پوروړي بولي، هغه وخت چې اروپا په تيارو کې وه، خپل اولادونه او لوڼه به يې اندلس ته د زده‌کړو لپاره لېږل، دغو مسلمانانو په خپلې لومړۍ پېړۍ کې سند، هند او چين ته د اسلامي خلافت وړانګې ورسولې او اروپا کې اوس هم د مسلمانانو د تمدن داسې نښې پاتې دي، چې اروپايان يې د نوې پرمختللې ټينکالوجي سربېره په سيالۍ کولو عاجز دي او داسې نور مثالونه يې د تاريخ په کتابونو کې بې شمېره موندل کيږي، چې مسلمانانو، طب، تاريخ، فلسفې او نورو انساني علومو ته څومره کار کړی دی. دوی اوس هم په امريکا کې د ابن رشد دفلسفې فاکولتې فعالې دي، اوس هم د ابن سينا له او نورو مسلمانانو له طبي ماخذونو استفاده کوي.

نو زه به څرنګه د يو ليکوال او تاريخ پوه په خبره باور وکړم، چې د مسلمانانو له برم او عظمت ډک تاريخ څخه سترګې پټوي او په جعلي کمزورو رواياتونو د مسلمانانو سپکاوی کوي.

دا يوازې په تاريخ کې نه ده، بلکې په سيرت، ادب او نورو علومو کې هم موږ دې بيخي اړتيا نه لرو، چې د کفارو او مستشقرينو په کتابونو استدلال وکړو. دلته يو شمېر مخلص او ځينې غرب ځپلي دوستان شته، چې سيرت، حديث، علوم الحديث او نور ديني علوم د کفارو او مستشرقينو په کتابونو کې لولي او ځينې بيا په فخر هم وايي، چې «حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د غير مسلمو له نظره» دا په خپله دومره ستره تېروتنه ده، چې حد يې نه شته. د ساري په توګه د مايکل هارټ يهودي «سل ستر انسانان» کتاب دی. زموږ ډېری مسلمانان لا هم فخر کوي، چې يو يهودي زموږ پيغمبر عليه السلام ته دومره درناوی لري، چې په خپل کتاب کې يې نوم په اول سر کې راوړی دی او د خپلو پوهانو نومونه يې وروسته راوړي دي، خو دېته پام نه کوو، چې موږ ولې خپل پيغمبر د يهودي په خوله پېژنو او دې ته هم نه ګورو، چې دغه يهودي د يو پيغمبر سره تا ته خپل اويا ستر يهودان در پېژندلي دي. له مادي پلوه هم دغه کتاب په اروپا او امريکا کې دومره نه دی پلورل شوی، څومره چې اسلامي نړۍ کې خپور شوی او پلورل شوی او ګټه يې ليکوال ته تللې ده.

همدارنګه که موږ د سيرت علم او فقه السيره د مستشرقينو په کتابونو کې زده کوو، نو اول زيان به مو دا کړی وي، چې په ګوړه کې به زهر خورو. دغه مستشرقين له «جيب» نېولې تر ټولو پورې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په بدني اړخ ټينګار کوي، پيغمبر عليه السلام يو غښتلی قوماندان او عبقري انسان بولي، خو کوشش کوي، چې روحي اړخ يې کمزوری وښيي.

همدا رنګه په ټولو اړخونو او فنونو کې که موږ د مستشرقينو او غرب ځپلو کتابونه ګورو، نو که لږ هم فکر وکړو، زهر به راته په کې په اسانه ښکاره شي او موږ يوازې هغه مهال دغو زهرجنو نکتو ته متوجه کېدای شو، چې په وېښ عقل او پوره احتياط دغه کتابونه ولولو.

شيخ محمد محمد ابو موسی وايي، چې پردي معارف او علوم د دې لپاره نه لولو، چې موږ دې هم د دوی په څېر فکر وکړو، دا کتابونه او علوم د دې لپاره لولو، چې پوه شو دا خلک زموږ او زموږ د دين په اړه څه فکر کوي.

که موږ د شيخ محمد ابو موسی دغه نصيحت په خپل لوست او مطالعه کې عملي کړو، پوه به شو، چې د دغو خلکو ليکنې او کتابونه څومره له زهرو ډک دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د