نظــر

د نوي کور نوي ژوند ډرامې لیکونکو ته څو مشورې

له یوې لسیزې قضایي وروسته دا څو ورځې  بیاد نوي کور  نوي ژوند ډرامې اورم ، چې بي بي سي یې خپروي  دا ډرامې چې دافغانستان  دورځني ژوند تمثیل په کې وړاندې کیږي ، آبله ورځ مې په کې اوریدل  چې په افغانستان کې دامریکایي یرغل په خلاف دروان جهاد مجاهدین او د هغوی مبارزه هم په کې تمثیلیږي ، دسربند کلي  د لال باز  زوی ( شمس)په داسې حال کې کورته راغی ، چې زبون یي وهل شوی او له ډاره یې خبرې نه شوای کولای ،  ځکه ده مجاهدین / طالبان لیدلي وو چې  د ادم خان له کوره راووتل  او دغره په خوا لاړل .

د برکلي ژرنده ګړي بابا اسلم  هم  نیمه شپه څو تنه مخ پټي وسلوال لیدلي وو ، خو له ډاره یې غږ ورباندې نه وو کړی ،  معلم رحیم  بابا اسلم ته وویل ( ښه ده چې غږ دې ورباندې نه دی کړی  دا ډیر بداخلاقه خلک دي دسپینږیرو لحاظ نه کوي )  بله خوا  د دامان په کلي سیلاب راغلی ، کله یې چې خلکو ته دموسسې مرستې وروړل کیدلې ، په لاره کې همدې  وسلوالو مخالفینو  کاروان چور کړ او دوه تنه دموسسې کارکوونکي یې وتښتول .

دا ټولې پیښې ښيي چې په نوي کور نوي ژوند کې دافغانستان دروان جهاد  مجاهدین په منفي رول کې راوړاندې کیږي ، ځکه له دوی سره د ملک ادم خان او کریم غوندې منفي کرکټرونه ارتباط لري ، دا چې دنوي کور نوي ژوند جوړونکو دا ځل مټې رابډوهلي او هڅه کوي چې خپله ډرامه له اجتماعي چوکاټه وباسي او سیاسي مسائل په کې داخل کړي نو ددې لپاره  چې دافغانستان واقعي انځور یې لوستونکو ته وړاندې کړی وي لاندې مشورې باید په غوږ کې ونیسي .

 زما په نظر دابه منلو وړ نه وي ، چې په ډرامه کې مجاهدین پرته له امریکایانو راپیدا کیږي  ، دا ډرامه که په رښتیا دافغانستان دپیښو هنداره وي نو  باید په تېرو لسوکلونو کې   دامریکایانو یرغل  په کې تمثیل شوی وای ، لومړی باید په برکلي دامریکایي طیارو څو بمونه غورځیدلي وای ، چې غرز یې  آن دسربندکلي ته رسیدلی وای ، بابااسلم باید په دې جرم  ګوانتانامو ته  لیږل شوی وای ، چې  یو وخت یې زوی  په القاعده کې وه ، دبرکلي ملاصاحب هم باید  دبګرام ، پل چرخي یا لږترلږه  د ولسوالۍ زندان تېر کړی وای ، دولسوال په څوکۍ باید پخوانۍ ټوپکسالار  کومندان  محبت خان ناست وای  او څو تنه چرسیان یې  عسکر وای ، دکوزکلي په کروندو  او حاصلخیزو ځمکو کې باید امریکایانو بیس جوړ کړی وای ، او شاوخوا  باغونه ، پټي ، ویالې او کورونه یې ټول په بلډوزرو نړولي وای ، د پیرو کوچي میږې باید دغونډۍ په لمن کې په غونچه یي بمونو الوتې وای او د سربند کلي دجانباز په کور بایددامریکایي بلک واټر یا سپیشل فورسو  یوه ړنده  چاپه غورځیدلي وای ، زوی لال باز یې ورشهید کړی وای ، لمسی یې  سپیو داړلی وای ، او د   نږور(  غوټۍ)  ګاڼې او زیورات  یي باید ټول ترې غلا کړي وای .

په امریکایانو سربیره باید  په ډرامه کې  دکرایي عسکرو ، ملیشو او اربکیانو رول هم تمثیل شوی وای ، کریم  چې اوس په طالبانو تپل کیږي ، باید  داربکیانو کومندان وای ، او دبر کلي دملاصاحب په کور کې یې پوسته جوړه وای ، دکریم اربکیانو باید د عابدې ترور چرګې پټولای ، اود غفار دوکان یې په نیمه شپه لوټ کړای وای .

دا چې دامریکایانو له راتګ وروسته په ډرامه کې جانداد  او میرمن یې په ایډز مبتلا شوي ، واقع بینانه تمثیل شوی ،  خو ددوی زوی  امید باید دامریکایي زهرجنو وسلو داستعمال له امله معیوب یا په سوء خلقت مبتلا زیږیدلی وای ،  د دیموکراسۍ له راتګ سره  باید  سرور خان بیرته چرسي شوای وای ، او په خپله ټولو مځکو یې کوکنار کرلي وای ،  ملک فتح خان باید ټولې سلطاني ځمکي غصب کړي وای ، او رحیم داد نایي باید له لوږې او مفلسۍ خپل اولاد پلورلای  وای .

که په ډرامه کې  دغسې دظلم ، ستم ، زورواکي او یرغل صحنې تمثیل شوي وای ، خود بخوده  د اولس غبرګون او دطالبانو پاڅون او جهاد ته  اړتیا پیښیدله ، بیا که مجاهدین راپورته  وای هم  خلکو ته به دډرامې دپیښو جریان طبیعي او موجه  بریښېده ، خو اوس چې په ډرامه کې  طالبان  په وچ زور  دپوڅکۍ  غوندې راشنه کیږي ، داوریدونکو  ذهن یې شاید ونه مني ، ځکه ددنیا پیښې دعلت او معلول  دتسلسل په دود په مخ رواني دي .

شاید دنوي کور نوي ژوند جوړونکو پتیېلي وي ، چې دخپلو یرغلګر و ولینعمتانو  دفرمان له مخې په ډرامه کې جهاد او مجاهدین ناڅاپه راپیدا کړي او بیا یي چې څرنګه خوښه وي ، هماغسې یې تر زهرجنو تبلیغاتي ګوزارونو لاندې ونیسي ، خو دوی دې ډاډه اوسي چې په دې ناموجهه ورسپارل شوې لوبه کې به یوازې ځان وشرموي او خپل اعتبار به  په صفر کې ضرب کړي .

ځکه  دوی هڅه کوي زموږ هیوادوالو ته  دخپلو اصیلو ارزښتونو سرچپه تصویر په لاس ورکړي ، دوی غواړي  داولس عقیده مسخ کړي ، برحق جهاد  ورته  فساد معرفي کړي ، مجاهدین  او غازیان ورته  شوکماران معرفي کړي ، او دکفارو  تبشیري  هڅې ورته خیریه  مرستې وښيي ، دوی نیت لري دافغانستان  یو متدین او باعزته کلی  دنیویارک او یا پاریس ښار دکومې حاشیې غوندې وځلوي ، چیرته  چې اتیا کلنې بوډۍ انتخاباتي کمپاین چلوي ، او پیغلې او ځوانان په کې له یو بل سره  په ښکاره  عشقبازي او شهوت پرستي کوي .

خو ما ته ددوی تړلی کوږ بار سر له اوسه غورځیدلی ښکاري ، زما مشوره ددې ډرامې لیکونکو ،  تخنیک کارانو او ممثلانو ته داده ، چې  دڅو پیسو لپاره دې  مشهود حقائق نه  مسخ کوي  ، ددیني او ملي  ارزښتونو په وړاندې دې نه دریږي او نه دې  لمر په دوو ګوتو پټوي که دوی غواړي دپردیو لپاره خپل تاریخ مسخ کړي ، نو بیا دې داولس او تاریخ قضاوت ته هم ټینګ شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x