شعـــــرونه

غزل/ مختار لونګ

مختار لونګ

منم هر چا ته د قسمته رسي
ماته دا ستا له محبته رسي

هر قام که پریښوده رسۍ د اسلام
هغه ملت به تر ذلته رسي

پا که دې ساته د زړګي هینداره
دا نری شک دې تر تهمته رسي

جانانه غم دې وفادار دی ګوره
راته له هر څه نه د وخته رسي

پام چې ازار نکړي مظلوم زړګوټي
ازار د دوی د خدای تر تخته رسي

که دې کار خیر یا د شر وکړلو
ستا اجوره به تر قیامته رسي

د ملنګۍ خویونه شته لونګ کې
د یار کوڅې ته بې له سته رسي.

مختار لونګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x