ادبي لیکني

نيمه په لس «لنډه کيسه»

عارف خان ځلاند

تاو راتاو شوه, څو قدمه مخکې لاړه نوک نیولې شوه، موټر تیز بریک ونیو, د مخ دروازه یې خلاصه شوه.
یو د سپینو جامو ځوانه ترې راښکته شو, مخامخ دوکان ته روان شو, له ورستي سیټ نه ماشوم غږ کړل.
راتم شو په مکرجن غږ لالا لالا مټایان.

دوکان ته ننوت ځنډ یې ونکړو ډک لاس راووت، څه به و، خو ورستي سیټ ته یې دې ننه کړل، تور بوټ یې له ټیر سره وجنګاوه , د واروې څو سپینې ټوټې ترې ولویدې.

د چپ لاس دوه ګوتې یې د سیټ خلاصولو ته وغځولې، غږ یې تر غوږ شو، شا ته یې وکتل، وړه ماشومه ولاړه وه, په ژړغوني غږ لالا لس روپۍ, غلی شو, اسمان ته یې وکتل د واورې وړه پخه یې په سترګه کې ولګیده, جوب ته یې لاس کړ, ماشومې وخندل, سپینه ټوټه یې راویسته, سترګه یې ومښله,ټوټه یې ګوزار کړه,سترګې یې د ماشومې سترګو ته کړې, څه یې کوي, دویمه ده, چې وږې یم, نو, {لس} نیمه ډوډۍ په لس ده.
ماشوم غږ کړل لالا یخ دی، ځوان د سيټ درز ویست, په دوو ګوتو یې د موټر چابي واړوله, د موټر مخکینی ټیر تیز واوښت واوره وبادیده, د ماشومې په لوڅ سر ولګیده, چاودي لاسونه یې پورته کړل ګګر ویښته یې ټک وهل, اسمان ته یې وکتل تش لاس بیا دې لسو په لټه کې شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x