افغانستان

د اساسي قانون د کليزې په مناسبت جوړه شوې غونډه ګډه وډه شوه

نن غرمه شاو خوا لس بجې د کابل په اماني لیسه کې د اساسي قانون د کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شوه چې چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون رييس قاضي ګل رحمن دريځ ته د خبرو لپاره راغی او د ګازډبې د چاودنې له امله د غونډې ګډونوال وارخطا یو خوا بلخوا په منډه شول. ويل کيږي چې په غونډه يو شمېر لوړ پوړي قاضیان، جنرالان. او څارنوال د ښځينه ګډونوالو په شمول د پيښې له ځایه په تيښته بریالي شول. ويل کيږي چې ګډونوال له دې امله وارخطا شول چې فکر يې کاو دا به

کومه بمي چاودنه وي. وروسته بيا امنيتي ځواکونه او اطفائيه تالار ته راغلل او اور يې مړ کړ. په دې پېښه کې هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى. امنيتي ځواکونو خبريالانو د عکاسي اجاه ورنکړه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x