افغانستان

د سره صلیب تښتول شوی بهرنی کارمند خوشي شو

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): د سره صلیب یو تن کارکوونکی چې د تېر کال ۲۰۱۶ دیسمبر میاشتي له ۱۹ نېټې راهیسي په کندز ولایت کې تښتول شوی وو، نن ورځ خوشي شو او د سره صلیب ادارې ته وسپارل شو.

د سره صلیب ادارې پر وېب پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی کارکوونکی اوس په کندز ولایت کې د سره صلیب ادارې سره یو ځای شوی دی.

د سره صلیب دغه بهرنی کارمند جون کارلوس «Juan Carlos» نومیږي، د خپل ټیم سره یې یو ځای له کندز ولایت څخه مزارشریف ته سفر کوی چې پر لاري د غلو له لوري وتښتول شو او افغاني ملګري يې خوشي پرېښودل شول.

په افغانستان کې د سره صلیب ادارې مشري «مونیکا» ویلي چې «دوی ډېر خوښ دي، جان کارلوس په خیر سره له دوی سره یو ځای شو، هغه روغ او جوړ دی، د هغه تښتول زمونږ لپاره او د هغه د کورنۍ لپاره یوه لویه صدمه وه».

د سره صلیب ادارې په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د تښتوونکو په اړه هیڅ چاته معلومات ور نه کړي او نه به همدا روښانه کړي چې هغوی څه غوښتل او په څه شرایطو یې ددوی کارکوونکی بیرته خوشي کړی دی.

سره صلیب اداره له تیرو ۳۰ کلونو راهیسي په افغانستان کې کار کوي، طبي خدمات، د اوبو او صحي ماحول په برخه کې، بندي خانو ته رسیدګي او نور بشري کومکونه کوي چې هر کال یې په زرګونو افغانانو ته ګټه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x