افغانستان

د ننګرهار په چاپه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): د تېرې جمعې په شپه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۶مې ویالې په سیمه کې امریکايي ځواکونو د افغان سرتیرو په ملتیا د یو قومي مشر «حاجي حضرت خان» په کور چاپه ووهله او خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو هغه مهال دغه پېښه «جنایت» او د «اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو» وحشي چاپه ګڼلې وه. ذبیح الله مجاهد په چاپه کې د شپږ تنو ولسي وګړو د وژنې ترڅنګ د شپږو نورو د بندي کیدو خبر ورکړی و.

خو پژواک اژانس تازه موندلې چې سیمې ته د تحقیقاتو لپاره لیږل شوي دولتي پلاوي هم منلې چې په چاپه کې ټول وژل شوي، ټپیان او نیول شوي کسان عام ولسي وګړي دي او خپل راپور یې د ولایت مقام ته سپارلی دی.

که څه هم د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د پېښې په سبا له رسنیو سره ژمنه وکړه چې ډیر ژر به د تحقیقاتو نتایج په ډاګه کړي، خو تراوسه یې د تحقیقاتي پلاوي لخوا ورسپارل شوی راپور له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

د سیمې اوسیدونکو نن ټکی اسیا ته د نوم نه خپرولو د سپارښتنې ترڅنګ د ملکي وګړو د وژنې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د چاپې پرمهال د کور اوسیدونکي ویده وو او هیڅ مقاومت یې نه دی کړی خو بیا هم امریکايي ځواکونو او افغان سرتیرو په کور باندې له الوتکو څخه داسې راکټي بریدونه وکړل چې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی.

د سرچینې په وینا په دغې چاپه کې د دوه ماشومانو په ګډون شپږ تنه بې ګناه کسان وژل شوي او ځیني نور یې ټپیان کړي دي.

نن ټکی اسیا د وژل شوو کسانو انځورونه هم ترلاسه کړي چې ځیني یې د کم عمر ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي و چې دا عملیات یې د القاعدې شبکې د یو مهم مالي مسئول د نیولو لپاره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې پېښې یوه اونۍ مخکې همدې سیمې ته څېرمه طالبانو د ننګرهار د والي ګلاب منګل په کاروان برید کړی و چې د درې رینجرو په ویجاړولو سربېره یې لسو تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه، خو پخپله منګل له بریده روغ وتلی و.

داسې باورونه هم شته چې د سیمې د قومي مشر حاجي حضرت خان په کور یاد پوځي عملیات به د نوموړي برید په غچ او تعقیب کې ترسره شوي وي.

هېره دې نه وي چې تر دې پېښې درې ورځې مخکې د همدې ولسوالۍ په ګلاهي سیمه کې امریکايي عسکرو د افغان سرتیرو په ملتیا د عامو خلکو په کورونو چاپه ووهله، د کورونو او مسجد یې دروازې او کړکۍ يې ماتې کړې، د خلکو شخصي پیسې او شتمنۍ يې لوټ کړې، خلک یې وډبول خو څوک ونه وژل.

له امریکایانو سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته داسې ویل کیدل چې د ۲۰۱۵ کال له پیله به په افغانستان کې امریکایي ځواکونه نظامي عملیات نه کوي بلکې د افغان ځواکونو د روزنې پروسه به پرمخ وړي، خو په تېرو دوه کلونو کې د امریکایانو د پوځي عملیاتو لړۍ عملا جاري ساتل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x