fbpx
شیخ مولانا سلیم الله خان صاحب - رحمة الله علیه

د وفاق المدارس مشر مولانا سلیم الله خان وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومې ۲۶، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د وفاق المدارس مشر او د جامعه فاروقیه مدرسې بنسټ ایښودونکی شیخ الحدیث مولانا سلیم الله خان صاحب – رحمة الله علیه – نن د شاوخوا سلو کلونو په عمر د کراچۍ په ښار کې د مختصري ناروغۍ وروسته وفات شو.

نوموړی د دیوبند له مشهورو او نوموتو علماوو څخه شمېرل کېده، د مولانا حسین احمد مدني رحمه الله ځانګړی شاګرد و او په خپله مدرسه «فاروقیه جامعه» کې یې د شاوخوا پنځوسو کلونو څخه د حدیثو تدریس کړی.

د مولانا سلیم الله خان پر لاس د دیوبندی مسلک په زرګونو علماء فارغ شوي او مدرسه یې په سیمه کې یوه له معتبرو دیني مدرسو څخه شمېرل کیږي. هغه د مفتي تقي عثماني او نورو ګڼو مشهورو علماوو له استاذانو څخه و.

نوموړی په اصل کې د هندوستان پښتون و، د هندوستان د تقسیم پر وخت د پاکستان کراچۍ ښار ته مهاجر شوی و او هلته یې په مختلفو مشهور مدارسو لکه دار العلوم او نیوټاون کې تدریس کړی او بیا یې په کال ۱۹۶۷ کې د جامعه فاروقیه مدرسې بنسټ کښېښود.

جامعه فاروقیه په سیمه کې د دیوبندي مسلک یوه له مشهورو او معتبرو مدارسو څخه شمېرل کیږي چې د پاکستان له داخل او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته د دیني علومو طالبان د حنفي فقهي او شرعي علومو د زده کړې لپاره مراجعه کوي.

مولانا سلیم الله خان د «کشف الباري» په نامه د بخاري شریف شرحه هم لیکلي چې پر ۱۷ جلدونو مشتمله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د