Kabul-city
کابل ښار

ايا ريښتیا دکابل وضعیت تر کنټرول لاندې دی؟ – سرمقاله

پرون ورځ دکابل ولایت امنیه قومندان له رسنیو سره په خبرو کې وویل : سره له دې چې کابل ښارله ترهګريزو او سياسي ګواښونو سره مخ دى، خو پوليس د وضعيت کنټرول په لاس کې لري.”

کابل امنیه قومندان د ژورنالیستانو خبرې غونډې ته د وینا په مهال زياته کړه چې اوس مهال وسله والو مخالفينو خپل ټول فعالیتونه په کابل متمرکز کړى او په خپل ټول توان هڅه کوي، چې وضعيت نازک وښیي، خو امنيتي ځواکونو اړين تدابير نيولي او هغوئ يې په خپلو پلانونو کې برياليتوب ته نه دي پرېښي .

د کابل امنیه قومندان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نه یواځې له پوځي اړخه ،بلکې له جنايي پلوه هم کابل ښار د ټول هیواد په کچه په نا أمن ترین ښاربدل شوی چې د هیچا د سر اومال تحفظ ورکې نشته .

په امنیتي لحاظ له تیرو دریو اونیوراهیسي دغه ښار په مسلسله توګه د طالبانو د پوځي بریدونو شاهد وه ،طالبانو دغه بریدونه د کابل ولایت په ترټولوخوندې سیموکې په داسې حالت کې اجراء کړل چې بهرنیو ځواکونوته یې درانه ځاني او مالي تاوانونه ور واړول .

په کابل کې دامریکاسفارت، ارګ ماڼۍ او دهغې خوا وشا دیپلوماتیکه ساحه هغه سیمې دي چې د حفاظت او ۲۴ ساعته مراقبت لپاره یې ډیرټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي ، ځاي په ځای محکم کانګریټي دیوالونه ، بریښنا لرونکي اغزن تارونه ، مراقبتي کامرې او موظف امنیتي ځواکونه ځاي پرځای او هلته د ورتلونکو کسانو دهویت پژندلو لپاره مشخص کارتونه تعین شوي ، حتی ځیني سیمې خویې داسې هم شته چې هلته د افغانانو په ورتګ بندیز لګول شوی ، خو د دې ټولو باوجود په همدغو مصؤنو او خوندي ساحوکې د طالبانو لخوا په بهرنیانو بریدونه شوي ، دهغوئ پوځي تأسیسات او لیږدوونکي وسائط تخریب شوي او هغوئ ته ځاني زیانونه ور اوښتي .

لکه څرنګه چې د کابل امنیه قومندان وايي چې مخالفینو خپل ټول فشار د کابل ښارته متوجه کړی اوغواړي دلته امنیتي حالت نازک وښيي … واقعا هم چې تر بل هروخت زیات کابل د طالبانو د بریدونو هدف دی ، خو هغه بریدونه یواځې نمایشي اویا د وضعیت نازک ښودلو بریدونه نه، بلکې واقعایې هم امریکایان ، هم دناټوځواکونه او هم دکابل ادارې امنیتي ارګانونه له سخت تشویشناک حالت سره مخ کړي .

په دوو اونیو کې دری ځله یواځې د کابل په ښارکې د بهرنیانو تر ټولومهم پوځي او دیپلوماتیک مرکزونه په نښه کیدل او په هغوئ باندې عملیات ترسره کیدل په بشپړه توګه د دې ښکارندوي دي چې دلته وضعیت له کنټروله وتلی ، اوبهرني او داخلي ځواکونه چې دنوی عیسوي کال د مراسمو له وجې د فوق العاده امنیتي احضاراتو په حال کې قرار لري بیاهم په دې نه دې توانیدلي چې د برید ګرو د بریدونه مخه ونیسي .

بل لوری په کابل ښارکې د غلو ، سړي تښتوونکو او نورو جرمونو جنايي پیښې هم په د ومره کچه زیاتې شوې چې کنټرول یې د پولیسو او نورو تعقیبي ارګانونو له واکه وتلی .

په ټول هیواد په تیره کابل ښارکې د دغو جنايي پیښو دزیاتوالي لامل په دولتي سیسټم کې دفساد بي کچې شتون دی چې ټول هیواد وال او کابل ښاریان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي .

دکابل پولیس د دې په ځای چې وضعیت کنټرول کړي د دولت په لیکو کې دموجود فساد له امله لا دفساد په خپرواي کې کوښښ کوي او دجنايي پیښو ترسره کوونکي بانډونه دپولیسو په مرسته او د هغوئ له یو نیفورم ، وسلې او نقلیه وسائطوڅخه په استفادې سره غلاوې ، اختطاف او شخصي قتلونه کوي چې په دې سره کابل ښار یومطلق بي ادارې او بي کنټروله ښار ګڼل کیږي

د نن ټکي آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د