
عبدالحکیم مجاهد د حکومت د دیموکراسي بکارت وشکاوه

عبدالرحیم (ثاقب) – سیاسي شنونکی او لیکوال
د پنجشنبې په ورځ د سولې د عالی شورا پخواني مرستیال او د دې شورا سلاکار ښاغلي عبدالحکیم (مجاهد) د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ له لورې په جوړې کړای شوې غونډې کې د دې غونډې د نورو برخوالو ترڅنګ په تیرو څلوېښتو کلونو کې د سولې د خبرو په ارزونې باندې یو لړ وضاحتونه لرل.
ښاغلی مجاهد د خپلو وضاحتونو په ترڅ کې وویل: ((په هرڅه کې افراط او له قضایاوو ناسم برداشت زمونږ د ټولو ستونزو اصلي لامل دی. طالبانو د روسانو او د هغوی د ملګرو (کمونسټانو) په مقابل کې جهاد وکړ، کله چې جهاد بریالیتوب ته ورسیده، طالبان له هر ډول امتیاز اخیستلو پرته بیرته خپلو مدرسو ته ولاړل او واک یې مجاهدینو ته پريښود. ښاغلي صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني ونه کړای شول چې په هیواد کې امنیت راولي؛ ځکه چې ګډوډي خپله د همدوي د حکومت محصول وه، هماغه وو چې طالبانو د ګډوډي له منځه وړلو او ملي وحدت د تأمین لپاره راودانګل.
د استاد رباني په اعتراف طالبان مقدسې پرښتې وې چې خپله ده ورسره مرسته کوله، طالبانو یو ځل د جهاد په وخت کې قرباني ورکړه، بیا يې د مجاهدینو د ګډوډې مخنیوی وکړ، او هیواد یې له تجزیې څخه وژغورو))
د ښاغلي مجاهد دغه توضیحات د کابل د ګډ حکومت پر یوه لوري (سپیدار ماڼۍ) ښه ونه لګیدل او له خپل لوري یې د سولې له عالې شورا څخه د نوموړي د انفکاک فرمان صادر کړ. د حکومت د بل لوري (ارګ) موقف لا تر اوسه نه دی څرګند چې هغوی د ښاغلي مجاهد د انفکاک په اړه د نوي پخلا شوي امپراتور ښاغلی عطا فرمان تائیدوي او که خپله دوی هم په دې اړه څه واک او صلاحیت لري؟
د جان کیري تر وصایت لاندې په جوړ شوي حکومت کې چې مرستیال ولسمشر یې پر ۶۰ کلن بوډا باندې تجاوز د حاکمیت نښه بولي او ځان ته يې شرم نه ګڼي د بیان د آزادي په جرم د ښاغلي مجاهد ګوښه کول عادي خبره ده.
اصلا خپله د سولې عالي شورا ټوله د یاد حکومت په چوکاټ کې یوه مسخره ده چې له ښاغلي حکمتیار سره د سولې د هوکړه لیک په څیر یې ټولې پریکړې غیر مرعي الاجراء او لایعني بلل کیږي.
که په یاده شوری کې د ښاغلی مجاهد عضویت پر ځای او که معطل وي د ا څومره د پام وړ خبره نه ده ، اصلي خبره داده چې د دیمکراسي په نوم ایجاد شوی حکومت کي د هیڅ فعل او قول ممنوعیت نشته ، یواځې پر واقعیتونو اعتراف ممنوع او عامل یې سمدستي مجازات کیږي.
نور که په ارګ کې همجنس بازان خپلې کړنې کوي، که په جوزجان کې د ولسمشري لومړی مرستیال پر سپین ږیري ایشچي جنسی تیری کوي ، که وزیران غلاوې کوي، که د دولت بودیجه د خيالي پولیسو، خیالي مکاتبو، او خیالي دولتي تشکیلاتو په نوم لوټل کیږي که امریکایان په خپلو بمباریو کې د ۳۳ تنو کندوزیانو مرګ ژوبله په خلاصه خوله اعلانوي او که … دې ټولو ته د دیموکراسي د پلي کولو پرتوګ وراغوستل کیږي او عاملین یې سرې سترګې ګرځي خو که یوڅوک پر واقعیت اعتراف کوي او هغه د خلګو ترغوږونو رسوي د هغه پر خلاف سمدستي غبرګون ښودل کیږي او د واقعیت ویلو په جرم مجازات کیږي.
د بیان آزادي د دیموکراسي د یوه اصل په توګه د ګډ حکومت یواځينی امتیاز وو چې دوي ورباندې ویاړ کاوه خو اوس چې ښاغلی مجاهد په یوه داسې خبره مجازات کیږي چې هغه خپله د طالبانو د یوه سرسخت مخالف (استاد رباني) نقل قول دی نو دې حکومت هماغه یواځینی امتیازهم له لاسه ورکړ او نوموړي په خپل جرئت او صراحت سره وکړای شول چې د دیموکراسي د مدعیانو اصلي ماهیت او حقیقت خلګو ته څرګند کړي.
دا مهمه نه ده او حتی ښه کار وشو ، جه عبدالحکیم مجاهد د دجال له بندګی د الله ج بندګی ته د مرګ د مخه راوګرځید الله ج فرمایی تر هغی چه انسان ژوندی وی توبه وباسی د الله ج په خدایی عقیده راسخه کړی هغه توبه کی د زړه له اخلاصه وی او هغه کس د تفوی لیار غوره کړی یعنی د دجال په ځای له الله ج ویره وکړی الله ج ورته دوباره بخښنه کوی . زه عبدالحکیم مجاهد له نزدی پیژنم ، دغه حالت سره دد ه مخامخ کیدل چه دی دی د اشغالګرو په مرمی… نور لوستل »
د کابل د غلامی ، فاسد ی او ناوړه اداری مثال د هغه هوایی ودانی سره ورته والی لری چه د امریکا په اوږو ایښودل شوی هره شیبه چه امریکا اوږه خالی کړی د زمکی سره په زمکه کیږی ، او امریکا نه شی کولی ټول عمر دغه ودانی چه د فاسدو او ناوړو خلکو جوړه شوی د امریکا د مالیی ورکوونکو ډالری پری مصرف کړی هغوی د وتلو په حال کی دی او دغه ودانی به رالویږی ، مجاهدباندی الله ج ورحمیدو هم یی څه ډالر تر لاسه او هم تری روغ رمټ راووتلو وایی هم د شیطان او… نور لوستل »
هغه ډیر تږۍ انسان چه په دښت کی روان وی اودتیز لمر په رڼاکی لیری ثیراب وینی دۍ فکر کوی چه څونه ډیری اوبه دی په منډه ورځغلی چه ځان په اوبه کی چه ورسی هغه ترهغه لاسخته ګرمی وی اوتنده یی نوره هم پسی زیاته سی مجاهد صاحب،مطمین صاحب اوملګری یی هم دهغی تږی مثال لری دوی فکرکوی چه له وچی غوابه شدی ولویشی داامکان نه لری الله په قرآن کی فرمایی مادجهنم دپاره ډیرانسانان اوپیرانان پیداکړی دی دوی زړونه لری ولی حق نه په احثاسوی سترګی لری ولی په وینی نه غوږونه لری ولی په اوری نه دوی… نور لوستل »
عبدالحکیم مجاهد د طالبانو د حکومت په وخت کې په ملګري ملتونو کې د طالبانو ددولت استازی وو او طالبانو اعتبار پرې کړی وو ! له صلیبي اشغاله وروسته یې ځان په فاسد مذدور دولت خرڅ که او ددالرو لاره یې ونیوله ! ا زمونږ دکلي ملا صیب به وېلې چې دین او دنیا ، یانې پیسې دواړه نه سره کيږي ! ددې فاسد دولت ټول معاشونه حرام دي ځکه چې سي ای اې ورته ورکوي. دافاسد دولت خو خپله هیڅ نلري لکه دمرداري سپي د سي ای اې په دالرو سره په جنګ دی ! تاسویو ځلې د اولسي… نور لوستل »
محترم اڅګزی صاحب!دالفظ ثیراب غلط اصل داسې دی سراب چې داعربي لفظ دی په پشتوکې معناشګوګل دی
تشکر
اڅکزی صاحب ، زه ټول له نزدی پيزنم ، ښه وخت مو سره تیر کړی ، دا چه کله زمونږ هیواد اشغال شو ، ټول طالبان په اوایلو کی حاظر شول چه له پخوانی حکومت لاس په سر او د نوی غلامی اداری سره مخالفت ونه لری ، مګر قندهار او مزار کی چه ځینی ورته تسلیم شول هغوی یی ګوانتانامو ته واستول ، مطمن صاحب په کابل کی وو ، هغه یو انجینر دی شخصی کمپینو سره د انجنیری کار مخی ته وړی او خپلو بچو ته حلاله نفقه ګتی او په څنګ کی یی د سولی هڅی هم… نور لوستل »
محترمه اول دمینی سلامونه اواحترامونه وړاندی کوم ، زه دببرک کارمل په وخت کی رسواسوم زمادمرګ تلاښ ددهری حکومت له خواشروع سو زه پاکستان ته له فامیله سره وتښتیدم په پاکستان کی ما عملی جهاد پریښود ماخیانت وبالۍ هغه کومکون چه دمهاجرو دپاره دخارجه راتلۍ زه واخلم مادخپل فامیل دپاره یوهوټل په کوټه خلاص کۍ اکثره افغانی مشرانو به زماپه هټل کی مجلسونه کول اوزماانګلسی ژبه زده ده بعضی داس خارجیان به راتلل چه پخپلو لاسو به یی مرستی ودرپه درو مهاجروته په کمپو کی ورکولی ماجیپ درلودۍ هغوی به می کمپوته وړل خپله می دچا څخه مرسته نه آخسته… نور لوستل »
جناب محترم ثاقب صیب ليکنې دی په غور لولم.استادانه قلم او ښکلیو لیکنوته مو دقدر په سترګه ګورم.دغه لیکنه موهم په زړه پورې ده خو په عنوان کې یو دوه خبرې لرم. اول داچې دا عنوان بربنډ ادبیات لري او دعصمت قانع له ترمینالوژي سره شباهت لري.مناسب یې نه ګڼم.بیاچې دښکیدلو کلمه هم ورکې وی. دوهم. د بکارت کلمه د يوشي هغه حالت ته کارول کیږي چې د ګټې وړ وګرځی خو ګټه لا نه وي ترې اخیستل شوې.یعنی ترڅو چې يې بکارت باقي شږوي ترهغو له ګټي اخیستو معطله وي.لکه یو پښتون شاعرچی د پښتو ژبې دنه پرمختګ په… نور لوستل »
ښاغلی ستا لیکنه زما په نظر د ادب او ادبیاتو ډيره کمزوری لری په ځانګړی ډول ستاسو د لیکنی لیډ یا عنوان.
خالد صیب د لیکني د عنوان په اړه چې کومه خبره کړي ؛ ډېره معقوله او پرځای نیوکه ده ، رښتیا هم چې لیکنه خوندوره خو سرلیک یې ټول خوند په اوبو لاهو کړی دی . د دې لپاره ښه مناسب عنوانونه پیدا کیدل . پکار نه وه چې د قانع د ادبیاتو تقلید شوی وای .
بیانزی صیب د طالبانودغه حرکت او پاڅون دا ۲۵ کاله له مخ کې زه تعقیبه وم او زه یې ټولې ویديو ګانې لرم ! هم مې خوشالي کړې او هم مې ژړلي دي ، دغه طبقه زمونږ دګډ کور افغانستان دباغ یواځېنۍ پاکه اوخوږه میوه ده ! ګواته نامو ته یې څو خاص نفر واستول او نور ټول یې ۸۰۰۰ نفره چې اول عطا او دوستم ورسره دتسلیمیدو په وخت او دخلع صلاح په وخت کې تعهد کړی وو چې سره صلیب ته یې تسلیمه وي له هغې جملې څخه ۵۰۰۰ کسان په قلعه جنګي ، شبرغان او دشتې ليلې… نور لوستل »
خالد صاحب، تاسی خو شکر اسلامی دریز لری ، مګر هڅاند نه پیژنم چه څه دریز لری د ثاقب صاحب د لیکنی په عنوان مو نیوکی کړی.. د اصلاح به خاطر مثبتی یا حتی منفی نیوکی نیول د هر چا حق دی په دی اړه لری چه وجدان یی څه قضاوت او کومه تګلیاره لری. زه هم حق لرم چه ووایم ستاسی د نیوکو سره موافقه نه لرم ، د ثاقب صاحب لیکنی دکاڼی کړښی او اموزنده لیکنی دی کشکی د ثاقب صاحب د پوهی یوه برخه مونږ هم لرلی هغه د لیکنی تر نشرولو او خپرولو دمخه په خپله… نور لوستل »
قدرمن ثاقب صاحب او دنن ټکي اسیا درنولوستونکیوته سلامونه !
ورونو تاسوته به یاد وي چې ددموکراسۍ او دبیان دازادۍ په نوم دظاهري زرق اوبرق لرونکې ناوې( دثاقب صاحب په تعبیر)بکارت لومړی ما وشلاوه، زه یې ترهرچالومړی دحق په وینا اواراوښادمنصور صاحب ته دشهید ویلو په جرم !!بندي اوشکنجه کړم.اودایی جوته کړه چې دلته دبیان ازادي یواځې دهغه چالپاره ده چې امریکایان او دهغوی ترحمایت لاندې حکومت ستايي
که د بکارت برده خامخا هر وخت تقدس وګنل شي نو باید یو مسلمان هم ونه زیږی.او صنف مخالف تل پرده روغه وساتی.د مجاز اوحقیقت ترمینخ علاقه باید ثابته او تینګه وی.دلته د دې کنایې یاتشبیه معکوس تعبیر قوی دی..ما مخکنی کمنت کی استدلال مکمل کړی. که په غور ولوستل شی.موږ د مطلب له محتویاتو سره مخالفت ندی کړی د عنوان تخنیکی ستونځوته مو اشاره کړې.ثاقب صیب یو برلاسی لیکوال دی.دا ډول تیروتنه مارنګوته وړه ده.خو د ثاقب صیب لپاره ستره ده.بیانزی صیب موږ فکری ستونخه او نیوکه نلرو موضوع فنی اوعلمی ده! ستا احساس پخبل خای د قدر وړ… نور لوستل »
حقیار صاحب ، مونږ ستا به هغه قربانیو چه د لمړی ځل د باره دی د دموکراسی بکارت او د بین المللی استعمار کبر او غرور د خاورو سره خاوری کړو تاسی یاست ، تل دی به مرکو کی د حق پلی کړیده الله ج دی لا نور توفیق درکړی او الله ج دی حافظ او ناصر شه، د یو اړخه د بکارت اصطلاح ته د چا فکر نه وو ثاقب صاحب دا مناسبه اصطلاح راپیدا کړه الله ج دی ورته اجرونه ورکړی تل ښکلی او په حقایقو ولاړی لیکنی لیکی د هغه لیکنی ډیری اموزنده او د اشغلګرو ګڼدګی… نور لوستل »
خالد صاحب ، که تاسی لږ زیر شی ، ثاقب صاحب د بکارت پردی مثال یادول د د ی د پاره یاد کړی چه کله د ښځی د پکارت پرده مخکی له مخکی زایله شوی تر ډیری کچی د هغه ښځی د بل چا سره د اریکو معنی لری . زمونږ هدف د بکارت پرده الله ج د یوی مثبتی د پاره خلق کړی ، او دموکراسی حریصو او وحشی انسانانو د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره خلق کړی ، دا معنی نه لری چه هغه پرده که ونه شړیږی تقدس په شتون لری همدغه شکیدل یی… نور لوستل »