نظــر

هېواد پلورنه د مرستو په طمع – حكمتيار

هغه ناافغانان چي د بهرنيو ځواكونو له لوري د اجيرو مبلغينو په توگه گمارل شوي او مزدوري رسنۍ په مكرره توگه د هغوى مركې او د گرديو ميزونو تبصرې خپروي او د دوى كچه او گنده ويناوي د افغان ولس د غوڅ اكثريت رأيه او غوښتنه گڼي په واز كومي او له كوم شرم پرته وايي: افغانان د خپل هېواد آبادولو او د خپلو مالي ستونزو د حلولو لپاره د پرديو مرستو ته اړ دي!! بايد د امريكا دائمي حضور او هغوى ته اډې وركول ومنو چي له مرستو ئې برخمن شو او خپلي مالي او اقتصادي ستونزي حل كړو!!! راشئ دا ادعاء لږ په تفصيل سره وڅېړو او وگورو چي له ديني، اجتماعي او علمي پلوه ئې ارزښت څومره دئ او له حقائقو سره اړخ لگوي كه نه، په دې اړه څو عرائض لرم:

اسلام فردي تگدي او سوالگري حرام گڼلې، رسول الله ﹽ فرمايي: سوالگر به د قيامت په ورځ د الله تعالى په وړاندي داسي ولاړ وي چي د مخ ټوله غوښه او پوستكى به ئې رژېدلى وي، همداراز د مرستي وركوونكي لاس لوړ او د اخيستونكي ټيټ گڼي، يعني يو ئې عزتمن او بل ئې سپك او ذليل وي، له دې حكيمانه لارښوونو معلومولى شو چي د ملت په كچه پرديو ته لاس اوږدول او لمن غوړول به د اسلام له نظره څومره كركجن او منفور عمل وي، هيڅ مؤمن او شريف انسان د ځان، خپلي كورنۍ او خپل ملت لپاره دا نه خوښوي چي بل ته ئې لاس اوږد وي، د هر آزاد او سرلوړي انسان شعار به دا وي: مرگ پر هغه ملت چي مشران ئې نورو ته د سؤال لمن غوړوي.

هر عقلمن انسان پوهېږي چي هيڅوك له موږ سره د خداى لپاره بې غرضه مرسته نه كوي، امريكا خپلي مرستې له دې شرط سره تړلې دي چي ځواكونه به ئې په افغانستان كي مېشت وي، نظامي اډې به لري، د دولت امنيتي ځواكونه به د دوى تر امر او حكم لاندي وي، امريكايي چارواكي په ډېر وقاحت سره وايي: كه د كابل حكومت جمهور رئيس د امنيتي تړون سند لاسليك نه كړي نو امريكا او مؤتلفين به ئې خپل ځواكونه باسي او خپلي مرستي به بندوي!!! او د دې معنى يوازي او يوازي دا ده چي امريكا زموږ د خپلواكۍ په بيع د مرستي ژمنه كوي، او يقيناً چي مرستي به ئې همغسي وي چي په تېرو دولسوكلونو كي وې!! امنيتي تړون د دائمي اشغال او وطن پلورني وثيقه ده،  يوازي يو ذليل فرد او ذليل ملت به د خپلي آزادۍ په بيع بل ته د سؤال لاس اوږدوي؟! هغه چي وايي: امريكايانو شپږ سوه مليارډه ډالر په افغانستان كي لگولي؛ دروغ وايي، دا دروغجن مبلغين د امريكا مزدوران دي او مأموريت ئې دا دئ چي افغانان د پرديو غلامۍ ته تيار كړي، حقيقت دا دئ چي امريكايانو يو ډالر هم له خپل جيب د افغانانو د خير او ښېگڼي لپاره نه دئ لگولى، ټول مصارف ئې يا د افغانانو له جيبونو ترلاسه كړي، يا د جاپان، عربي او اروپايي هېوادو په څېر له هغو چي سپيني ماڼۍ د افغانستان په اشغال كي له ځان سره ملگري كړي، امريكا پنځه نوي سلنه مصارف يا پر خپل فوځ، يا د افغانانو په ضد جنگ، يا د اشغال د دوام په موخه پر اسخباراتي او تبليغاتي چارو لگولي، پاته پنځه سلنه ئې پر څو غيرمعياري سړكونو او دې ته ورته پروژو لگولي، هغه هم د خپلو قطارونو او انتقالاتو لپاره، دا دئ عملاً گورو چي هغه سړكونه نن او د دوى د وتلو پر مهال بېرته په بشپړه يا نسبي توگه شوي او يو دوه كاله وروسته به له اساسي ترميم پرته د استفادې وړ نه وي، د دې پروژو چاري هم د امريكايانو په لاس ترسره شوې او په هري يوې كي د مليونونو ډالرو اختلاس شاهد يو، مگر نه گورو چي امريكا په دې دولسو كلونو كي نه يو وړوكى بند جوړ كړ، نه ئې كوم نهر وايست، نه ئې كومه بيديا خړوبه كړه، نه ئې زموږ مهاجرين په خپلو كورونو كي بسيا كړل، دولس كاله وړاندي او د امريكا د بريد پر مهال مو پنځه مليونه مهاجرين درلودل، نن د كابل حكومت د مهاجرينو وزارت او د ملگرو ملتونو اړوند ادارې وايي چي په پاكستان او ايران كي پنځه مليونه افغان مهاجرين مېشت دي!! دا په داسي حال كي چي مزدورو رسنيو د اشغال په لومړيو كلونو كي په ډېر زور شور سره ويل چي مهاجرين په ډېر لوى شمېر كي هېواد ته راستنېږي!!

حقيقت دا دئ چي افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي دا ذليل پرديپال ئې وايي او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، څوك نه پوهېږي چي كه صلح تأمين شي نو نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي ډېري ستونزي مو حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لويېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كلونو كي نږدې (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! دا نن د گمركاتو د عوائدو لويه برخه د اداري فساد له كبله د غلو چارواكو په جيب كي پرېوځي، د لويو لارو امنيتي پوستې له ډرېورانو كميشنونه اخلي، كه د دې فساد مخنيوى وشي نو همدا عوائد د دولت د عادي بودجې لپاره كفايت كوي، دا نن په زرگونو جريبه دولتي زمكه په وړيا بيع د واكمنو د خپلوانو په لاس كي پرېوتې او په سلگونو ښارگوټي جوړ شوي چي عوائد ئې سلگونو مليونو ډالرو ته رسېږي، كه دا كار د دولت له لوري ترسره شوى وى نو له يوې خوا به د ډېرو بې وزلو او بې كوره افغانانو ستونزي حل شوې وې او له بلي خوا به هغه مبالغ د دولت خزانې ته انتقال شوي وو چي نن د زورځواكانو په لاس كي پرېوځي، د امريكايانو له راتلو وروسته يوازي د مخلوع پاچا د كورنۍ غړو او محمدزايانو د جعلي او بې اعتباره اسنادو په مرسته په لكونو جريبه زمكه ترلاسه كړه، په لويو ښارونو كي او ښارونو ته نږدې د شاړو دولتي زمكو د ملكيت اسناد ئې په درغليو سره جوړ كړل او د زمكو په پلورلو ئې لاس پوري كړ او پيسې ئې بهرنيو بانكونو ته انتقال كړې. كه دولت وتوانېږي چي اوبه مهار كړي، پرې نږدې چي زموږ اوبه گاونډيو هېوادو ته وړيا په لاس ورشي، بندونه جوړ كړو، شاړي بيدياوي خړوبه او سمسور كړو، د برېښنا د توليد په اړه ترې استفاده وكړو، نو يوازي د برېښنا عوائد به ئې دومره وي چي د دولت د عادي بودجې څو برابره به وي، دا نن پاكستان دې ته اړ او چمتو دئ چي د كنر پر سند د بند جوړولو په اړه پانگونه وكړي، له دې سيند د ابتدايي څېړنو له مخي او په لومړي پراو كي يو زر شپږ سوه ميگا واټه برېښنا ترلاسه كېدى شي، شپږ سوه ئې د كنر، ننگرهار، لغمان او كابل لپاره كفايت كوي، زر ميگا واټه ئې پر پاكستان پلورلى شو، قيمت به ئې هم د اوزبكستان او تاجكستان تر هغي برېښنا زيات وي چي پاكستان ئې له دې هېوادو د پېرلو اراده لري، ځكه كنر ورته نږدې دئ او د انتقال مصارف ئې د هغو هېوادو د برېښنا په نسبت ډېر لږ دئ، زموږ زمكه او اوبه د نفوس په پرتله دومره زياتي دي چي د اوسني شمېر څو برابره نفوس ته غله او مېوه وركولى شي، يوازي د كنر د سيند د اوبو په مهارولو سره كولى شو شپېته زره جريبه زمكه د گمبيري په دشتي كي او لسگونو زره جريبه زمكه د كنر سيند په ژيو كي سمسوره كړو، دې ته ورته كارونه په شمال او غرب كي كولى شو، نن زموږ اوبه په وړيا توگه گاونډيو هېوادو ته درومي، پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر… داسي دي چي د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي ته راوړاندي كېږي. دا هم بايد ديوه مسلمان په توگه په پام كي ولرو چي د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.

دا نن زموږ په گاونډى ايران كي چي د افغانستان له جگړي ئې ډېره گټه ترلاسه كړې، يوه خصوصي مخابراتي او تلويزيوني شبكه نه مومو، يو خصوصي بانك نه مومو، يو شخصي ښارگوټى نه مومو، دا او دې ته ورته چاري په بشپړه توگه د دولت په واك كي دي او له دې لاري هر كال په مليارډونو ډالر تر لاسه كوي، نه يوازي د پرديو مرستو ته اړ نه دئ بلكي ډېر څه په نورو ملكونو كي د خپلو پلويانو پر پاللو لگوي، په تېرو انتخاباتو كي ئې يوه نوماند ته دېرش مليونه ډالر وركړل، غرب د همدې لپاره له ايران ناراض دئ او هلته د خپلي خوښي تبديلي غواړي چي نه پرېږدي د ايران ماركيټونه او د عوائدو دغه مدارك او منابع غربي كمپنيو ته په واك كي وركړي، خو زموږ وطن پلورې ډلي د غرب دغو شرائطو ته تسليمېدل د ترقي باعث گڼي!!

آيا له دې ټولو څرگندو دلائلو سره سره د دې لپاره كومه معقوله او د منلو وړ توجيه موندلى شو چي يو شريف او پر آزادۍ مين افغان د پرديو په پښو كي د خپل هېواد د استقلال او خپلواكۍ له ذبح كېدو سره توافق وكړي، يقيناً چي سرلوړي افغانان به هيڅكله دا سپكاوى او ذلت ونه مني، عملاً گورو چي يوازي هغه ذليل او سپك ناافغانان د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x