نړۍ

قرغیز: پر یوه کلي د ترکیې د الوتکي غورځېدو له امله ۳۲ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د قرغیزستان په پلازمینه بیشکک کې د ماناس هوايي ډګر ته نیژدې د ترکیې یوه کارګو الوتکه غورځېدلې چې له امله یې ۳۲ کسان وژل شوي چې اکثره یې کلیوال دي.

د قرغیز د ترانسپورټ وزیر د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د پيښي له امله د مړو شمېر ۳۲ تنو ته پورته شو، ددې تر مخه ویل کېدل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه دی.

باید وویل شي چې الوتکه هوايي ډګر ته نیژدې پر یوه کلي غورځېدلې چې امله یې لږ تر لږه ۱۵ کورونه ویجاړ شوي او په کښي اوسیدونکي یې وژل شوي دي.

د قرغیز د بیړنیو مرستو وزارت ویلي چې د ترکیې یوه کارګو الوتکه چې نوعیت یې بوینګ ۷۴۷ دی، پر هوايي ډګر د ناستي پر مهال پر یوه کلي وغورځېده، الوتکه له هانک کانګ څخه استانبول ته پر لاره وه.

وزارت ویلي چې د الوتکي له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي او په وژل شویو کسانو کې ۶ ماشومان دي، دوه پيلوټان او دوه د الوتکي عمله دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې په ځینو کورونو کې پوره کورنۍ له منځه تللي.
دوی ویلي چې الوتکه ماناس هوايي ډګر ته نیژدې په څو کیلومترۍ کې واقع کلي باندي په داسي وخت کې وغورځېده چې لا خلک له خوبه نه وه را پاڅېدلي.

https://www.youtube.com/watch?v=Nb-8GbIHVAE

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x