
بغلان : ناپېژاندو وسلوالو د سکتور ریاست سر پرست وژلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): له بغلان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه د امنیتي مسؤلینو له خولې وايي؛ چې نن سهار مهال د دغه ولایت د سکتور ریاست سرپرست صفا ثنايي د یو وسلوال برید په نتیجه کې وژل شوی .
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چې؛ نن سهار مهال اته بجې او دیرش دقیقې وې، چې ښاغلی ثنایي دندې ته روان و؛ د پلخمري ښار کې دوه تنه په موټر سائکل سپارو د نوموړي مخه نیولې او هغه يې له خپل موټر را کوز کړی او بیا يي پر سر ویشتلی .
د راپورونو پر بنسټ ثناي لومړی ژور ټپي شوی؛ او لږ ځنډ وروسته روغتون ته د انتقال په مهال په لار کې ساه ورکړې .
سرچینه دغه راز وايي، چې دوه تنه برید ګر چې مخ پټي وو له برید وروسته د پېښې له ځای څخه روغ رمټ په تېښته بریالي شوي .
امنیتي مسؤلینو تر دې دمه څوک د پېښې په تړاو ندي نيولي .
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: چې د بغلان ولایت لپاره د والي مشاور او د ولایت د سکتور رئیس صفاثنايي دوي دیو تاکتیکي بريد په پایله کې وژلی .