افغانستان

د پاکستان پوځ مشر د اشرف غني سره پر تلیفون خبرې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ مشر جنرل عمر جاوید باجوه د ولسمشر اشرف غني سره پر تلیفون خبري کړی او ورته یې ویلي چې په پاکستان کې د «تروریستانو» پناه ځایونه نشته، یو پر بل باندي د الزام لګولو څخه په سیمه کې د امنیت دښمنانو ته ګټه رسیږي.

د پاکستان د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور سره سم نوموړي اشرف غني ته ویلي چې د «تروریزم» د خاتمې لپاره به پاکستان د افغانستان سره خپله همکاري جاري وساتي.

د پاکستان د پوځ د رسنیزو چارو ادارې ویلي چې جنرال باجوه د افغانستان پر وروستیو چاودنو باندي خپله خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو د کورنیو سره یې ځان په غم کې شریک بللی دی.

سرچینه وايي چې په دغه تلیفوني اړیکه کې جنرال باجوه د افغانستان ولسمشر ته وویل چې دوی په پاکستان کې د «تروریستانو» ټول پناه ځایونه له منځه وړي دي اوس په کار دي چې دواړه هیوادونه د ګډي پولي د ټینګښت لپاره انتظامات وکړي او استخباراتي معلومات سره شریک کړي.

آی ایس پي آر (د پوځ رسنیزه اداره) ویلي چې ولسمشر اشرف غني د جنرال باجوه څخه مننه وکړه او د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو یې مثبته اشاره ورکړه.

د ولسمشر اشرف غني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي : «د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه پرون ماښام د ټیلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونه په سختو ټکو وغندل او جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته یې تسلیت ووایه.».

او زیاته یې کړه: «جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز له غمشریکۍ او تسلیت څخه په مننې وویل، د دغو تروریستي بریدونو ترسره کوونکي چې دا مسوولیت یې منلی په پاکستان کې ژوند، ازادانه فعالیت او استخدام کوي چې پرضد یې تراوسه کوم  اقدام نه دی شوی.

محمد اشرف غني د ټلیفوني مکالمې پرمهال د دغو تروریستي بریدونو له ترسره کوونکو څخه د غچ اخیستلو ټینګې ارادې ته په اشارې وویل، د هېواد د امنیت د تامین هر ډول تیاری لرو.»

باید وویل شي چې تېره اونۍ د پاکستان د سفارت مخته لاریون وشو چې د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول او د کابل، هلمند او کندهار پيښي پړه یې پر پاکستان اچوله، د پاکستان سفارت د جاسوسي ځاله وبلله شوه او د تړلو غوښتنه یې وشوه.

د کندهار د پيښي وروسته د کندهار امنیه قومندان دولایت په مقام کې دننه د چاودني پړه پر پاکستان او حقاني شبکې واچوله او ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان نوم نه واخیست خو وې ویل چې برید له هیواده بهر په یوه بهرني هیواد کې پلان شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x