افغانستان

سوله او د سولې شورا نندارې – ذاکر جلالي

د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، سعود الفیصل ګاونډي پاکستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ. د ښاغلي فیصل له سفره مخکې د سولې شورا یو پلاوی سعودي عربستان ته سفر کړی و، چې رسنیو ته یې تر دې مهاله د پایلې خبره راونه وته. د سعود الفیصل له سفر سره سم، دلته په کابل کې د سولې شورا بیا نندارې پیل کړې. د شورا ویاند هڅه وکړه چې رسنیو او افغان ولس ته داسې وبرېښوي، چې ګواکې فیصل به په افغانستان کې د سولې نیمګړي بهیر په باب له پاکستاني چاروکو سره خبرې وکړې او ان دوی دا وړاندوینه هم وکړه، چې ښايي فیصل پر پاکستاني حکومت فشار راوړي، چې پر افغان طالبانو زور راوړي تر څو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي. د فیصل سفر، په پاکستان کې روان وضعیت او د سولې شورا دا شننه(!) ډېر سره لرې برېښي.

کله چې ارسلا رحماني ژوندی و، د سولې شورا لپاره یې ښه بازارموندنه کوله، کله نا کله به یې رسنیو ته دغسې څرګندونې کولې او د اوونیو لپاره به یې د شورا لپاره رسنیز خواړه تیار کړل. دلته به رسنیو هم د ښاغلي رحماني په څرګندونو غوغا جوړه کړه. مګر نن نه رحماني صیب ژوندی دی او نه هم د سولې شورا پر اغېز او راتلونکي څوک غولېږي. ان نن د سولې عالي شورا شتون تر پوښتنې لاندې دی.

په پاکستان کې د نوازشریف حکومت د دې هېواد د پخوانی دیکتاتور ولسمشر، پرویز مشرف محاکمه پیل کړې ده. پر مشرف د ملي خیانت تور دی، چې د محاکمې بهیر یې له ګڼو لوړو ژورو سره مخ دی او لا هم څوک وړاندوینه نشي کولای چې پایله به یې څه راوځي.  
د سعودي الفیصل سفر په داسې مهال د پاکستان په محلي مېډیا کې ګنګوسې جوړې کړي، چې فیصل به د پخواني ولسمشر د خلاصون لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات بیا وايي چې د فیصل سفر عادي دی، چې په ترڅ کې به یې له پاکستاني چاروکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسئلو او له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پر پارچاو شوو خبرو بحث وکړي. د فیصل له سفره یوه ورځ مخکې د افغانستان مسئله هم یادېدله، چې ښايي فیصل له پاکستاني چارواکو سره پرې بحث وکړي. مګر نن چې فیصل له پاکستاني ولسمشر او لومړي وزیر سره وکتل دا خبره بېخي سړه ښکاري. ښاغلي فیصل له سرتاج عزیز سره د خپل سفر پر دویمه ورځ یوه خبري ناسته لرله، چې خبرې یې د سعودي او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پرمختګ او د برېښنا په برخه کې د مرستې په اړه څرخېدې. فیصل د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان په تړاو دومره وویل، چې له افغانستانه امریکایان وځي او دا هېواد له یوه بدلون سره مخ دی. فیصل د سولې په تړاو هېڅ ونه ویل.   

فیصل ته نوازشریف تېر کال د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې دې هېواد ته د سفر بلنه ورکړې وه. پاکستان او سعودي عربستان نژدې اړیکي لري. سعودي د پاکستاني سیاستوالو ترمنځ د شخړو د حل مرجع بلل کېږي. په ۱۹۹۹م کال کې چې کله پروېز مشرف د نوازشریف حکومت له منځه یوړ او بیا یې نوازشریف بندي کړ، سعودي چارواکي د نوازشریف د خلاصون لامل شول.

اوس پوښتنه دا ده، چې په پاکستان کې له دومره تودو مسئلو سره به پاکستاني چارواکي او سعودي د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر مسئلې بحث ته لېوالتیا ولري؟ له هغې راهیسې چې د پروېز مشرف محاکمه پیل شوې ده، پاکستاني مېډیا کې تر ټولو تود خبر همدا دی. دا مسئله هغه مهال ډېره توده شوه چې مشرف په محکمه کې د حاضرېدو ته تیار نه شو او د محکمې پر ځای روغتون ته د ناروغۍ په پلمه ولېږدول شو.

له بلې خوا دا خبره هېڅ منطقي تړاو نه لري، چې سعودي عربستان چې په افغانستان کې د ولسمشر کرزي د حکومت له راتګ وروسته په دې هېواد کې کومه ځانګړې دلچسپي نه ښيي، پر پاکستان فشار راوړي چې افغان طالبان له کرزي سره مذاکراتو ته اړباسي. که سعودي عربستان رښتیا هم پر طالبانو اغیز لرلای، نو سعودي به له طالبانو غوښتي وای چې د قطر پر ځای په په دې هېواد کې سیاسي دفتر پرانیزي. د افغان سولې بهیر یوه ستونزه تل همدا پاتې شوې ده، چې د سولې شورا کې راغونډ ښاغلي پر دې ښه پوهېږي، چې د دوی سفرونه او ناستې کومه ګټه نه لري، مګر دوی د دې لپاره چې خپله شورا فعاله او دخیله ښکاره کړي، کله کله سفرونه او ناستې کوي. تېره میاشت د پاکستاني لومړي وزیر سیاسي او امنیتي سلاکار، سرتاج عزیز په څرګند ډول وویل، چې موږ طالبان نه کنټرلوو، طالبان تیار نه دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره کېني. د سولې خبرو پیلولو لپاره د طالبانو عمده شرط له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل دي. له یوې خوا طالبان سولې ته هڅول او له بلې خوا له امریکا سره امنیتي تړون چې په پایله کې به یې تر لسو کلونو پورې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه اډې ولري، یو تناقض دی، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو عمده خنډ ګاڼه شي.
 
یوه تېروتنه چې افغان حکومت تل کړې ده، دا ده چې دوی فکر کوي پاکستان افغان طالبان کنټرولوي او چې هرڅه وغواړي کولای يې شي. دا هغه کاذب رول دی، چې پاکستان یې تل په هڅه کې دی، تر څو له افغان دولته کرېډیټ واخلي او د سولې په بهیر کې خپل رول پیاوړی ثابت کړي. که چېرته په افغان دولت کې د سولې په تړاو رښتینی تعهد وای، نو د قطر بهیر یوازینی ادرس و، چې کولای یې شوای له اصلي طالبانو نمایندګي وکړي. که د قطر دفتر دوام کړی وای، نو نن به بیا د طالبانو د ادرس ستونزه مطرح نه وه. که ښاغلي کرزي له قطر دفتر سره د مخالفت پر ځای د تفاهم لار نیولې وه، نو نن به د سولې شورا او حکومت بیا بیا د پاکستان دروازې ته د سولې په هیله د سوال او زارۍ لاس نه وای غزولی. دلته ستونزه دا ده، چې د سولې شورا غړي د خپلو یو لړ امتیازاتو لپاره د سولې په تړاو د هیله بښونکو ژمنو ورکولو کوښښ کوي، چې هغه بې‌ځایه وعدو هم نور رنګ وړی دی او نور د ولس د غولولو شيمه پکې نه ښکاري.

لیکوال: ذاکر جلالي – کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x