نړۍ

د قطر شهزاده قافله په بلوچستان کې تر برید لاندي راغلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د موسی خېل په سیمه کې د قطري شهزاده او ملګرو ښکاریانو پر قافله باندي نامعلومو وسلوالو ډزي کړې چې له امله یې ورسره ملګري دوه پاکستاني پولیس ټپيان شوي او بل چاته ضرر نه دی رسېدلی.

په سیمه کې امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د موسی خېل ولسوالي پولیسو مشر مجید دشتي او یو دوه نور عسکر ټپیان شوي خو بهرنیو مېلمنو ته کوم زیان نه دی رسیدلې.

د ډزو وروسته بریدګر په بریالیتوب سره له سیمي تښتېدلي او ټپيان روغتون ته رسول شوي دي.

پولیس وايي چې د ۲۰ شاوخوا کسانو پر خلاف یې د برید په تور دوسیه ثبت کړې او د نیولو لپاره یې پلټني رواني دي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د ابوظبي یوه شهزاده «سیف بن زاید آل نهان» پر قافله باندي په پنجګور سیمه کې برید شوی وو چې له امله یې دوه موټره زیانمن شوي وه او بل چاته ضرر نه وو رسېدلی.

د بلوچستان ازادۍ تحریک ددغه برید پړه په غاړه اخیستې وه.

د قطر او اماراتو شیخان په بلوچستان ایالت ته د ښکاره لپاره هر کال سفرونه کوي خو په دې وروستیو کې د هغوی د ښکار پر خلاف مختلف اوازونه اوچت شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x