نړۍ

د قطر امیر د «غزه» ښار د ۳ میاشتو برېښنا مصرف په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د فلسطین پر غزه تړانګه باندي د اسرائیل، مصر او د محمود عباس په مشري دفلطسطیني حکومت له لوري د کلکي کلابندۍ وروسته د تیلو بیي لوړي شوي او د حماس ډلي په مشري د غزه حکومت نه شی کولای چې د برق تولید لپاره توربینونه په خپل اقتصادي درآمد باندي فعاله وساتلای شي.

په دې وروستیو کې د حماس ډلي د ترکیې او قطر په شمول د اسلامي هیوادونو د مشرانو سره تلیفوني تماسونه نیولي او د حل غوښتنه یې کړې وه، چې په هغه کې د ترکیې او قطر هیواد د مرستي ژمنه کړې.

د حماس ډلي د سیاسي دفتر مرستیال مشر اسماعیل هنیه ویلي چې ترکیې هیواد ژمنه کړې چې د غزې ته به د تیلو بیړنۍ مرستې واستوي.

بلخوا د قطر هیواد تېره ورځ اعلان وکړ چې د ددغه هیواد «امیر» تمیم بن حمد د ۴۳.۸ ملیونه قطري ریالو مرستو اعلان کړی چې د غزه تړانګي د برېښنا د ستونزي د حل لپاره به په کار اچول کیږي، چې په دغه مصرف به اقلا د راتلونکو ۳ میاشتو لپاره د غزه ښار د برېښنا ستونزه په موقته توګه حل شي.

د قطر امیر پر نړیوالې ټولنې باندي غږ کړی چې د غزه تړانګې د برېښنا غمه وخوري او ددغه ستونزې د همیشني حل لپاره لارو چارو باندي غور وکړي.

د قطر هیواد پر غزه ښار باندي د اسرائیل پوځ د الوتکو د بمباریو او تیریو په نتیجه کې د تخریب شویو کورونو د بیا رغولو لپاره هم یوه ستره پروژه فعاله کړې چې په ملیونونو ډالرو مصارف باندي روان دي.

باید وویل شي چې د اسرائیلو او مصر د له لوري د کلابنده ښار غزه سره د اسلامي نړۍ له لوري مرستې تر ډیرو پلټنو او نړیوالو اړیکو وروسته په ډېره مشکله تیریږي چې په هغه کې هم پر ډېرو موادو باندي بندیزونه دي ځکه چې اسرائیل ویره لري چې د حماس ډله له دغو مرستو څخه په خپل عسکري پياوړتیا کې استفاده ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x