
د کندهار په پېښه کې ټپي شوی هاشم کرزی هم خپل ژوند له لاسه ورکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د کندهار په ولایت مقام کې دننه چاودني له امله ټپي شوی ملي سوداګر هاشم کرزی په هندوستان کې د خپلو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي لومړنۍ درملنه په کندهار کې شوې وه او د لا ښې درملنې لپاره هندوستان هیواد ته لیږل شوی وو خو نن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هاشم کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د اکا زوی او د افکو کمپنۍ مشر وو. د نوموړي تر څنګ د حامد کرزي د کورنۍ یو بل غړی په واشنګټن کې افغان دیپلومات «یما قریشي» هم د کندهار په پېښه کې وژل شوی وو.
باید وویل شي چې تېره اونۍ د کندهار ولایت په مقام کې دننه د متحده عرب اماراتو د سفېر رسمي سفر پر مهال د کلکو امنیتي تدابیرو څخه برخمن د ولایت په مېلمستون کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې د پنځه اماراتي مېلمنو په ګډون ۱۱ جګپوړي ولایتي مسؤولین ووژل شول او د والي همایون عزیزي او اماراتو سفیر په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شول.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وړمه ورځ رسنیو ته وویل چې د همایون عزیزي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او هغه هم په هندوستان کې تر درملنې لاندي دی.
تر اوسه د متحده عرب اماراتو د سفیر د روغتیايي حالت په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو په لومړیو ورځو کې یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی وو.