ورزش

کرکیټ بورډ محمد نبي او شهزاد ته په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبي اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د پاکستان په سوپر لیګ کې د لوبو لپاره دوه افغان لوبغاړو ته د کرکیټ بورډ له لوري اجازه شوې.

د پاکستان سوپر لیګ دوهمه سیالي به د راتلونکي میاشتي «فروري» پر نهمه نېټه په دوبۍ کې پيل شي.

د پاکستان د ایکسپریس ورځپاڼي د خبر سره سم د افغانستان دوه لوبغاړي په دغه سیالیو کې لوبه کوي چې دواړو ته د افغانستان د کرکیټ بورډ له لوري اجازه شوې او دوی به ګډون کوي.

محمد نبي د کوټي ښار «کویټه ګلیډي ایټر» د لوبډلي سره لوبه کوي او محمد شهزاد د «پشاور زلمي» لپاره لوبه کوي. محمد نبي د پاکستان په لومړۍ سوپر لیګ کې د کوټي د لوبډلي سره ښه ځلیدلی وو خو د بنګلدیش پر خلاف د افغانستان د میچ له امله ونه توانېد چې په پای لوبه کې ګډون وکړي.

د ورځپاڼي په وینا ددې تر مخه د کرکیټ بورډ دواړو لوبغاړو ته اجازه ځنډولې وه چې له امله یې لوبډلې او خپله لوبغاړي د غیر یقیني حالت سره مخ وه، خو اوس دا ستونزه حل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x